جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد هرات، خوست او لوګر اوسېدونکو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

د هرات، خوست او لوګر اوسېدونکو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

تاند (یکشنبه د ثور ۱۲) په هرات، خوست او لوګر ولایتونو کې په هېواد کې د وروستیو بریدونو پر ضد لاریونونه وشول.

لاریونوالو د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل چې نور باید د جګړې ښکیلې خواوې د سولې خبرو ته کېني او په هېواد کې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

په خوست کې د لاریون ګډونوالو پر ښکېلو لوریو په ځانګړي ډول په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې جګړه ودروي، د‌ روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په خاطر دې اوربند او سوله وکړي.

ورته مهال د هرات ولایت اوسېدونکو هم پر طالبانو د جګړې د درولو غږ وکړ او له دغې ډلې یې غوښتنه وکړه چې باید له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته حاضر شي.

دغه راز په لوګر کې هم مدني فعالانو د وروستۍ موټربمي چاودنې په غبرګون کي بهرنيان ووځي نور جنګ د څه لپاره او جنګ بس دی، سوله وکړی تر عنوان لاندې خېمه درولې ده او د جګړې له ښکېلو لوریو یې د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

د یادونې ده چې وړمه شپه د لوګر په مرکز پُل علم کې په یو موټربمي برید کې لږترلږه ۲۶ تنه ووژل شول او ۱۱۰ نور ژوبل شول.

که څه هم افغان چارواکو د دې پېښې اصلي مسؤلین طالبان بللي، خو دې ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا لاریونونه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې چې د امریکایي ځواکونو د وتلو راپورونه ورکړل شوي دي ورسره سم د تاوتریخوالي کچه نوره هم لوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب