Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان د افغان سوداګرو د تجارتي مالونو د لیلام بهیر وځنډاوه

پاکستان د افغان سوداګرو د تجارتي مالونو د لیلام بهیر وځنډاوه

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) د پاکستان ګمرک چارواکي د بي بي سي اردو څانګې ته ویلي، د افغان سوداګرو د ترانزیتي کانټینرونو د لیلام بهیر درول شوی او له سوداګرو سره د بندرونو د توکو د ساتلو د مودې پر ټاکلو خبرې روانې دي.

د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي، عرفان جاوید بي بي سي ته ویلي چې د افغان سوداګرو له پرله‌پسې غوښتنو وروسته یې د توکو د لیلام بهیر ځنډولی دی.

هغه زیاته کړې، له افغان خصوصي سکتور سره خبرې لا روانې دي، خو هغه توکي چې د هوکړې شوې مودې تر پای ته رسېدو وروسته هم له ګمرکه ونه ایستل شي، ښايي په راتلونکي کې لیلام شي.

د پاکستان د ګمرک چارواکي وايي، د خبرو اصلي هدف د توکو د ایستلو لپاره د یوې ټاکلې مودې پر سر هوکړه ده، څو د دغه هېواد په بندرونو کې د نجارتي محصولاتو د بیروبار مخه ونیول شي.

تر دې مخکې ازادي راډیو او بي بي سي پښتو راپور ورکړی و چې پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینرونه لیلام ته وړاندې کړي دي. د دغو توکو د لیلام له اصلي علتونو څخه د مالیاتو او د کانټینرونو د ساتلو د لګښتونو لوړوالی یاد شوی و.

د لیلام د یوه شرکت له خوا په خپرو شویو تصویرونو کې پرانیستل شوي کانټینرونه او دننه توکي لیدل کېږي چې احتمالي پېرودونکو ته وړاندې شوي دي. یوه افغان سوداګر، مطیع‌الله، بي‌بي‌سي ته ویلي و چې د لیلام بهیر څو ورځې مخکې پیل شوی و.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو دا اقدام غندلی او د سیمه‌ییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف یې بللی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته د افغان سوداګرو ګڼ توکي د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې شوي او سوداګر د ګمرکي تصفیې د ځنډ له امله له زیاتو لګښتونو سره مخ شوي دي.

۱۵ زره کانټینرونه د لیلام له ګواښ سره مخ وو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې تر دې مخکې ویلي وو چې شاوخوا ۱۵ زره کانټینرونه او سوداګریزې محمولې د لیلام له خطر سره مخ وې.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، له دغو توکو څخه تر ۶۰ سلنې ډېر بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته لېږدول شوي دي. یو شمېر نور توکي د ایران چابهار او بندرعباس بندرونو ته انتقال شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کلتوري رغونه او پرمختیا | رحمت ځواکمن

کلتور د یوې ټولنې د هویت، تاریخي حافظې، ټولنیزو اړیکو او ګډ ژوند مهم بنسټ دی. خو کلتور یوه ثابته او نه بدلېدونکې پدیده...