د سوپ له لومړۍ قاشوغې سره مې خوله ترخه شوه . په بيړه مې يوه قاشوغه وريژې خولې ته کړې. د خولې سو ی مې يو پر دوه شو.قاشوغه مې وغورځوله . يوه مړی وچه ډوډۍ مې بېله کړه. په قاب کې د وريژو څنګ ته يو ډول سالندپروت و، شنه مټر ، آلوګان ، تور بانجان او ډېنګړۍ ( سمارق ) يي ټول سره يوځای پاخه کړي ول . مړۍ مې ترې پورته کړه . د مسالو بوی راباندې ښه ونه لګېده . خوله مې سوځيدله ، په يوه لاس مې د خوړو قاب شاته ټيل وهه . په بل لاس مې د اوبو ګيلاس پورته کړ. د ګيلاس تشولو سره مې پر سترګو لږه رڼا شوه .
د هوټل په سالون کې د نورو شپو په پرتله نن شپه خلک لږ ول.. هر ميز ته دوه يا درې کسان ناست ول . زما ميز ته نېږدې يو هلک ولاړ و . د سوپ کاسه يي په لاس کې وه . خدای پوهېږي له کوم وخت نه يې زما د تادۍ ننداره کوله . زما ورپام نه و.
هلک راته په هندي ژبه څه وويل . تش ګيلاس مې پر مېز کيښوده . بې له دېنه چې ورته وګورمه په انګرېزي ژبه مې ورته وويلې : په هندي نه پوهېږمه . هغه هم انګرېزي شروع کړه . راته يي وويل:
– کولی شم تاسو سره په يوه مېز کې کښينم؟
– مهرباني وکړئ
– دا خواړه لکه چې ډېر ترخه دي؟
زما چې د خولې سوی لا نه و ښه شوی په نسبتا جدي لهجه مې وويلې:
– هو نو چې ترخه نه دي، څه دي
– چې ترخه نه وي نو، بيا به هندي خواړه نه وي
ځوان هلک خپل وېزېت کارد پر مېز کېښوده ورسره يې وويل: زما نوم اشوتوش دی . ملګري مې راته اشو وايې .خبريال يم . په ډيهلي کې يوې ورځپاڼې ته کار کوم. د دې تر څنګ ليکوال هم يم . لنډې کيسې ليکم.
اشوتوش تور رنګه ،نری هلک و،د عمر څه باندې دوه لسيزې به ايله ورباندې اوښتې وې. څېره يې د هندي فلمونو ستوري امر خان ته يو څه ورته وه.
ما هم خپل کارد ورکړ . زما وېزېټ کارت ته ځير شو . پوښتنه يې وکړه:
– ستا د نوم معنی څه ده؟
– په دې نوم په جنت کې يوه ونه ده
-جنت څنګه ځای دی؟
– جنت يو ښکلی ځای دی . هلته د ژوند ټولې اسانتياوې شته دي.
-له اسانتياوو نه دې مطلب څه دی، يعنی هلته ډېر ښه موبايل ټليفونونه پيدا کېږي ، ټکنالوژي پرمخ تللی او د انترنيت سرعت تر دې ځايه ډېر دی؟
– نه ، په جنت کې دې شيانو ته اړتيا نه شته ده
– بيا نو څنګه هلته ژوند ښه دی؟
ما هم هر هغه څه چې د جنت په اړه په کتابونو کې لوستي ول يا مې اورېدلي وو ، هغه مې ورته تېر کړل.
اشوتوش خپلې اوږې پورته واچولې او وې ويل :
– جالبه ده
– څه شی پکې جالب و؟
– ډېر څه خو اول به زه ځانته ډوډۍ راوړم بيا به دا بحث غزوو
اوشوتوش دخوړو له قاب سره راغی. ما هم د خوږو له مېز نه ځانته ايسکريم راوړل . هغه په داسې حال کې چې مړۍ يې په دالو کې پورې کوله وېويل:
– جنت چېرې دی؟
ما يوه قاشوخه آيسکريم خولې ته کړ ، د توت زميني خوند يې درلود . خوښ مې شو . د مخکېنيو خوړو تريخوالی مې هېر کړ. په داسې حال کې چې د سالون خلکو ته مې کتلې ومې ويلې:
– دا د هغې دنيا خبرې دي يعنې له مرګ نه وروسته….
– ښه نو له مرګه وروسته جنت ته ځو؟
– تاسې نه ځئ ، مونږ ځو
– مطلب دې څه دی؟
مطلب مې دا دی ،جنت ته هغه څوک ځي چې پر يوه خدا ی ايمان ولري
– مونږ نو چېرې ځو؟
– تاسې دوزخ ته ځۍ
– هغه نو څنګه ځای دی؟
– هلته اور دی
– موږ خو هم خدای لرو
– خو ستاسو د خدايانو شمېر د دې هوټل تر خلکو هم ډېر دی . مونږ يوازې د يوه خدا عبادت کوو
– زما مور او پلار د دې خدايانو عبادت کوي . زه يې نه کومه ، خو ستا خدای هم نه پېژنم.
– نو ځکه جنت ته هم نه شې تللی!
– ولې تللی نه شم ، زه هم تاسوسره جنت ته ننوځم ، ستاسو خدای څه خبرېږي
– دا سمه ده چې ستاسو خدايان په څه خبر نه دي خو زموږ خدای پر هرشي علم لري.
ځوان هلک د ډوډۍ خوړل پرېښودل . دواړه لاسونه يې پر مېز کېښودل او وې ويل:
– هی ! زه باور لرمه چې جنت ته د ننوتو لپاره کومه شارت کت (shortcut) لاره حتما شته .
– بې له دېنه چې مسلمان شې بله هېڅ لاره نه شته
ځوان هلک خپلې سترګې زما په سترګو کې خښې کړې . يوه شېبه غلی پاتې شو بيا يې په ټيټ غږ وويل:
– ايا ته دا غواړې چې زه دوزخ ته لاړ شم؟
د اشوتوش سترګو يو خاص حالت خپل کړی و.راته مړاوې ښکاره شوی . ماهم په آرامۍ سره وويلې:
– نه زه دا نه غواړمه
– بيا نو ما له ځانه سره جنت ته يوسه
– هغه څنګه؟
– هغه داسې چې کله ته جنت ته ننوتلې نو د يوې شېبې لپاره د جنت دروازه خلاصه ونيسه چې زه هم ورتېر شم.
– له هغې دروازې نه يوازې مسلمانان تېرېدلی شي بس
– ښه نو د جنت د دروازې اکسس کارد(access card) يواځې مسلمانان لري
– همداسې يې وبوله ، ښه نو زه بايد خپلې کوټې ته لاړه شمه. سهار وخته هوايې ډګر ته ځمه.
اشوتوش غلی شو. خفه ښکارېده . کله چې د تلو په نيت پورته شومه ، په غمجن غږ يې راته وويل:
– زه په رېښتيا غواړم جنت ته لاړ شم
– دا ستا په ارادې پورې اړه لري ، که مسلمان شې نو حتما به جنت ته لاړ شې
– خو زه فکر کومه چې د جنت دروازه خامخا يو پسوورد (password) لري او ته کولی شې هغه راته هک يعنی غلا کړې.
– هو د جنت دروازه يو پسورد لري . غلا کولو ته يې اړتيا نه شته . هر څوک کولی شي هغه ترلاسه کړي..
– څنګه، يعنی د جنت د دروازې پسوورد څه دی؟
– د حق کلمه ده . شپه مو په خير
****
د سهار اته بجې وې. الوتکه د ډهلی له هوايې ډګر نه د کابل په مقصد په هوا شوه. ګرځنده ټليفون ته مې پيغام راغی . پکې ليکل شي وو:(( هی د جنت ونې ، زموږ دوهم ځل ملاقات به په جنت کې وي …. اشو)) الوتکه لوړه شوه . د ټليفوني کرښې آنتن ورک شو….