رفیع الله نیازی
اردو ژبه که څه هم د ژبو د خپلوۍ پر بنسټ د براعظمګي یعنې پخواني هند او پاکستان له لرغونو ژبو سره تړلې ده ، خو له دې ژبې نه د وقار، عزت او ادبي ژبې په جوړولو کې د دغې سیمې مسلمانانو مهم رول لوبولی دی. دې ژبې د خپل جوړښت په لومړنیو وختونو کې له مسلمانانو سره د پخواني هندوستان له شمال یعنې سند او پنجاب نه جنوب لور ګجرات او دکن ته سفرونه کړي دي.
په همدغو ځا یونو کې د اردو ادب لومړني تخلیقي اثار رامنځته شول ، چې بیا وروسته دا ژبه په اګره، لکنهو او ډيلي کې هم دود شوه په ۱۹۴۷ م کال کې چې کله انګرېزان له دې سیمې ووتل نو اوردو ژبه بېرته پنجاب او سند ته راستنه شوه ، خو په هندوستان کې یې هم په زړه پورې روایات او روښانه تاریخ پرېښود. د برصغیر په پاکستان او هندوستان کې د اردو ژبې پرمختګ د دغې سیمې له تاریخي ، کلتوري او ټولنیز ژوند سره تړلی دی د دې له پاره، چې پر تاریخي شالید یې وپوهېږو نو اړینه ده ، چې د دې سیمې له سیاسي او ټولنیز تاریخ سره هم لږ ډېر اشنا شو.
“د پاکستان، هندوستان او بنګال لرغونی تاریخ په تیاره کې ډوب دی ، له لرغونو اثارو څخه داسې معلومېږي ، چې د دې ملک لرغوني وګړي شل پنځه ویشت زره کاله پخوا د اوسني پاکستان د راولپنډۍ په سیمه کې د ( سوا ) رود پر غاړه او د اوسني هندوستان په ځينو نورو سیمو کې خواره واره مېشت وو. له (دراوړو ) نه وړاند ې په مرکزي هند کې د یوه بل تورپوستې نسل د ژوندانه او دغلته د ژوند ژواک تېرولو اثار هم شته ، دغو تورپوستو خلکو غټې شونډې او نېغ نېغ سیده ویښتان درلودل، خو پزې یې چيتې وې. دغه خلک لرغونی استرلیايی نسل و ، چې له نیوزیلانډ نه تر پنجاپ پورې خواره شوي وو. له اریایانو نه زرګونه کاله وړاندې د روم د بحیرې د ساحلي غاړې یو نسل هم هندوستان ته راغلی ، چې له اسټرلیا یيی نسل سره یې د ټکر یو بیا یو ځای والي له امله په نتیجه کې (دراوړی) نسل پيدا شو. له میلاده درې زره کاله وړاندې دغه نسل په سند سیمه کې خپل کلتوري او ټولینز نظام جوړ کړ ، چې خپله ژبه یې هم درلوده او اوصول او قواعد یې هم درلودل. ه دغه ژبه له ځينو سر سر ي بدلونونو سره په بېلابېلو نومونو د ملک په بېلابېلو سمیوکې پرې خبرې کېدې. یو نیم زرکاله له میلاد د مخه له بېلابېلو لارو دغه خلک هندوستان ته راغلل او لومړنی ټکر یې په شما ل کې له ( دراوړو ) سره وشو. دراوړو یې مقابله ونه شوه کړای نو دغه دراوړ قبیله د هندوستان جنوبي سیمو ته ولاړل او خپله سیمه ییزه شته ژبه یې هم له ځانه سره یوړه. په شما ل کې د دغو دراوړو قبیلو پاتې شونو وګړو خپله ژبه هېره نه کړه او د خامو موادوپه توګه ېې وساتله”. ( [1] )
تر دې وروسته دغې سیمې ته اریایان راغلل او د سند سیمه یې ونیوله ، خو ډېر ژر د دې سیمې اغیز هغوی مغلوب کړل.
په ۳۲۷ قبل المیلاد کې یونانیانو هم پر برصغیریعنې اوسني هند، برید کړی ، خو ډېراغېز یې نه درلود، خو پر هندوستان د مسلمانانو بریدونه دغلته راتک او پر ټول هندوستان تر ډېرې مودې پورې واکمني دومره مهمه خبره او نقطه ده، چې نن سبا د دغې سیمې د ټولنیز نظام ، سیاسي او کلتوري ژوند څېړنه څېړونکي د مسلماننو امپراتورانو د زمانې په رڼا کې څېړي.
پخوانی برصغیر او اوسنی هند ، پاکستان او بنګال د خپلو طبیعي زېرمو د درلودو له امله له ډېره پخوا راهیسې د نورو سمېو د ولسونو او سوداګرو پام ور اړول و.
” له هندیانو سره د عربو د سوداګرۍ لړۍ د حضرت محمد (ص) له زمانې د مخه پیل شوې ده. کله ]چې مسلمانان دغې سیمې ته په لومړیو وختونو کې راغلل نو سوداګریزې موخې یې درلودې.
د لومړي ځل له پاره په ۶۴۴ عیسوي کال کې مسلمانانو سند فتحه کړ. په ۷۱۲ میلادي کال کې د محمد بن قاسم له فتحو سره د دې سیمې پر یوه برخه د مسلمانانو واکمني پيل شوه او د سلطان محمود غزنوي له فتوحاتو وروسته د مسلمانانو واکمني تر منځني هندوستان پورې ورسېده “.( [2] )
په دولسمه هجري پېړۍ کې معزالدین غوري تر منګیر پورې اسلامي سلطنت جوړ کړ، دا هغه مهال و ، چې لاهور د اسلامي کلتور مرکزو، بیا علاوالدین غلجي په ۱۲۹۴ هجري کې دکن فتح کړ، خو بغاوتونه هم ورسره روان وو. د دغو بغاوتونو د له مننځه وړو له پاره په دغه سیمه کې د هغه مهال واکمن محمد تغلق خپل پایتخت دولت نګر ته انتقال کړ ، چې له دې کار سره له مسلمانانو سره د هغوی ژبه هم جنوب لورته ولاړه همدغه مهال د اردو ژبې ادبی حیثیت تر لاسه کول پيل شول.
” د امیر تېمور له برید سره ډېر خلک ګجرات په لور ولاړل او اردو ژبه یې هم له ځان سره یوړه. د پنځلسمې پېړۍ په لومړیو کلنونو کې د دغې سیمې حکومت ساداتو کورنۍ ته په لاس ورغی ، چې ورسره په دغه وخت کې په دکن کې ډېر عالمان ، ادیبان ، فضلا او مشایخ پیدا شول او دکن د علم او ادب ځانګو شوه او بیا په ۱۵۲۶ هجري کال کې ظهیرالدین بابر په ډيلي کې مغولي سلطنت جوړ کړ”. ( [3] )
تر بابر وروسته همایون د څه مودې له پاره واکمن و ، خو کله چې د اکبر واکمني راغله نو په دغه دوره کې پر هندوستاني کلتور ، ایرانی کلتور او فارسي ژبه ډېره اغېزه کوي. د عرفي او نظیري په څېر شاعران او د عبدالصمد په څېر انځورګران هندوستان ته راغلل، تر ده وروسته شاهجهان راغی او د تاج محل په څېر ډالۍ یې هندوستان ته ورکړه، بیا اورنګزېب راغی ، چې ډیره موده یې له افغانانو ، راجپوتانو او مرهټانو او د دکن له باغي حکمرانانوسره په مقابلو تیره کړه. پر دکن د بریدنو په جریان کې ډېر مسلمانان هلته مېشت شول ، چې د اردو ژبې په مثمره کولو کې یې ډېره مرسته وکړه، د اورنګزېب په واکمنۍ کې عالمګیري فتاوا ولیکل شوه ، رحیمیه مدرسه جوړه شوه او د شاه ولي الله په څېر عالمان پيدا شول. د اورنګزېب له وفاته وروسته مغل دغلته کاواکه کېږي او انګرېزان حاکم کېږي.
“دغه مهال د دلي دکني په نامه یو ه تن فارسی مضامین د اردو ژبې په چوکاټ کې لیکل پيل کړل، د خواجه میر درد، یقین او تابان په څېر شاعران پیداشول او د نوې اردو ژبې بنسټ یې کېښود”. ( [4] )
تر دې وروسته د شاولي الله بچیانو د قران کریم ژباړې وکړې او لمسي یې شاه اسماعیل په اردو نثر کې د تقویت الایمان اثر لیکلی دی.
بیا د انګرېزانو له وتو سره په ۱۹۴۷ م کال کې د برصغیر پر یوې مهمې سيمې د اسلام په نامه یو هېواد جوړېږي، اردو یې ملي ژبه کېږي او نن سبا په پاکستان اردو ژبه د دغه هېواد ملي ژبه ده. تردې ځایه موږ د هغې سیمې په تاریخي بکګرونډ وغېږېدو، چې اردو ژبه او ادبیات یې په کې ایجاد شوي دي.
د اردو کلیمې شالید
” اردو د ترکې ژبې کليمه ده، کله چې چنګېز د نړۍ د لاندې کولو په موخه لښکرکشۍ وکړې نو ورسره دا کليمه بېلابېلو اسيايي او اروپايي ژبو ته ورننوته.، خو هندوستان ته دا کليمه د مغلو په واسطه مغلي واکمنانو ورړې ده” . ( [5] )
د اکبر مغلي پاچا د واکمنۍ پر مهال دا کليمه نوره هم دود شوه او د اردوی معلی ، اردو حضرت ، اردوی لشکر په څېر نورې ترکيبي کليمې ترې جوړې شوې، د اورنګزېب د واکمۍ پر مهال ترینه نورې نوې ترکيبي کليمې؛ لکه : اردوبيګي، قاضي اردو ، اردوبازار او نورې هم جوړې شوې. اردو په ترکي ژبه کې لښکر،پوځ ، حکومتي دفاعي قوې ته ويل کېږي.
د اردو ژبې پیدایښت
د اردو ژبې د پیدایښت په اړه خورا ډېر نظریات شته ، ځینې پوهانو يې یوه ګډوله ژبه بولي او ځينې نور یې په سیمه کې لرغونو اریایي ژبو زېږنده او یوه څانګه بولي.
:” د اردو ژبې یو نوموتی لیکوال او څېړونکی ډاکټر سهیل بخاری په خپل اثر اردو کي کهاني کې ریګ ویدا د اردو ژبې د تاریخ لومړنۍ نښې بولي”. ( [6] )
د کوزې پښتونخوا پیاوړی ژپبوهاند ډاکټر خالد خان خټک په خپل یوه اثر کې وايي ، چې: ” د اردو ژبې په اړه ټولو نظریاتو ته په کتو سره موږ دې نتیجې ته رسېږو ، چې اردو کومه بهرنۍ ژبه نه ده او نه هم د مختلفو ژبو ګډوله ده، بلکې دا داصلي اریايي ژبې له اریک څانګې څخه زېږېدلې … د وخت په تېرېدو بېلابېل نومونه خپل کړي، چا هندي، چا هندويی، او چا هندوستاني نوم ورته ورکړی دی ، د دکني او ګجري په نومونو هم یاده شوې ده ، خو ژبه هماغه ده د سیمه ییزو او بهرنیو اغېزو په نتیجه کې ترې ننۍ اردو جوړه شوې ده”.( [7] )
یو بل اردو ژبی لیکوال او څېړونکی ډاکټر فرمان فتح پوری وايي ، چې : “د جوړښت له مخې اردو ژبه یوه مخلوطه ژبه ده “. ( [8] )
موږ وړاندې دې ته اشاره وکړه ، چې د اردو ژبې د پيدایښت په اړه نظریات سره ورته نه دي یو شمېر نور پوهان بیا وايي ، چې :
“اردو ژبه په هند کې د اسلامي فرهنګ او کولتور يوه غوره مېوه او لا س ته راوړنه ده، مسلمان فاتحان چې کله برصغير ته ولاړل نو له ځان سره يې عربي ، فارسي او ترکي ژبې يوړې . هغه مهال په دغه سيمه کې د اريايانو مقدسې ژبې سنسکرېت له عوامو سره مخه ښه کوله ، خو له دې سره سره ځينې داسې ويناوې او کليمې يې دود وې ، چې د دې سيمې پخوانيو اوسېدونکو د خپلو ټولنيزو اړتياو له پاره ښې ډېرې کارولې. د دغو کليمو تر منځ نحوي او صرفي مماثلت هم وو ، اريايانو ورته په سپکه سترګه کتل ، خو مسلمانان ورته په احترام قايل شول نه يواځې دا چې ويې منلې بلکې کار يې پرې وکړ اسانتياوې يې ورته برابرې کړې راغونډې يې کړې او د نوې زمانې اردو ژبه يې ترې جوړه کړه “. ( [9] )
د اردو ژبې یوه پیاوړی لیکوال شیخ محمد اکرام په خپل اثر رود کوثر کې کښلي : ” د اورنکزېب له مړینې په یونیم سلو کالو کې دننه اردو علمي حلقو ته ورننوته یوه داسې ادبي ژبه ترې جوړه شوه ،چې په هندوستان کې د فارسي ژبې ځایناستې شوه “. ( [10] )
د اردو ژبې د لغاتو زېرمه، نحوي او صرفي قواعد ، توري او غږونه یې له نورو ژبو څخه په پور اخیستل شوي دي. صوتونه یې هم له سمیه ییزو او ناسیمه ییزو ژبو څخه اخیستل شوي ، خو له دې هر څه سره سره اوس دا یوه منل شوې ژبه ده او د دنیا په ډېرو ځایونو کې یې ویونکي خپاره دي.
. ډاکټر ګلګرا ټسټ وايي ، چې پر هندوستان د تېمور له برید سره د اردو ژبې بنسټ کېښول شو، سعید ما رهروي ویلی ، چې دا ژبه د قطب الدین ایبک په زمانه کې په بهاشاه برج کې د فارسي ژبې له ګډولې څخه جوړه شوه، سجاد ظهیر یې د سلطان محمود له زمانې سره تړلې بولي ډاکټر موهن سنګ هم په دې نظر دی ، حافظ محمود شیراني وايي چې پر سند باندې د محمد بن قاسم له برید سره سم اردو ژبه پيدا شوه.
که څه هم دا نظریات مختلف دي ، خو یو شی چې ټول څېړونکي پرې اتحاد لري وايي ، چې اردو ژبه مسلمانانو جوړه کړې او دا ژبه د سیمه ییزو ژبو او خلکو د ګډون په نتییجه کې منځته راغلې ده، خو د اصلي ټاټوبي په اړه ېې هم څېړونکي یوه خوله نه دي ځينې وايي چې د لومړي ځل له پاره په پنجاب کې رامنځته شوې ، ځينې وايي په سند کې منځته راغلې ، خو یو شمېر نور پوهان وايي ،چې د اردو ژبې خام مواد او لومړني څرکونه په سند او پنجاپ کې پیل شوي په شاه جهان اباد سمیه کې پر مخ ولاړه په دکن کې یې د ادبیاتو پنزونه پيل شوه او بیا د هندوستان شمالي سیمو ته ورسېده ، چې په کلاسیک ډول یې هلته ارایش او زیبایش وشو او په ۱۹۴۷ م کا ل له نوو سیاسي بدلونونو سره دا ژبه بېرته خپل حقيقي وطن پنجاب او سند ته بېرته راغله .
اردو رسم الخط
ژبه روح او رسم الخط یې جسم یا با ډي وي تر هغې چې دا دواړه په خپلو کې سره یو ځای نه شي نو غږونه او معناوې نه رامنځته کېږي.
په تاریخي لحاظ په پخواني برصغیر کې چې له شپږمې پېړې راهیسې کوم لیکدود دود و هغه د اشوکا په ډبرلیکونو کې برهمي او خروشتي لیکدود دی او دیوانګري لیکدود له برهمي لیکدود څخه اخیستل شوی دی، چې” خروشتي هم له ارامي څخه اخستل شوی او ارامي خط د دنیا تر ټولو مخکنی لیکنی خط دی، چې درې زره کاله وړاندې له میلاده ایجاد شوی دی “. ( [11] )
ایراني جاکمانو دغه لیکدود سند ته ورسوه ، د محمد بن قاسم په زمانه کې عربي لیکدود دغې سیمې ته ورسېد نو لکه څنګه چې عربي لیکدود هم له ارامي څخه اخیستل شوی لیکدود دی نو د سیمې ژبو هم په ډېرې اسانۍ سره قبول کړ.
د اردو ژبې د تورو الفبايی یعنې هجايي سیسیتم داسې دی ، چې د اریايي او سامي دواړو ژبو له کورنۍ څخه ېې توري اخیستي دی ، چې له ډلې یې دلته د سنسکریت ، فارسي او عربي ژبو یادونه کولای شو.
اردو ادبیات
د اردو ژبې او ادب د قسمت ستوری که څه هم د مسلمانو واکمنانو په وخت کې وځلېد ، خو د دې ژبې په لومړني او ابتدايي ادب کې د مسلمانو واکمنانو ونډه نه تر سترګو کېږي ، ځکه چې دغلته د مغلو ژبه فارسي وه او دربار هم دغې ژبې نیولی و، نو په دغه دور کې اردو د دربار پر ځای د کلي او کوڅې ژبه وه ، د مغلو په دربار کې یې حیثیت نه درلود خو د دروېشانو، صوفیانو او عارفانو په دربارونو کې د عزت ژبه وه . د مغلو له زوال سره فارسي ژبه هم له زوال سره مخامخ شوه او پر ځای ېې دا له درباره شړل شوې ژبه اردو پرعوامو سربېره د خواصو پر زړونو هم د واکمنۍ دور پيل کړ.
د اردو ژبې د دودېدو بنسټ لومړنۍ ډبره خواجه معین الدین چشتي اجمیري چې په ۱۲۳۵ هجري کې وفات شوی ایښې ده. نوموړي هندوستان ته په ورتګ سره په اجمیر کې د تبلیغ مرکز جوړ کړ او د هغه مهال په هندي ژبه ، چې بیا ترې اوسنۍ اردو وزېږېده خلکو ته تبلیغ او درس ور کاوه ، خو په دې برخه کې کوم لیکلی اثر نه لري یواځې ویناییز دودېدل و د د غې ژبې .
“خواجه فریدالدین مسعود شکر ګنج ( متوفی ۱۲۶۵ ) ، چې د پنجاب په پاک پټن سیمه کې یې ژوند کاوه د راحت القلوب او اسرارالاولیا په نامه دوه اثره لري په ادبي لحاظ خواجه فريد ځکه د اهمیت وړ دی ، چې هغه په اردو ژبه کې د شعر تخلیق وکړ.”. ( [12] )
د یادونې وړده ، چې دا دواړه اثار یې دینی اړخ لري او اشعار یې هم د ګوتو په شمېر څو بیتونه پاتې دي ، چې د ساري په توګه یې موږ یو بیت دلته راخیستی دی:
وقت سحر وقت مناجات هی : خېز در ان وقت کې برکات هې
له دغو صوفیانو سره د امیر خسرو ، شیخ برهان الدین غریب ، مظفربلخي ، خواجه بنده نواز ګیسو دراز ، شاه میران جی شمس العشاق، شیخ بهارالدین باجن ، سید محمد جونپوري ، شیخ عبدالقدوس ګنګوهي ، شاه علي جیوګام دهاني ، شیخ برهان الدین جانم ، شیخ خوب محمد چشتي او نورو نومونه د یادونې وړ دي ،چې د اردو ژبې په دودولو ېې ونډه درلوده.
د اردو ادب د ودې بېلابېلې سیمې
اردو ادب د ادبي دورو په څېر نه د ی څېړل شوی او د دې خبرې دلیل هم دا دی ، چې یوه نوې جوړ شوې ژبه ده ، چې عمر یې تر څو پېړیو نه اوړي ، خو اردو ژبو څېړونکو اردو ادبیات د سیمو په اډانه کې دا سې څېړلي دي، چې په تر تیب سره لومړی په کومه سیمه کې کوم ادبی فورم او ډول د چا له لوري رانځته شو او داسیمې په ټوله کې په دوو برخو وېشل کېږی ، شمالي هندوستان یعنې پنجاب او سند او جنوبي هندوستان په ترتیب سره دکن ، بېجاپور، لکنهو او نورې سیمې، چې د وخت په تېرېدو ت ننه پورې په کې اردو ژبه د ابیاتو په بېلابېلو فورمونو کې نږدې دمعراج تر پوړې پورې رسېدلې او په دې برخه کې د اردو ادب د ودې له پاره ډېر کار هم روان دی ، لبه بده مرغه په دې لنډه او تنګه لیکنه کې به خورا ګرانه وي ، چې په هر اړخیز ډول پر اردو ادبیاتو وغېږو ، نو له همدغه امله په ډېر لنډیز سره یې له هرې برخې ماضې د پلو په پورته کولو بسنه کوو او پيل یې هم له شمالي هندوستان څخه کوو:
شمالي هندوستان
تردې دمه موږد اردو ژبې پر دودېدو وغېږېدو ، چې ځېنې بېلګې یې اوس شته، خو تر دې دمه په اردو ژبه کې لومړنی د دیوان خاوند شاعر مسعود سعد سلمان دی د اردو ژبې پخوانیو او اوسنیو څېړونکو په اتفاق سره دا ویلي دي ، چې دی د اردو ژبې لومړنی صاحب دیوان شاعر دی.” مسعود سعد سلمان د اوسني پاکستان د لاهور اوسېدونکی و”. ( [13] )
په شمالي هندوستان کې پر سعد سلمان سر بېره نورشاعران ، لکه : قطبن ، شیخ جمالي کنبوه ، محمد افضل ، جعفرز ټلي ، عبدالواسع هانسوي ، دلشاد پسروري او شاکر اټکی نومونه د یادونې وړ دي. په شمالي هندوستان کې په اردو ژبه لومړني لیکل شوي نثري اثار هم تر دې دمه ورک دي ، خو اردو ژبی لیکوال محمد حسین ازاد کاږي ، چې: ” د محمد شاه په زمانه کې ( ۱۷۳۲م ) کې یو څوک و ، چې فضلي تخلص یې درلود د ( لسومجلسونو ) په نوم یو اثر یې لیکلی ، چې د هغې په سریزه کې یې د دغه اثر د لیکلو دلیل لیکلی او په غالب ګومان سره چې دا د اردو ژبې لومړنی تصنیف دی”. ( [14] )
حکیم شمس الله قادري هم پورتنی استدلال منلی او دا اثر یې په اردو ژبه کې لومړنی نثري لیکل شوی اثر ګڼلی دی.
له دې خبرې دا څرګندېږي ، چې له دولسمې هجري پېړۍ نه وړاندې په اردو ژبه کې نثري اثار نه دي موندل شوي ، او په تېرو مخونو کې مو هم دا ولوستل ، چې د خواجه معین الدین اجمیري زمانې نه وړاندې اردو ژبه د وینا او ګړهار ژبه وه .
“د اکبر په زمانه کې چې اسلامي احکامات جاري شول نو سخت مخالفت یې وشو او د جونپور قاضي ملا محمد یزدي فتوا ورکړه ،چې پاچا بې دینه شوی دی “. ( [15] )
“د مخالفت دغه مذهبي تحریک په پښونخوا کې هم زور واخیست، علماوو داسې اثار ولیکل ، چې عوام او خواص ټول یې مخاطبان ول . د دغو خلکو په ډله کې پیرروښان ( ۱۵۷۲ ) ځکه د اهمیت وړ د ی، چې هغه په خپل اثر خیرالبیان کې دیني مطالب په عربي ، فارسي ، پښتو او اردو ژبو کې بیان کړي دي”. ( [16] )
“ډاکټر جمیل جالبي په تاریخي او ژبني لحاط خیر البیان ته په معمولي اهميت قایل دی ، خو دا ېې په شمالي هند کې د دې دور د نثر لومړنۍ تصنیف منلی دی ” ، چې په لسمه هجري پېړۍ کې لیکل شوی دی. ( [17] )
جنوبي هندوستان
په جنوبی هندوستان کې دکن ، بېجا پور او ګولګنډه هغه سیمې دي ، چې د نظم او نثر په برخه کې په کې په اردو ادبیاتو کې پنځونې شوي ، چې له ډلې یې د فخرالدین نظامي دکني ، اشرف بیاباني ، خواجه محمد دهدار فاني ، قطب زاري ، مرزا محمد نعیم ، محمد امین ایاغي ، ملا خیالي ، سید محمود ، فېروز بیدري ، محمد قلي قطب شاه ، شیخ احمد دکني ، ملاوجهي، سلطان محمد قطب شاه ، غواصي، عبدالله قطب شاه ، ابن نشاطي نومونه د یادونې وړ دي.
” د اردو ژبې یوې پیاوړې لیکوالې ډاکټرې رضیې سلطانې « جنونیه » رساله چې په ۱۳۹۲ هـ کې لیکل شوې د اردو ژبې پخوانی کتاب حساب کړی دی او مصنف یې ورته محمد خان روزي ښوولی دی”. ( [18] )
ډاکټره رضیه وايي ، چې جنونیه رساله کې څو اردو مقولې دي ، چې په فارسي ژبه تشریح شوي دي ، خو د اولسو مخونو په دې رساله کې یواځې نهه مقولې اردو دي او نورې یې په فارسي نو په د ې وجه دا د اردو ژبې تصتیف ګڼل کېږي.” خو نوو څېړونو دا خبره روښانه کړه ، چې د سید یوسف حیسیني شاه راجو ، چې په ( ۳۱ـ ۱۳۳۰) کې وفات شوی د ده رساله د اردو ژبې لومړنې نثري رساله ده “. ( [19] )
له دې سره په څنګ کې شیخ عین الدین ګنج العلم ، سید محمد حسیني خواجه بنده ، نواز ګیسو دراز، شمس العشاق میران جي ، او امین الدین اعلی نور نثر لیکونکي دي.
تر دې وروسته په شمالي هندوستان او جنوبي هندوستان کې د نظم او نثر په برخه کې ډېر کارشوی ، چې پرسمه ییزو لیکوالو سربېره ختیځپوهانو یې هم په اړه لیکنې کړي دي.
تر دې وروسته د اردو ادبیاتو په یوه بل مرکز لکنهو کې هم د اتلسمې پېړې په جریان کې ادبیات ایجادیږي ، دغلته د شیخ یحیی اما ن ، قلندربخش جرات ، شیخ غلام همداني مصحفي، انشا الله خان انشا ، شیخ امام بخش ناسخ ، خواجه حیدرعلي اتش، او د ځینو نورو نومونه د یادونې وړ دي.
په اردو ژبه کې پر نظمي او نثري ایجاداتو سر بېره په ترتیب سره لومړنی د قران کریم تفسیر د شاه رفیع الدین ده ، چې په ۱۷۸۵ م کې بشپړ شوی د . لومړنی تذکره لیکونکی خواجه میر درد و ، چې په اتلسمه پېړې کې یې لیکلې ، لومړنی ډرامه لیکونکی واجد علي شاه و ، چې په ۱۸۴۳ کې یې لیکلې وه ، لومړنی یونلیک لیکونکی یوسف خان کمبل پوش، چې له کلکتې نه هندوستان پورې سفر په اړه په ۳۸ـ ۱۸۳۷ کې لیکل شوې . په اردو ژبه کې د ناول لیکنې لومړنی بنسټ نذیر احمد ډهلوي ایښی او لومړنۍ ښځینه ناول لیکونکې رشیده النسا بېګم ، چې په ۱۹۳۱ کې وفات شوې ده او د ناول نوم یې هم (اصلاح النسا) و، لومړنی ژوند لیک لیکونکی محمد جعفر تهانسیري ، چې په ۱۹۰۵ کې وفات شوی دی.
د اردو ژبې لومړنۍ افسانه یا کیسه لیکونکی سجاد حیدر یلدام او پرېم چند دي. مولوي عبدالحی لومړنی سړی دی، چې د ګل رعنا په نوم یې اردو ادبي تاریخ لیکلی .
تر دې ځایه چې کوم کارونه شوي د پاکستان له جوړېدو د مخه و.
هایکو اردو ژبې ته له چینايي ژبې څخه راغلې او د ژباړې له لارې یې بنسټ ایېښودونکی ظفر اقبال د(لیل ونهار) په نامه یې هایکو ژباړلي دي.
“په اردو ژبه کې لومړنی ازاد غزل ویونکی مظهر امام دی ، چې په ۱۹۶۱ م کې یې په اردو ژبه کې دود کړی دی. لومړني نعت لیکونکی په کې غلامه اقبال ، محمد علي جوهر ، ظفرعلي ، او نور دي”. ( [20] )
په اردو ژبه کې لومړنی راپورتاژ لیکونکی کرشن چند دی. او په د ې توګه اردو ژبه او ادبیات یې نن سبا پرمختګ پر لور روان دي اوپه هره برخه کې یې ادبي ایجادت او پنځونې کېږي.
له اردو ژبې سره د پښتو ژبې ژبنۍ اړیکې
موږ ته څرګنده ده ، چې د ژبو د کورنی وېش له مخې پښتو ژبه د اندواروپايي کورنۍ د اریک څانګې د اریاني ښاخ د شمال ختیزې ډلګۍ پورې تړلې ژبه ده .
اردو ژبه هم د ژبو د کورنۍ له مخې د اندو ارپايي کورنۍ د اریک څانګې د اریايي ښاخ له ویدي ، سنسکرېت څخه زېږېدلې یا لږ تر لږه د ژبني جوړښت اډانه ېې لکه د نورو سنسکریتي ژبو په څېر ده او د نورو ژبو اغېز هم پرې لیدل کېږی او بل دا چې دا ژبه په جغرافیوي لحاظ په هغه سیمه کې منځته راغله ، چې د سنسکرېت ژبې سیمه وه نو د اردو او پښتو ژبې لومړنۍ ژبني اړیکه داده ، چې دواړه د اندواروپايي کورنۍ ژبې دي.
که څه هم سنسکرېت او په اوسني هندوستان کې نورې زېږېدلې ژبې په دیوا ناګري رسم الخط لیکل کېږی ، خو اردو او ځينې نورې هغه ژبې چې مسلمانان پرې خبرې کوي سیمې ته د عربو فاتحانو او نورو هغو مسلمانانو په ورتګ سره اردو او نورو ژبو لکه پنجابي ، سندهي ، ګجراتي ، کشمیري او نورو عربي رسم الخط غوره کړ، نو په لږ او ډېر توپير د اردو او پښتو ژبې لیکنی رسم الخط عربي دی ا و د الفبا ډېرتوري ، لکه الف، ب، ت، ټ ، ث، پ ، ج، ف، چ، ح ، خ ، د ، ذ، ډ ، ر، ز، ړ، ژ ، س ، ش ، ص ، ض ، ط ، ظ، ع ، غ، ف ، ق، ک ، ګ، ل ، م، ن ، ڼ ،و ، ه او ی یې سره شریک د ي او دا د دواړو ژبو ترمنځ یوه بله فونولوژیکي او فونیميکي ژبنۍ اړیکه ده.
د ګاونډو ژبو ترمنځ د بېلابېلو دلایلو له امله په الفاظو او کلماتو کې صوتي بدلونونه راځی ، چې په دې لړ کې په پښتو او اردو ژبه کې هم دا چاره ترسره شوې او دلته ترې د ساري په توګه ځينې را اخلو .
پښتو : اردو
مور : ما
نوم : نام
نوی : نیا
ستوری : ستاره
سپین : سفېد
خسر : سسر
ژبه : زبان
دوه : دو
پنځه : پنجه
لس : دس
سل : سو
پلیت : پلید
خر : خر
پرده : پړده
روپۍ : روپیه
د جنس عدد او حالت له مخې هم سره ورته والی لري اردو او پښتو ژبه په خپلو کې سره نحوي اړيکي هم لري ، په پښتو کې هم جنس په ډوله دی په اردو کې ؛ لکه : سړی راغی مرد ایا ښځه راغله ، عورت ایي سړي راغلل ادمي ایی ښځې راغلې عورتې اییی
د افعالو په برخه کې هم سره نږدي دي په لاندې مثالونو کې د لازمي او متعدي بېلګې دي
احمد ځي احمد چلتا هی، احمد محمود وواهه احمد نې محمود کو مارا
د جملو جوړښت ېې هم یو ډول دی ؛ لکه : محمودالحسن عالم دی . محمودالحسن عالم هی
که پلټنه وشي ښايي دې ورته نورې بېلګې او ژبنۍ اړیکي ولیدل شي.
اخځلیکونه :
۱ـ رومیلاتا پر، ای هیسټري اف انډیا ( انګلیسي ) پنګوین ، لندن ، ۱۹۷۰ م کال .
۲ـ فیاض محمود ، دی سټوري اف انډو پاکستان( انګلیسي)، اکسفورډ یونیورسيټي، ۱۹۶۳ زکال .
۳ـ شیخ محمد اکرم ، رود کوثر ، فېروز سنز ، لاهور، ۱۹۵۷ م کا ل. .
۴ـ مقالات حافظ محمد شيراني ، لومړی ټوک ، مجلس ترقي ادب ، لاهور ۱۹۶۶ م .
۵ـ ډاکټر سهیل بخاری ، اردو کي کهاني ، مکتبه عالیه ، لاهور ۱۹۷۵ م .
۶ـ ډاکټر خالد خان خټک ، سندهي ، پشتو ، اردو کي لساني روابط ،پښتو اکېډمي پېشاور ، ۲۰۰ .
۷ـ ډاکټر فرمان فتح پوري ، هندي اردو تنازع ، ۱۹۷۷ م کال کراچۍ .
۸ـ ډاکټر انور سديد: اردو ادب کي مختصر تاريخ پنځم چاپ، عزيز بک ډپو لاهور، ۲۰۰۶ .
۹ـ سید محمد سلیم ، اردو رسم الخط ، مقتدره قومي زبان اسلام اباد ، ۱۹۸۱ م کال .
۱۰ـ ډاکټر جمیل جالبی ، تاریخ ادب اردو ، مجلس ترقي ادب لاهور ، ۱۹۷۵ م کال.
۱۱ـ محمد حسین ازاد ،اب حیات ،سنګ میل پبلي کېشنز، لاهور ، ۱۹۷۰ م کا ل .
۱۲ـ پیرروښان ، خیر البیان ، ( مرتبه عبدالقدوس هاشمي )پېښور، ۱۹۶۷ .
۱۳ـ ډاکټر رضیعه سلطانه ، اردو نثر کا اغاز و ارتقا ،کریم سنز، کراچۍ ، ۱۹۷۸ م کال.
۱۴ـ علي ګړه ، تاریخ ادب اردو ، ۱۴۶ مخ .
۱۵ـ شذرات فکر اقبال، مرینه ډاکټر جاوید اقبال .
۱۶ـ اریانا دایره المعارف ، د افغانستان د علومو اکاډمي .
[1] ـ ډاکټر انور سديد: اردو ادب کي مختصر تاريخ پنځم چاپ ، عزيز بک ډپو لاهور، ۲۰۰۶ ز کال ،_ 35_۳4 مخ .
ـ رومیلاتا پر، ای هیسټري اف انډیا ( انګلیسي ) ۲۳۲ مخ .
[3] ـ فیاض محمود ، دی سټوري اف انډو پاکستان ، ۱۳۴ مخ .
[4] ـ شیخ محمد اکرم ، رود کوثر ، ۶۳۲ مخ .
[5] ـ مقالات حافظ محمد شيراني ، لومړی ټوک ، ۱۴ مخ .
[6] ـ ډاکټر سهیل بخاری ، اردو کي کهاني ، ۱۹۷۵ م لاهور ، ۷ مخ .
[7] ـ ډاکټر خالد خان خټک ، سندهي ، پشتو ، اردو کي لساني روابط ،پښتو اکېډمي پېشاور ، ۲۰۰۷ ز کال ، ۹۳ـ ۹۴ مخونه .
[8] ـ ډاکټر فرمان فتح پوري ، هندي اردو تنازع ، ۱۹۷۷ م کال کراچۍ ، ۱۹ مخ .
[9] ـ ډاکټر انور سديد: اردو ادب کي مختصر تاريخ پنځم چاپ، عزيز بک ډپو لاهور، ۲۰۰۶ ز کال ،۳۳ مخ .
[10] ـ شیخ محمد اکرام ، رود کوثر، ۱۹۵۸ ز کال لاهور ، ۶۵۴ مخ .
[11] ـ سید محمد سلیم ، اردو رسم الخط ، مقتدره قومي زبان اسلام اباد ، ۱۹۸۱ م کال .
[12] ـ شیخ محمد اکرام ، اب کوثر، ۱۹۶۵ م کال لاهور ، ۲۲۵ مخ .
[13] ـ ډاکټر جمیل جالبی ، تاریخ ادب اردو ، لاهور ، ۲۳ مخ .
[14] ـ محمد حسین ازاد ،اب حیات ، ۱۵ مخ .
[15]ـ شیخ محمد اکرم ، رود کوثر ، ۱۰۱ مخ .
[16] ـ پیرروښان ، خیر البیان ، ( مرتبه عبدالقدوس هاشمي )پېښور، ۱۹۶۷ .
[17] ـ ډاکټر جمیل جالبي ، تاریخ ادب اردو ، لومړی ټوک ، ۵۸ مخ .
[18] ـ ډاکټر رضیه سلطانه ، اردو نثر کا اغاز و ارتقا ، ۵۷ مخ .
[19] ـ علي ګړه ، تاریخ ادب اردو ، ۱۴۶ مخ .
[20] ـ اردو ادب کي مختصر تاریخ ، ډاکټر انور سدید ، ۵۴۴ مخ .