دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهد استاد پسرلي غزل، یو لنډکی بحث/ احسان الله درمل

د استاد پسرلي غزل، یو لنډکی بحث/ احسان الله درمل

نه ده غزاله چې پسې زغلو، د پسرلي غزل
دغه وړه ورۍ به د خیالونو له شپاله یوسو
استاد پسرلی

یادښت:

استاد سالک راسره د پیلوځې لپاره د ارواښاد استاد پسرلي پر غزل غږیده. پوښتنې یې ژورې وې او وخت لږ. خپلې ټولې خبرې مې ونکړای شوې، ښه مې وګڼله، چې ویې لیکم. په دې هیله، چې د لوستونکیو لپاره یو څه ولري.

درمل

سالک: درمل صاحب! ویل کیږي، چې د استاد پسرلي شاعري د خواصو لپاره وه، دا خبره څومره سمه ده او ولې؟
درمل: اصلا د استاد پسرلي د سبک ټول شاعران د خواصو شاعران ول. په پښتو کې حمید بابا او په فارسي کې صایب اصفهاني ددې سبک یوازیني دوه شاعران دي، چې زیات لوستل شویدي. له نورو ټولو سره د استاد پسرلي کانه شویده. ایران ممکن په معاصره اسیا کې د ادبیاتو تر ټولو لوی لوستونکي او پنځوونکي ولري، خو پدې هیواد کې هم بیدل تر دې وروستیو کلونو پورې سم نه و لوستل شوی او حتی اوس د حافظ د لوستونکیو درېیمه برخه لوستونکي هم نلري. یوازې شفیعي کدکني ورباندې د ( شاعر آیېنه ها) په نامه یو وړوکی کتاب لیکلی، چې هغه هم د ځینو افغان کره کتونکیو په اند ځینې ناسمې خبرې لري. په افغانستان کې د ایران په پرتله پر بیدل زیات کار شوی او حتی د بیدل شناسۍ کورسونه ورباندې جوړ شویدي، خو بیا هم بیدل د عوامو د خوښې شاعر ندی. په پښتو کې پر کاظم شیدا شوی کار د هغه د شاعرانه عظمت په پرتله نشت ګڼلی شو او دا ټول دلایل لري. زه به دا دلایل مشخصا د استاد پسرلي په اړه درته ووایم، ممکن ددې سبک د ځینو نورو شاعرانو په اړه هم صدق وکړي.

د استاد پسرلي پر شاعرۍ د پوهیدو لپاره لوستونکی اړتیا لري، چې پر ادبي فنونو سربیره د ادبي تاریخ پر لوړو ژورو، ادبي روایاتو، ولسي لهجو، ولسي عقایدو، او ولسي ژوند هم خبر وي. د طبیعیت او خپل چاپیریال طبیعي حوادث یې دومره ژور مشاهده کړي وي، لکه استاد چې ورسره اشنا و. له فلسفې او عرفان سره بلدتیا یوه بله موضوع ده، چې باید د استاد پسرلي لوستونکي ورسره بلد وي. اوس راځو د خپلو پورتنیو ادعاوو لپاره دلایلو ته.

د ادبي فنونو په لحاظ د استاد په شاعرۍ کې د مدعا مثل صنعت زیات کار شویدی. دا صنعت د تشبیه په مرسته جوړیږي. خو د استاد په شمول ددې سبک د شاعرانو تشبیهات ټول نادر او بعید تشبیهات دي. د تشبیهاتو هغه ډول، چې د تشبیه د دواړو خواوو تر منځ مشترکه وجه پکې په اسانه موندل کیدای شي، د استاد په شاعرۍ کې تقریبا نشته. په عراقي سبک کې ژبه او تشبیهات تقریبا مشترک غوندې دي. د حافظ شاعري که د عراقي سبک د یوې غوره نمونې په توګه ومنو، نو صیقل شوې ژبه او هماغه یو ډول تشبیهات یې تاسې ددې سبک په ټولو لویو شاعرانو کې د ځینو استثنأتو په نظر کې نیولو سره موندلی شئ. هغه وخت شاعري د دربار وینځه وه او له دې کبله یې په ټولو اداګانو کې د درباري ادابو څرک لګیده. مګر د هندي سبک د شاعرۍ پر مهال شاعري له درباره ازاده شوه. دهقانان، دوکانداران المختصر چې د ټولو طبقو خلک شاعران شول. دې کار یو خو د عوامو ژبه شعر ته ور دننه کړه او بل دا چې تشبیهات ګڼ او نادر شول. پخوا د شعر موضوعات عشق او عرفان ول، مګر په هندي سبک کې ټول ژوند او طبیعیت د شعر موضوع وګرځیده. پدې حساب ددې شاعرانو یوه موخه دا وه، چې یا د طبیعیت د ددو نویو پدیدو تر منځ بیخي نوې اړیکه ایجاد کړي او یا زړه اړیکه نوې کړي، په بله وینا یا نوې تشبیه پیدا کړي او یا په زړه تشبیه کې وجه نوې کړي. د مدعا مثل په صنعت کې، چې ددې سبک تر ګردو لوی تخنیک ورته ویلی شو، د دوو مسرو تر منځ اړیکه تشبیهي وي. شاعرانو به هڅه کوله، چې د دوو مسرو تر منځ داسې یوه نوې رابطه کشف کړي، چې پخوا د هیچا ورپام شوی نه وي. دې تخنیک مروج تشبیهات او تشبیهي اړیکي زر خلاص کړل او نور نو لوی شاعر هغه و، چې د دوو مسرو تر منځ نوې اړیکه پیدا کړي. شاعرانو به یو بل ته مبهمې مسرې لیږلې او د هغوی په تکمیل به یې یو بل ازمویل. صایب ته یې یو شاګرد ویلي ول، چې دا مسره مکمله کړه، چې:
شیشه بی می، ز می بی شیشه طلب کن.

ده ورپسې یوازې د یوې مسرې په لیکلو څومره ښکلی مضمون جوړ کړیدی، چې:

حق از دل خالی ز اندیشه طلب کن.

د استاد پسرلي په شمول د هندي سبک د ټولو شاعرانو پر شعر د پوهیدلو لپاره یوه کیلي دا ده، چې لوستونکی د دوو مسرو تر منځ رابطه کشف کړي. دا رابطه هماغه د تشبیه وجه ده، چې نوې ده. زموږ لوستونکي، چې له مروجو تشبیهاتو سره یې ذهن بلد دی او د مروجو تشبیهاتو مروجې مشترکې وجې ورته لا له وړاندې معلومې دي، کله کله دا تکلیف نکوي، چې د دې ډول شاعرۍ د نویو تشبیهاتو تر منځ نوې مشترکې وجې پیدا کړي. د تشبیه پر مهال شاعران یوه پدیده له بلې سره ورته کوي. شاعر غواړي، موږ ته یوه پدیده، یو کیف، یو رنګ او بلاخره یو شی، چې دی فکر کوي، موږ یې تر اوسه نه پیژنو راپیژني. دا پیژندنه د یوه داسې پیژندل شوي شي په مرسته کوي، چې شاعر او لوستونکی دواړه ورسره بلد وي. یانې تشبیه د پیژندل شویو ( مشبه به) شیانو په مرسته د نا پیژندل شویو ( مشبه) شیانو پیژندل دي. که پیژندل شوي شیان (مشبه به) له وړاندې نه د شاعر او لوستونکي په ذهن کې وي، نو تشبیه قریبه یا د پوهیدو وړ ګرځي او که شاعر یو ناپیژندل شوی شی ( مشبه) د بل ناپیژندل شوي شي ( مشبه به) په مرسته راپیژني، نو مبهم په مبهم پیژندل دي. زه فکر کوم، چې د استاد پسرلي او ددې سبک د ټولو شاعرانو زیاتره (مشبه به) ګانې د هغوی د لوستونکیو په ذهن کې نشته. مثلا وایي:
زړه کې تلوسه چې مې وروستي خبر ته ناسته وه
ته وا د کوکچې د غاړې شګه زر ته ناسته وه

شاعر غواړي له موږ سره خپله هغه تلوسه شریکه کړي، چې وروستي خبر ته ناسته ده. ددې لپاره هغه له یوې بلې پیژندل شوې پدیدې سره ورته ګڼي. وایي: داسې لکه د کوکچې د غاړې شګه چې زر ته ناسته وي. اوس نو که زه د کوکچې د سیند په اړه، د هغه د زرو په اړه، هلته د زر وینځونکو د کار په اړه او په دې اړه، چې څنګه زر وینځونکي له شګو نه زر بیلوي، معلومات ونلرم؛ مشکله ده، چې له دې بیته دې خوند واخلم. ډېره ګرانه خو هلته شي، چې مشبه به زیاتره وخت پخپله استعاره وي او د استعارې سپړل تر تشبیه لا ګرانه خبره ده. په پاس بیت کې د کوکچې د غاړې شګه مشبه به دی، خو دا مشبه به پخپله مکنیه استعاره یا تشخیص دی، ځکه شګه ناسته ګڼل شوې. نو ددې ډول تشبیهاتو سپړل باید له لاندې خوا نه وشي، لومړۍ یې استعاره وسپړل شي او بیا یې له مشبه سره اړیکه پیدا شي. بل بیت یې دی:
مینه کې چې وکړي څوک اودس پخپلو اوښکو
مونځ یې ادا کیږي، په ولاړه لکه شمه

بیا هم مشبه به شمه ده او شمه لومړۍ استعاره شویده. شاعر وایي، شمه عاشقه وه، ډېر یې وژړل، دومره چې پخپلو اوښکو یې اودس وکړ، او په اوښکو د اودس له برکته یې په مانځه کې رکوع او سجده نشته، همداسې په ولاړه یې مونځ ادا کیږي. فلهذا که ته هم په اوښکو اودس وکړې، مونځ به دې دشمې په څېر په ولاړه ادا کیږي. د مکنیه استعارې په مرسته لومړۍ شمې ته تشخص ( پرسونیفیکشن) ورکړل شویدی او بیا ترې د مشبه به کار اخیستل شویدی. دا نو لکه دوې غوټې سر پر سر، چې لومړۍ یې اسانه خلاصیږي او منځنۍ یې غاښ ته اړتیا ولري. چې د شمې خبره شوه، دا ډول یو بیت به د بیدل هم راواخلو، چې یو د استاد پسرلي ډېر خوښ و او بل پرې د دوی دواړو د شاعرۍ د سختۍ راز تشریح کیږي. وایي:

ز طریق شمع غافل مګذر ازین بیابان
مژه آب ده خاری که بپا خلیده باشد

وایي: له دې بیابانه د شمې غوندې تیر شه، د خپلو بڼو اوښکې هغه اغزي ته هم ورکړه، چې ستا په پښه کې تللی دی.

دلته شاعر بیا غواړي، چې د ژوند د بیابان لاروی له شمې سره ورته کړي، خو شمه پخپله استعاره شویده. شمه له موم او تاره جوړه ده، تار چې اور واخلي، شغلې کوي، د اور تاو موم ویلې کوي او پر شمه رابهیږي، بلاخره شمه ختمیږي. شاعر له دې پیښې نه بل ډول خیالي برداشت لري. هره برخه یې تشریح کوو:
ـ د شمې اندازه یا د شمې اوږدوالی بیابان ګڼي.
ـ د شمې ویلې کیدل چې ورو، ورو لاندې خواته راځي، د شمې سفر ګڼي، خو د خپل ځان په دشته کې.
ـ د شمې په منځ کې تار ته هغه اغزی وایي، چې د دې سفر پر مهال د شمې په پښه کې تللی.

ـ د شمې لمبې ته د شمې سترګه وایي، چې د سترګې غوندې بیضوي شکل لري.
ـ د لمبې شغلو ته د شمې د سترګو باڼه وایي.

ـ د شمې ویلې شوي موم ته د شمې د سترګو له بڼو را توی شوې اوښکې وایي.

نتیجه: شاعر وایي، شمه د خپل ژوند په بیابان ( د شمې وجود) کې روانه وه ؛ په پښو کې یې اغزی ( تار) ولاړ؛ خو دې ددې لپاره چې دا اغزی وچ نشي، د خپلو بڼو ( شغلې) اوښکې( ویلې شوی موم) یې ورکړې؛ پدې اوښکو ( موم) دا اغزی ( تار) د شمې له سره راوواته. ددې ځوانمردۍ پایله دا شوه، چې اوس نو پدې سفر کې د شمې خپله سترګه ( لمبه) رڼا کوي او بل څراغ ته اړتیا نلري. شاعر ځکه راته وایي، چې د ژوند له بیابانه د تیریدو پر مهال د شمې طریقه مه هیروه. یانې دومره ځوانمرد شه، چې له خپلو دښمنانو سره هم ښه کوه. په پښو کې تللیو اغزیو ته اوښکې ورکوه، بیا به نو تاته د رڼا اړتیا نه وي، خپلې سترګې به دې رڼا کوي.

د مشبه به پر ځای ددغسې مشکلو استعاروي تصویرونو راتګ، چې وظیفه یې مشبه به او په ذات کې مکنیه استعاره یا پرسونیفیکشن وي، ددې باعث کیږي، چې د استاد پسرلي په شمول د هندي سبک د ټولو شاعرانو شاعري مشکله او د خواصو یا مشکل پسندو لوستونکيو شاعري کړي. د استاد پسرلي د شاعرۍ ځینې بیلګې راوړم، چې د بیدل په پورتني طرز دي او ممکن اوس یې تحلیل اسان شوی وي.

خیال ته مې ستا د ناز بهار راغی
لکه غر ډکه وړم لمن له ګلو
++++

اوس مې چې د خپلو جلوو خوا کې لیدای نشې
بیا مې د تیارو په زړه کې غواړه لکه شمه
++++

زړه چې دې تش نکړي نارواوو نه سجده نشوه
زه چې منم بس په عابدانو کې مینا منم
+++++

خپل فکر و خصلت یم په ژوندونې په دار کړی زه
پورته بې تنابه لکه ستوری ځړیدلی یم

+++++
غرونه که هم شو خو تر ورو لاندې یو
څو به ددې سپکو تر خولو لاندې یو

د استاد په شاعرۍ کې د طبیعیت ��ینې رازونه داسې تشریح شوي، چې که څوک ورباندې پوی نه وي، خوند یې نشي اخیستلی. له لاندې بیت سره استاد پخپله شرحه لیکلې ده:
په زړه کې شور دی ارمانونه ګرځیدلي تر یاس
میږي له خپل شانغالي باسي د لړم جنازه

مګر نور ډېر بیتونه لري، چې شرحه ورسره نشته لکه:
ښایي غریزه وي له ظالم کرکه

پل نه ږدي نخچیرې د پلنګ په پله
++++‎
وښیه د حسن رڼا ظلم ته
مار دی تر سهاره یې دم نه خیژي
++++
هر زړه کې بېل هوس وي او په هر سر کې بل خیال
هر څوک له مړزګې تښتي خو کرګس پسې ړندیږي
++++

د غزني او شاوخوا سیمو ځینې ځانګړي لغتونه، محاورې، دودونه او کږنې هم ممکن د ټولو لوستونکیو لپاره د جذب وړ نه وي. زه یې له تشریح پرته ځینې بیلګې راوړم:

ما سکه ویل پاس د پرښتو په عرش کې غونډه وه
ته وې د حیا خوله پرته د تا په ټنډه وه

+++

سپک پوټی ورانۍ ته لټوي د بړبوکۍ کلا
پورته منزلونو ته یا تیږه ځي یا خښته ځي

++++

ځئ چې پل د ورک زړګي د حسن تر کاله یوسو
شور به له ابشاره یوسو، زوږ به له ډاله یوسو
++++

د دیوالونو په چولو کې ږدي ایستلي ويښته
زه هم په سمڅو کې بې دردې دونیا پرېښودمه
++++
ناوېسا سترګو پسې ډیرې اوبه وشیندلې
د نامعلوم منزل په ورک لوري چې لاړه چیغه
++++
د دښمنانو بیډۍ میرې کړې عجیبو پيښو
شپه وه تیاره وه په درانه خوب پښتونخوا ویده وه
استاد کله کله د خپلو عادتونو او خویویونو نا آشنا برخو ته اشارې کړیدي. تسبې اړول د استاد یو همیشنی عادت و، که څوک د تسبیې اړولو عادت نلري، ممکن د شاه مقصود تسبې ورته ابهام وي. شاه مقصود یو ډول قیمتي ډبره ده، چې ښایسته تسبې ترې جوړیږي. همدا څو ورځې وړاندې راته غازي یار صاحب کیسه کوله، چې کوم دوست یې لړم چیچلی و، ده ترینه علت پوښتلی و، هغه ویلي وو: تسبې مې ورکې وې، د لړم لکۍ راته خپلې تسبې ښکاره شوې، لاس مې وروغزاوه او ټک شو. استاد وایي:
په تصور د حقیقت ګمان ستم و په ځان
د شاه مقصود د تسپو خیال و د لړم په لکۍ
تر دې ورهاخوا له ادبي روایاتو، فلسفې او عرفان سره د عوامو نا آشنایي ددې باعث و، چې د استاد افکار خواصو ته پاتې شي.

سالک: درمل صاحب: په معاصره شاعرۍ کې د ځینو شاعرانو خیالونه او ترکیبونه دومره تکرار شول، چې له اصلي شاعرانو یې هم لاره ورکه کړه، خو د استاد پسرلي شاعري هیچا تکرار نشوه کړای، ولې؟

درمل: اول خو دا چې د استاد شاعري ځوانانو هومره نده لوستې، چې د تکرار فکر یې ورپیدا شي. دویمه او تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې د استاد د شاعرۍ په هر بیت کې یو مضمون دی، هغه چې مضمون افریني ورته وایي، نو مضمون د خیال په پرتله په ډیره سختۍ غلا او تکراریږي. خیالونه او ترکیبونه په ډیره اسانۍ سره تکراریږي او پیژندل یې هم ګران وي، خو د مضمون خاصیت دا دی، چې نه غلا کیږي. موږ مثلا یوازې د لمر په اړه د لمر کجاوه، د لمر جام، د لمر درمند، لمر د وینو ژی، د لمر سکه، د لمر کیږدۍ او بې شمېره نور ترکیبونه لرو، چې خیالونه دي. مګر د لمر په اړه د استاد پسرلي ددې مضامینو په څېر هیڅ مضمون نلرو، چې:
که ور را خلاصوې کنه، ځواب خو راکوه مه
نه لمر یم او نه سیوری چې هر در ته به دریږم
یا
لمر بویه چې لوړې او ژورې راته وښیي
ړوند خو نه یم یاره چې رهبره به امسا منم
او یا هم
نه ځي طفلانه خویونه کله له زړښته ځي
لمر هم په دا دومره لویۍ سپور د نور په لښته ځي
د استاد پسرلي په شاعرۍ کې چې مضمونونه د مدعا مثل په چوکاټ کې راوړل شویدي، تکراریدای ځکه نشي، چې هم د لومړۍ مسرې دعوه د استاد خپله وي او هم د دعوې لپاره راوړل شوی دلیل. که څوک یې د لومړۍ مسرې مضمون را اخلي هم پیژندل کیږي او که د دویمې مسرې مثال یې راوړي هم. مثلا:
مه غواړه آبرو په عالیجاهو کې
پورته منزلونو ته نم نه خیژي
دلته دواړه مسرې هم په مجموعي ډول د پورته مضمون په جوړیدو کې مهمې دي او هم ځانګړی ارزښت لري. اوس نو که څوک دا خبره چې په عالیجاهو کې آبرو مه غواړه، په هر وزن او هر قالب کې راوړي، پیژندل کیږي او همدارنګه حتی که دویمه مسره چې، پورته منزلونو ته نم نه خیژي، د یو بل مضمون لپاره هم مثال شي، پیژندل کیږي. پدې لحاظ زه فکر کوم، چې د استاد مضامین له غلا او تکرار نه مصون پاتې کیدای شي او دا پخپله لوی هنر دی، چې څوک یې تکرار نکړای شي.

سالک: درمل صاحب: د استاد پسرلي او شیدا د شاعرۍ تر منځ څه ورته والی او توپیرونه شته؟
درمل: هو، هم ورته والي شته او هم توپیرونه. ورته والي یې د هندي سبک د ځانګړنو له مخې دي. هغه ټولې ځانګړنې چې هندي سبک ترې جوړ دی هم په شیدا کې شته او هم په استاد پسرلي کې. مګر دوه شیان زما په نظر د استاد پسرلي په شاعرۍ کې زیات دي.

لومړی ژبه ده. په هندي سبک کې لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه، ژبه عامیانه او لهجې ته نږدې ده. د شیدا په ژبه کې بې ضروته فارسي او هماغه رسمي ژبه دومره حاکمه ده، چې حتی کله کله یې بیخوندي جوړه کړیده. مګر د استاد پسرلي ژبه د خلکو ژبه ده. محاورې دي، متلونه دي، کنایې دي که نور عامیانه ژبني جوړښتونه، ټول پکې شته. وایي:
خدایزده چې سبا لا راته څه ګلانه کرلي وي
ښه به وي، چې ټولې بدمرغۍ په نن کې پاتې شي
حتی استاد په یوه شعر کې میم زرما بیا میم زرما هم راوړیدي، مګر د شیدا شاعري د هغه د لوستې فارسي شاعرۍ ژبه ده. زموږ د عصر یو لوی مشهور شاعر، چې د شعرونو لس مجموعې یې چاپ دي، د شیدا پر دې بیت نه پوهیده، چې:
در په یاد که هغه وخت چې ته په دوک وې
اوس که غرق لکه رشته یې په ګوهر کې
مګر د استاد په خبره که پوی نشو، ممکن ولسي ژبې ته زموږ ناراسایي وي، نه د مشکلې ژبې له امله. شیدا لوی فکرونه، چې ځینې یې له فارسي اخیستي هم دي، په داسې پښتو کې بیانوي، چې فارسي ته نږدې ده. او استاد پسرلی هماغومره لوی فکرونه د قره باغ د کلیوالي لهجې په ظرف کې اچوي. له دې نه دا هم معلومیږي، چې پر ژبه لاسبريتوب موږ ته توان راکوي، چې هر څه پکې بیان کړو. دا خبره ناسمه ده، چې ځینې ژبې د اظهار زیات قوت لري او ځینې کم. د استاد د شاعرۍ ژبه مو دې پایلې ته رسوي، چې حتی زموږ په کلیوالي لهجو کې د فلسفي افکارو د بیان قوت شته.
دویم توپیر دا دی، چې د استاد پسرلي په غزل کې د ژورو فکرونو تر څنګ تغزلي خواږه هم شته او په شیدا کې دومره ډېر نه. مثلا استاد وایي:
قسمته هغومره فرصت خو راکه بیا په ګوتو
چې سره غوټه کړو رنګونه د حیا په ګوتو
په سپینه ږیره یې کړم ګډ د ښاپیریو په ورا
د هوس تنبل مې په زړه کې واهه چا په ګوتو؟
خو د شیدا غزلونه د عاشقانه حالتونو تغزلي تصویرونه کم لري. داسې نه وایم، چې هیڅ یې نلري.

2 COMMENTS

  1. که بیدل صیب ژوندی وای او د خپل بیت دغه تشریح یې اوریدلې او یا لوستې وای، بیشکه چې له ډیرې مینې او د شاباس په دود به یې درمل صیب پر ټنډه ښکل کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب