تاند (شنبه د تلې ـ میزان ۲۶مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پوهیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بریدونه روان دي او د دې جګړې حل ورته اسان کار دی.
هغه چې له خبریالانو سره خبرې کولې ویلي، په نړۍ کې یې ۸ جګړې ختمې کړي او د لسګونه میلیونه خلکو ژوند یې ژغورلی دی.
ډانلډ ټرمپ زیاته کړې چې له ده مخکې د امریکا هیڅ ولسمشر کومه جګړه نه ده ختمه کړې بلکې جګړې یې پیل کړي دي.
ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، پاکستاني پوځ له افغانستان سره شوي اوربند نه سرغړونه وکړه او یو ځل بیا یې پر ملکیانو بریدونه پیل کړل.
د مالوماتو له مخې پکتیکا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښته لاهم روانه ده.
د هغه په خبره، د پاکستان لومړي وزیر ترې مننه کړې چې د هند او پاکستان جګړې په ختمولو سره یې د میلیونونو خلکو ژوند ژغورلی دی.
#طلوعنیوز
PAKISTAN IS ONE DOG OF AMERICA,
IF AMERICA CALL THEM SHOT UP,AUTOMATIC PAKISTAN WILL SHOTUP.
THIS ACTION IS ORDER OF TRUMP FOR BAGRAM BASE,ONE KIND PRESSURE ON TALIBS.
AFGHANS HAVE STRONG GENERATION,PUNJABI CAN NOT RESISTANCE,
NOW AFGHANS ARE MORE UNITED AGAINST PUNJAB,
ALWAYS BE UNITED AFGHANS PUKHTOONS
ډونالډ ټرمپ چه یو سخت دریزه متعصب،مذهبی او د پخوا څخه د خپل نوم او شخصیت په لوړولو کی مشهور دی. شیطانی جګړه په غزه او اوس په افغانستان کی د ټرمپ لخوا شروع شویده، نړیوال ټول خبر دی چین او روسیه فکر کوی؟ خو د ایران څخه په غیر نور ملکونه د خپل ډار له وجی یی مخالفت نشی کولای.
حتی د امریکایی مطبوعاتو او اسرایلی مطبوعاتو لخوا هم داسی خبرونه نشر شویدی، چه د جوبایډن په دوره کی به ټرمپ د اسرایلو مشر نتنیاهو ته مشوره ورکوله چه جګړه ونه دروی، فقط د غزي ملکی بی دفاع خلک یی بمبارد کړه، چه مسلمانان وډار شی او بیا داسی عمل تکرار نه کړی. لنډه داچه مخکی د جګړی څخه د نتنیاهو او ټرمپ په مشوره هم یروشلم ته د امربکا سفارت راغی او هم وروسته یی ۷۰۰۰۰ بی ګڼاه ملکی وګړی ورته شهیدان کړل. او حزب الله، یمن، سوریه او ایران ته یی هم غټ سرخوږی جوړ کړه.
د ټرمپ د ولسمشری په اوسنی دور کی ناپوهه عاصم منیر د ترمپ لخوا دری کرته امریکا ته د مشوری لپاره وغوښتل شو، او هم یی وزیر شهباز شربف دوه کرته امریکا ته ولاړه. او مشوره یی ورکړه چه طالیبانو ته ووای چه د بګرام هوایی اډه واپس راکړی. د اچه د پنجاب حکومت په طالیبانو سخت فشار راوست خو طالیبان د پنجاب سره د بګرام په خبره رضا نشول. هماغه وه چه ټرمپ دوهم اسرایل یا پنجاب ته امر وکړو چه جګړه شروع کړی.
اوسنی جګړه د ټرمپ په مشوره شروع شویده، نو ټرمپ به طالیبانو ته خواست کوی چه هم اډه راکړی او هم د پنجاب سرحد رسمی ومني.
دلته د پنجاب حکومت داسی لویه غلطی وکړه چه د ۱۲ زره کیلو متره وړاندی امریکا خبره بی ومنله او د خپل حکومت د حیثیت، عزت، سیاست او د ګاونډیانو عزت ته یی هم هیڅ پام ونکړو.
طالیبان هغه خلک دی چه د امریکا خبره او بیا د ټرمپ خبره ورته اهمیت نه لری، او نه ورته په اوس وخت کی د پنجاب خبره کوم اهمیت لری.
د ۱۲ زره کیلو متره وړاندی امریکا مرسته پنجاب ته ؟ او بیا د چین، روسي هند، ایران او حتی شمالی کوریا او افغانستان په مینځ کی پروت پنجاب به دړی وړی او د جګړی په تود مرکز او منزوی توب بدل نشی ؟ منطقی، سیاسی او جغرافیاوی خبره ده چه پنجاب به نوری د خپل حکومت ورځی او شپی شماری. او یا به په پنجاب کی د فوج جنرالان د عاصم منیر، خواجه اصف او شهباز شریف په دغو بی سنجشه او شخصی پریکړو او غلط سیاست کودتاه او خود جوشه حمله کوی.
ځکه د دغو دریکسیزو په پریکړه پارلمان، فوج او سیاسی خلک هم په غوصه دی. خو د کودتا احتمال او فیصدی ورځ په ورځ په زیاتیدو ده.
شروع کړی چا دی
سوسل میدیا او پنجاب ته:
الجزيرې د پاکستان د بمبارد يوه ويډيو نشر کړې، عرب اولسونو زرګونه تبصرې ورته کړي، يو څو يي دلته کتلای شئ، تر څو د عامو مؤمنانو ذهنيت د پاکستان په اړه در معلوم سي.
محمد ساراني ليکلي «ټرامپ چې څو ورځې مخکې وويل که افغانستان د باګرام اډه ور نکړي نو ستري ناخوالي به را مينځ ته سي، دا دی هغه ناخوالي د پاکستان د لاري پيښي سوې»
صهيب عبدالهادي ليکلي «ځکه خو په شرم الشيخ کي د پاکستان وزیر اعظم غوښته چې ټرمپ ته سجده وکړي، تر څو د افغانستان پر خلاف يي مرسته وکړي»
محمد ليکلي «ايا پاکستان د امريکا لپاره خپل د مسلمان ورور سره جنګېږي، دده پر وړاندي مو رب ج کافي دی»
ابو صهيب شريف ليکلي «پاکستان د امريکا نانځکه ده، اصل هدف د باګرام اډه ده»
بل يوه ليکلي«متأسفانه دا هر څه پاکستان د امريکا په اشاره کوي»
بل يوه ليکلي «ځکه خو يي عمران خان را و پرځاوه تر څو دوی ته د امريکا د غلامۍ لاره خلاصه شي»
عمر حموري ليکلي «امريکا چې څنګه وغواړي هماغه ډول پاکستان رقصولای شي»
عابر السبيل ليکلي«نامراده دي وي پاکستان چې دوی د يوه اسلامي هيواد سره جنګېږي، چيري وې ددوی طیارې چې کله اسرائيلو غزه بمبارول؟»
عبدالخالق زهير ليکلي «متاسفانه په دې جنګ کي ګټونکی نسته»
سليمان ليکلي«ربه زموږ د افغانانو وړونو نصرت وکې»
واحد ليکلي «ماته نارينه شوې، په جنګونو کي بيا ګيدړ يې، تباه کېږې که دي د افغان مجاهد اولس سره سر وواهه»
بل يوه ليکلي« په والله چې پاکستان دا جنګ د امريکا په اشاره شروع کړی، امريکا خپله په افغانستان کي ماته شوه، اوس خپل سپي ته امر ورکړ»
أحمد سيد محمد ليکلي «ايا پاکستان داسي يو مسلمان هيواد بمباروي چې تازه له جنګ څخه را وتلی؟ دا غشي مو د مسلمانانو لپاره ساتلي وه، سود الله وجوهکم، رب ج مو مخونه تور کړه»
او دې ته ورته زرګونه تبصرې. خلاصه داچی په ټوله اسلامي نړۍ کي پاکستان د امريکا د يوه ذليل ګډاګي په حيث شهرت پيدا کړی، او پر وړاندي يي د جهاد داعيه په بې ساري ډول قوي شوې ده.