د جانان فدوي دېوان (لومړی ټوک) د جانان هوتک د شاعرۍ کتاب دئ چي د محمد معصوم هوتک له سريزي، مقابلې او لغتنامې سره په (۱۳۹۸ل.) کال د زر ټوکه په تېراژ په کندهار کي د صحاف نشراتي موسسې له خوا په ښکلي صحافت سره چاپ سوی دئ.
د (۳۵۷) مخونو درلودونکي دا کتاب شروع د صحاف نشراتي مؤسسې په يوه نيم مخ ياداښت سره سوې او ورپسې د محمد معصوم هوتک (۱۰) مخه سريزه ده چي پکښي د جانان فدوي پېژندنه، د نسخو معرفت او د خپل کار د روش معلومات راغلي.
ورپسې د غزليات تر عنوان لاندي په ترتيب سره د الفبې په رديف د (۲۱) مخ څخه تر (۲۸۴) مخ پوري د جانان فدوي (۷۸۸) غزلي راغلي چي د ټولو بيتونو شمېر ئې (۶۴۴۷) ته رسيږي.
له (۲۸۷) مخ څخه څلوريځي شروع کيږي، ټولي څلورېځي (۶۴) دانې دي او له (۲۹۷) مخ څخه د متفرقاتو په عنوان (۱) مثنوي، (۱) تمثيل، (۱) مخمس، (۲) ترکيب بند، (۱) سوال و جواب او (۴) الفنامې راغلي چي د ټول دېوان د بيتونو شمېر (۷۲۰۵) ته رسوي او د کتاب پای (۳۳) مخيزه لغتنامه هم لري.
د دېوان دا متن استاد محمد معصوم هوتک د څلورو خطي نسخو له مخي برابر او ترتيب کړی او د سره غره ګلونه نومي مجموعې او پښتانه شعراء دريم ټوک څخه هم د فدوي د کلام د ځينو نمونو لپاره استفاده سوې ده.
په څلورو نسخو کي ئې لومړۍ نسخه پخپله د جانان فدوي په لاس ليکل سوې ده چي ليک ئې نسخ دئ او کوم ځای چي فارسي نظمونه لري، هغه په نستعليق ليک کښل سوي دي. په ليک کي ئې له اعرابه هم کار اخيستی. د (۳۴۲) مخونو درلودونکې دا نسخه د ليکلو نېټه نه لري او د نسخو د مقابلې پر مهال همدا د اصل په توګه نيول سوې ده.
دوهمه خطي نسخه (۲۶۱) مخونه لري چي د افغانستان په ارشيف کي ساتل کیږي، ځيني رديفونه نه لري خو د متن په لحاظ د لومړۍ نسخې سره تر ډيري اندازې پوري يو شی ده.
دريمه خطي نسخه ئې (۱۶۰) مخونه لري چي پښتو او فارسي شعرونه يو په بل پسي راغلي او ددې کاتب هم خپله ليکوال دئ او څلورمه خطي نسخه ئې د صحافت ګډوډي لري چي پاڼي ئې مخ او شاته سوي دي او ځيني بيخي نسته.
د خطي نسخو د کاپۍ اخيستلو په وخت کي د دېوان د يوه ټوک کاپي پاته سوې وه، بيا د دېوان د تهيه کوونکو مشوره پر دې وسوه چي بايد دا دېوان په دوو ټوکو کي خپور سي، حاضر متن ئې لومړی ټوک دئ او پاته غزلي خصوصًا فارسي کلام به ئې په جلا ډول ترتيب او تهيه سي.
پښتون عارف او شاعر مولوي محمد جانان اخندزاده فدوي د پښتو او فارسي ژبي دېوان لرونکی شاعر دئ چي لومړی پلا علامه رشاد د پښتانه شعراء په دريم ټوک کي معرفي کړ.
محمد جانان هوتک مشهور په جانان اخندزاده يا جانان فدوي (فدوي په ساکن دال بايد دوې څپې ولوستل سي) د قاضي ملا يارمحمد اخندزاده زوی، د هارون لمسی په قام هوتک او په هوتکو کي ملاخېل، غازي خېل، عمرزی دئ. د کورنۍ مشران ئې په اخوندزاده خيلو مشهوره دي او دا کورنۍ د زابل ولايت د کلات ښار شمال ختيځ ته د سره غره په لمنو کي ميشته وه/ده.
نوموړی په سنه (۱۲۲۵ھ.ق.) کال کي د شينکي ولسوالۍ غوړي مرغې سيمي په يوه عرفاني کورنۍ کي زيږېدلی. د جانان فدوي ژوند تر (۱۳۰۹ھ.ق.) پوري يقيني دئ. (پښتانه شعراء، دريم ټوک، ۶۲۸مخ)
نوموړی په طريقت کي د نقشبنديه سلسلې د مشهور مقتداء حاجي دوست محمد قندهاري (۱۲۱۶-۱۲۸۴ھ.ق.) خليفه وو او دده په باب ئې په پښتو او فارسي شعرونه هم ويلي دي او د هغه روحاني مقام ئې بيان کړی دئ.
فدوي په فارسي اشعارو کي خپل تخلص «خامي» کاږي او دا تخلص ئې په پښتو اشعارو کي دوه ځايه راغلی، يو ځای د «ب» په رديف کي، چي وايي:
«خامي» بيابان د زلفو پټه لري دام و دانه |
ته چي تل ځې دلاور ګرځې کښې به وځې په طناب |
او بل ځای د «ګ» په رديف کي:
«خامي» خوښ ستا په دربار دئ |
نه په قصــــــــر د اورنــــــــګ |
علامه رشاد دا بيت هم ښودلی:
«خامي» ناست له خپله نفسه په زړه ستړی |
کله کله بيا له غمه شي ګويا |
دده د شعر يوه برخه پند و نصيحت دئ، بله برخه ئې د خپل روحاني سير او سلوک او د هغه د پړاوونو بيان دئ او دريمه ئې د بېلارو خلکو د اعمالو غندنه ده. په شعر ويلو کي دده هدف د خدای لاري ته د خلکو رابلل دي.
يوه غزل ئې داده:
نه مريض يې، نه بندي يې، نه سرسام | د طاعت پر ميدان ولي ئې سُست ګام | |
د دوو ورځو په غم ګرزې سرګردانه | نه دي پوښ درپوره کيږي نه طعام | |
د هغه ژوندون په غم کښي ولي نه يې؟ | چي نه مرګ وي نه ژوندون لري تمام | |
که باور دي په قرآن، په حديث نه وي | د شيطان په رنګ به وګرزې بدنام | |
رسولان د رب رښتني دي بې شکه | دوی راوړی دئ له ربه ښه کلام | |
هم جنت شته هم دوزخ شته بې له شکه | روڼا نه لري دوزخ، نه جنت شام | |
لکه روځ د جنت شپه هسي روښانه | د ملکو وي پر هر درګاه سلام |
د دوزخ له حاله مه کوه پوښتنه | ||
ته شفيع کړه «فدوي» د رب کلام |
يوه څلوريځه ئې داده:
صبر، طاقت به د کومو زړو شي؟ | خراب خاطر چي ډک په غمو شي | |
له انتظاره آخر پرېوزي | وعده د وصل چي په کلو شي |
جانان په کلام کي تر ډېره حده له وضوح او صراحته کار اخيستی دئ، د تصوف رنګ ئې پر وينا غالب دئ او د سير و سلوک اصطلاحات پکښي ډېر دي.
استاد محمد معصوم هوتک دده د شاعرۍ په اړه ليکي:
شاعري ئې د کميت په لحاظ غوښنه ده خو محتوا ئې د موضوع له مخي رنګارنګي نه لري، خورا ډېر مکرر مطالب ئې په بېلابېلو عباراتو کي بيان کړي دي.
ماخذونه:
د فدوي دېوان
پښتانه شعراء دريم ټوک
د عيسی محمد زاهد څېړنه