شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکال يې وشو | اجمل ښکلی

کال يې وشو | اجمل ښکلی

پښتانه چې مخکې نه ځي، له کتاب سره اشنا نه دي. له کتاب سره اشنايي په پوهه کېږي او له دغې پوهې ميرات مړې سره زموږ ډزې دي. د پوهې د عامولو لارې ډېرې دي. يو لار يې کتابتونونه دي. ګومان کوم، چرچل ويلي وو، چې موږ پر نړۍ باندې د کتابتونونو په زور واکمني وکړه. پر ختيځ باندې د همدې واکمنيو لپاره خو رنګارنګو ختيځپوهانو شپې رڼولى او پر شرقي ژبو او ادب يې کتابونه ليکل، چې دا قام دا خويونه لري، دا قام دا بده مني، د دې قام دا وياړونه دي او  دا قام دا کمزورۍ لري. دا به بيا د هغه وخت د انګريزي امپراتورۍ د سياست او پاليسيو ستنې وې، ګنې هسې يې له هندوباره او نيم افغانستانه د افغاني اميرانو لاس ورلنډ کړ؟هسې يې د سيکانو ټغر ورټول کړ؟ هسې يې دا لرې وطنونه لاندې کړ؟ زموږ دې له لويو امپراتوريو توبه وي، دا خپل سر چې په سيوري کړو، دا هم لويه توره ده او دا توره په پوهه کولى شو او پوهه په ښوونځيو، پوهنتونونو، علمي غونډو او کتابتونونو کې وي.

په نوره نړۍ کې دولتي او شخصي دواړه کتابتونونه شته دي. په افغانستان کې دولتي خال خال دي او شخصي چېرته يو نيم خواخوږي جوړ کړى دى. د خواخوږيو په دغو جوړ کړيو شخصي کتابتونونو کې يو حمزه کتابتون دى چې تر جلال اۤباد څه ناڅه دېرش پنځه دېره کيلومتره لرې د کامې په اخوند کلي کې استاد صميم جوړ کړى دى.

خلکو ته خو به د ښار پرځاى-چې کتابتونونو ته پکې ډېر محصلين، متعلمين، استادان او نور راځي-  په کلي کې د کتابتون جوړول عجيبه ښکاري، خو د علم د خپرولو موثره لار همدا ده چې ولس ته علم وروړې او لوست ته يې اړ باسې. زموږ زياتره مهالنۍ ادبي غونډې او سيمينارونه يا په پلازمېنه کې يا د ولايتونو په مرکزونو کې وي او که يوه نيمه چېرته په ولسوالۍ کې وي هم، ډېر خلک نه ورځي، نه پکې علمي ادبي سټې د ګډون زحمت کوي چې زلمي وهڅېږي. لنډه دا چې زموږ ټولې ادبې هلې ځلې تر مرکزونو محدودې دي، ځکه خو مو د ادب لوستوال نشته دي، ځکه خو مو ورځ نه سمېږي؛ نو که يو څوک په کلي کې کتابتون جوړ کړي، د تعجب نه، د کمال خبره ده او دا کمال استاد صميم کړى دى.

له استاد سره کتابونه ښه ډېر وو؛ خو پراته يې نه وو خوښ؛ نو د کتابتون تکل يې وکړ. مطلب دا چې يو اس او درې ناله کم وو. له اوله د استاد دا شېوه پاتې شوې چې کتاب ترې وغواړې نه درته نه کوي. ما چې ترې کله هم کتاب غوښتى يا مې د بل چا لپاره ورته ويلي، نو په کتابونو کې پسې ګرد ګرځېدلى، که پخپله به ورسره نه و، بل چا نه يې کاپي کړى، خو راپيدا کړى يې دى او دا د استاد د پوهې عامونې جذبه ده، ګنې داسې ليکوال هم پېژنم چې کتاب به ورسره ښه وي، خو درکوي يې نه، ويرېږي چې رانه قبضه يې نه کړي. استاد دا مېړانه کړې چې کتابونه يې درته مخامخ ايښي.

 استاد صميم چې کتابتون جواړاوه، پيسې ته حيران و. خداى فضل وکړ، هوجره او کتابتون ورسېدل؛ خو بيا د کتابتون د الماريو مسئله وه. استاد در په در ګرځېده، نور وس يې نه و. بيا پوه نه شوم چې څرنګه يې المارۍ هم پيدا کړې؛ خو کتابتون بشپړ شو، المارۍ ډکې شوې او خلک رامات شول. کتابتون جوړ خو شو، خو يو کس هم پکار و چې پکې ناست واى، ځکه موږ خو چې کتاب ووينو، بيا مو ورته ايمان د ټينګې نه وي. استاد دا تکليف هم وګاله. ځان يې له کاره وايست او کتابتون کې کېناست. اوس چې څوک راشي، نو کتاب هم لولي او د استاد له عالمانه او ظريفو خبرو هم لطف اندوز کېږي؛ ځکه استاد پخپله هم يو کتابتون دى. له استاده خپل کارونه او کور پاتې وي، ځان او کتابونه يې خلکو ته وقف کړي دي. په نه کور او نه شتو کې خپل وخت هم درکوي، کتاب هم درکوي او مېملستيا هم. هغه متل دى، چې خور و لور هم له کوره او ګوډى اوړه هم له کوره.

استاد صميم چې دا کومه قرباني ورکړې، دا نور خلک نه شي ورکولى.

د حمزه کتابتون کال پوره شو. تراوسه د هر چا پر مخ پرانيستى دى او خداى دې يې همداسې پرانيستى لري. خداى دې نورو ته هم وس ورکړي چې شهرت ته لته ورکړي او داسې ګټور کارونه وکړي.  که استاد په تش لاس داسې لوى کارونه کولى شي، نور يې په ډک لاس او شته شتو کې ولې نه کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب