سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبکره کتنهد پښتو لنډه کیسه او اجمل پسرلی/طایرځلاند

د پښتو لنډه کیسه او اجمل پسرلی/طایرځلاند

د پښتو لنډې کیسې د څه باندې سل کلن تاريخ په اوږد کې ډير لیکوال تیر شوي دي خو دا چې کیسه لیکنه یې ځانګړې پيژندګلو او د کار یواځينۍ برخه ګرځیدلې خورا کم دي.

په دغه وړوکي نوملړ کې زمونږ د دې مهال لنډه کیسه لیکونکی اجمل پسرلی هم شمارل کیدلی شي.

د ادبي دیانتدارۍ له مخې دا یو څه مشکل وي، چې د یو کیسه لیکوال په اړه مونږ دهغه د مخصوص او محسوس ځای په تعین کې ډاډه زړه ووسو. خو د همدې ادبي دیانت له مخې اړ کيږو چې د دې له پاره خورا قوي دلایل وړاندې کړو.

د لنډو کیسو په هغه کتابونو کې چې تر ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته ورسره مونږ مخ کيږو، د فاروق سرور، ایاز غزل، صابر شینواري سره په څنګ کې د اجمل پسرلي لنډې کیسې هم مونږ ته په دې بهیر کې د د لنډې کیسې  د (New trend) انځور وړاندې کوي.

د ښاغلي اجمل پسرلي د لنډو کیسو دغه نوی تمایل غواړم په څو برخو کې له تاسو سره شریک کړم.

د کیسه لیکنې سبک

لنډه کیسه هم د تخلیقي ژانرونو په ځیل کې راځي نو ضروري خبره ده چې په دې ژانر کې لیک هم د نورو تخلیقي اصنافو په څېر خپلې ځانګړې غوښتنې لري.

د لنډې کیسې له مهمو عناصرو یو هم د کیسې تخلیقي ژبه ده، کله چې مونږ تخلیقي ژبې یادوو نو په دې ځای کې باید روښانه کړو چې مونږ له کیسه لیکوال د کومې نوې یا اسماني ژبې تمه نه لرو بلکې له تخلیقي ژبې مقصد د کیسې د پلاټ او کرکټرونو پورې اړوند مناسبه کیسه ییزه ژبه ده.

د ښاغلي اجمل پسرلي اکثره کيسې او په ځانګړې توګه په (نورخلک) کې یوه همدا خوبي لري چې د کیسې ژبه یې د کیسې د پلاټ کردارونو او حتی د نندارې سره بیخي جوړښت خوري.

په دغه کتاب کې زیاتره کیسې چون د یوې با سوادې ټولنې انځور وړاندې کوي نوځکه هم د ژبې بې ځایه طوالت نه ډډه شوې او د ضرورت وړ ډایلوګونونو نه استفاده شوې ده.

د اجمل پسرلي د کیسې په سبکي ځانګړتیاو کې دا هم د شمیرلو وړ ده چې د پیښو پرځای ډيره پاملرنه مشاهدې او کیفیتونو ته شوې ده.

په ریالیستيک کار کې له مشاهدې او کیفیتي شیبو استفاده د تخلیقي کار رنګ او خوند زیاتوي او له شعاري او بربنډې لهجې د ښایسته کولو او هنري کولو سره مرسته کوي.

د ښاغلي پسرلي په اکثره کیسو کې به تاسو ته دا ځانګړنه ځان درښکاره کړي. له بده مرغه زمونږ په پښتو کیسه کې له پخوا را دود شوې چې خامخا باید په کې یوه پيښه وشي، خو د نوې لنډې کیسې لیکنې غوښتنې اوس بدلې شوي.

په (نور خلک) کې به تاسې ولولۍ چې تر اخره هیڅ ډول لویه پیښه نه ده رامنځته شوې یواځې د لیکوال د خپلې مشاهدې وړاندې کول تاسې ته د کیسې ډير اړخونه در باندې ننداره کوي.

د کیسو  فکري محتوا

په کیسه کې ډيره مهمه ده چې څه لوستونکو ته څه وړاندې شوي دي؟ ایا هغه په لوستو ارزي؟ ایا هغه د لوستونکو له پاره مهم دي؟

په تیرو لسیزو کې تر یوه بریده په لنډه کیسه باندې د ایډيالزم اغیز خپور وو او ځینو کیسه لیکوالو به په کیسو کې خپلو لوستونکو ته هغه څه وړاندې کول چې دوی به غوښتل چې باید لوستونکی یې ولولي او د دوی خواږي شي.

دې چارې کیسې ته زیان اړولی و خو په نویو کیسه لیکوالو کې د ازم پر ځای په مسایلو، پیښو او حتی په شیبو تمرکز ډير کيږي.

د ښاغلي اجمل پسرلي اکثره لنډې کیسې همدا ښیګڼه لري، په کیسه یې د هیڅ ازم اغیز نه ښکاري او په یوې ازاده فضا کې لوستونکي ته د ژوند خبره کوي.

دا په دې معنی نه ده چې ګوندې دلته په کیسه کې فکر نشته؛ تر ازم له ځان ژغورنې سره سره د ښاغلي پسرلي په کیسو کې د ژوند له پاره د یو فکر او لید وړاندې شوی دی.

دغه فکر او لید په خپل ځان کې ټولې هغه دایرې او حدونه ماتوي چې د انساني ژوند د ښیرازۍ په مخ کې خنډ او دیوال ګرځي.

فرهنګ سازي

زمونږ په ژوند کې د ډيرو مسایلو د رامنځ ته کېدو او هغه د ستونزو د سرچینې په توګه د ګرځېدو یو لامل دا هم دی چې زمونږ د ټولنې وګړو ته  د ښه ژوند له پاره فرهنګ سازي نه ده شوې.

د بیلګې په ټوګه په وروستیو کې په افغانستان کې ګورو په ښځو د جنسي تیري قضې ډيرې شوي دي، همدا ډول په کورنيو مسایلو کې تاوتريخوالی لا هم زمونږ له ټولنې نه دی ورک شوی.

د ځینو نورو عواملو ترڅنګ یوه مهمه خبره دا هم ده چې مونږ د ټولنیزو اړیکو او په ځانګړې توګه د جنسي اړیکو په اړه هیڅ مناسب ادبیات (sexual literature) نه لرو.

تر ډيره بریده، زمونږ د ځوان سره په ذهن کې د یوې جینۍ سره یا د یوې جینۍ په ذهن کې د یو هلک سره د اړیکو پرمهال له جنسي رغبت ور اخوا هیڅ نشته.

زمونږ په ادبیاتو کې دا نه ده ښودل شوې چې هلک او جینۍ چې کله د مینې په تار تړل کيږي هغوی د سرک په غاړه د پیاده قدم وهلو نه هم سکون او راحت اخیستی شي.

زمونږ په ادبیاتو کې دا تجربه نه ده وړاندې شوې، چې له جنسي نا مشروعو اړیکو پرځای یو ځای د میز پر سر یوه پیاله قهوه څکل هم لازواله خوښي درکولی شي.

تر اوسه خو زمونږ په فولکلوریکو ادبیاتو په عاطفي اړیکو کې د بنګړو د ماتولو، په سر د منګيو د ماتولو او په سینو د اوبو د سیلاب راتلو ذهنیت خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی.

نو په داسې یو صورت حال کې د ښاغلي اجمل پسرلي دغه کیسه ییزې پنځونې یوه خوندوره او دقدر وړ اضافه په دې برخه کې بللی شوو.

اجمل خپل لوستونکي په کیسه کې دهمداسې یو نوې کیفیتي او پاکو تجربو سره اشنا کوي، دا په حقیقت کې زمونږ د ټولنې له پاره د اړیکو او په نورو مهمو برخو کې د نوې فرهنګ دودولو په معنی ده.

ددې ښاغلي په کیسو کې به تاسې ته د بس په یوه چوکۍ د دوه هلک او پیلغې ترمنځ دخبرو خوږلنی او صمیمیت هم درښکاره کړی شي او لوستونکی به دا ذهنیت هم تر لاسه کړي چې پرته له یوځای ویده کیدو نور مهم کارونه هم شته دی.

د لته به تاسې په کتابتون کې د ارامې فضا سکون هم حس کړۍ چې په بې ځایه کارونو د وخت ضایع کولو پرځای د کتابتون له خوندورې او پرسکونه فضا هم ګټه اخیستلی شۍ.

دا اجمل پسرلي په کیسه ییز ادب کې دا تر ټولو ډير اهم او د پام وړ برخه ده چې دی د خپلې ټولنې له پاره په نوې فرهنګ سازۍ بوخت دی او د ټولنیز ثبات او رغون له پاره دا یوه بهترینه هڅه ده.

سیل او د یوې ټولنې په اړه معلومات

د ښاغلي اجمل پسرلي د کیسو زیاتره پلاټونه بهرني دي يا په نورو ټکو په کوم پلاټ چې ښاغلي خپلې اکثره لنډې کیسې جوړې کړي دي یوه داسې دنیا ده چې لوستې، پرمختللې، متمدنه او … انسانان په کې ژوند کوي.

ددغه دنیا خدو خال کر هرڅو د هغه د استوګنې د سیمې پورې تړلی دی خو په څنګ کې یې نورو هیوادونو او په خاصه توګه اروپا ته د تلونکو خلکو له پاره د چلند او معلوماتو یوه ګټوره لارښوده نړۍ پرېښې ده.

که د ښاغلي اجمل پسرلي کیسې چا په غور لوستي وي او دهغې په کیسو کې د راټولې کړۍ نړۍ په ځانګړتیاو یې غور کړی وي نو هغه د لودیځ ژوند او دخلکو له رویو او چلند سره اسانه اشنا کیدلی شي.

په لودیځه نړۍ کې د همسایه سره راشه درشه، د سهرني ورزش پرمهال د هم سنه خلکو سره چلند، په کتابتون کې د مطالعې اداب، په بس کې د سفر پرمهال نزاکتونه په پام کې نیول، د یوې پیغلې سره د اړیکو په جوړولو کې حساسیتونه په نظر کې نیول او لنډه دا چې د کاري بوخت چاپیریال سره د بلدېدو په برخه کې دا کیسې د لوستونکو ذهن روښانه کولی شي.

د موضوعاتو انتخاب

ترکومه چې ما د ښاغلي اجمل پسرلي لنډې کیسې ولوستلې دا مې په کې یه خاصه د پام لرنې وړ نکته وموندله چې دی ښاغلی لوستونکي ته ځان تر هغوی بدل او هوښیار نه ورښکاره کوي؛ اجمل حتی په ډيرو عادي موضوعاتو هم کیسه لیکلې ده.

دې د یو ماهر نباض په څېر ګوري چې د لویديځوالو د ژوند ډيرې وړې وړې صحنې هم څنګه قلم بنده کړي.

پټ په پټه دا پیغام هم زمونږ لوستونکي ته ورکوي چې خلک څنګه د خپل ژوند د خوښۍ له پاره له وړو وړو فرصتونو ګټه اخلي.

اجمل د لودیځ یا په بل عبارت د ده ایډياله ټولنه کې د پلار او زوی ترمنځ د مسایلو په اړه د نظر اختلاف او دهغې د پاره د حل لارې پیدا کولو له ډول هم بې خبره نه دی پاتې شوی او په خپله تخلیقي دنیا کې یې ورته ځای ورکړی.

اجمل پسرلي د لودیځ د تنهایو په لومو کې د بند ژوند رومانوي صحنې هم دخپلو کیسو برخه ګرځولې او پرته له قضاوته یې لوستونکي ته د لوديځي انسان د چلند عکس وړاندې کړی دی.

په دروازه کې د بندې پیغلې اشارې یې یې ذهن ته دهغې ډلې تصویر هم ورښکاره کوي چې په خپلو بدمستيو کې ډوب څنګه د بل انسان له تکلیف په څنګ تيريږي.

دا هغه مقام وي چې د خپل شرقي لید په سوب یو پټ نقد وړاندې کوي او د ټولنیزو اړیکو ارزښت روښانه کوي، هرڅو که د مبلغ په څېر چا ته سپارښتنه نه کوي خو په کیسه کې د کرکټر دهغې کوڅې څارونکې سترګې خپله واضح کوي چې کیسه لیکوال یو څه ویل غواړي.

……

دا ټول هغه څه دي چې بیا بیل وختونه مې د ښاغلي اجمل پسرلي په کیسو کې موندلي دي او یوه نوې خوښي بښونکې تجربه مې ترې خپله کړې ده.

دا چې اوس مهال کم داستاني ادبیاتو ته وخت ورکول کيږي او په خاصه توګه د فیس بوک په راتګ لوستونکي او لیکوال تر حده زیات بوخت شوي د یو باقاعده لیکلو د لړۍ جاري ساتل او نوښتونه په نظر کې نیول انسان په دې ډاډه کوي چې د اجمل پسرلي په اړه ووايي چې د پښتو د لنډې کیسې لیکوالو په صف کې له یو مخصوص او محسوس ځای جوګه دی.

                                                                                                                               پای

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب