سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+د استاد غضنفر په یوه کیسه نقد/محمد فیصل ځلاند

د استاد غضنفر په یوه کیسه نقد/محمد فیصل ځلاند

استاد اسدالله غضنفر یوه لنډه کیسه “یوه بل وخت یو بل ځای” نومیږي، دا کیسه په ١٣٧٢ کال کې لیکل شوې او د لیکوال د لنډو کیسو په ټولګه “د یو تېر اور ايرې” کې چاپ شوې ده.

د کیسې پیل داسې دی:
“تېره شپه مې په خوب لیدلې، هماغه کوڅه وي او ګومان کوم چې وختونه هم هغه وختونه وي…”

دا پیل لیک ته ورته دی یا لکه د دوو کسانو تر منځ چې مکالمې روانې وي. طبعا هغه کیسه ښه لوستل کیږي چې په ښه تصویر شروع شوې وي، یا یې پیل متحرک وي. ښه پیل لوستونکي ته کیسه په زړه پورې کوي.

په (یو بل وخت یو بل ځای) کې د کیسې پیل متحرک دی. لوستونکی چې لومړی د کیسې په لوستلو پیل کوي، ښايي ګومان وکړي چې یو کس ورسره ناست مخاطب ته ګډ دی، یا کوم چاته لیک لیکي. د لوستونکي دا ګومان پر خپل ځای مناسب دی خو د کیسې او لیک تر منځ خورا لوی توپيرونه شته چې کیسه یې له لیکه جلا کړې ده خو  دا پای ځکه ناکام نه شو بللی چې د کیسې له محتوا نه دی پردی. دا کیسه په عین وخت کې هم یوه ورک مخاطب ته لیک دی او هم د هغې له ياد او ورک تصویر سره خبرې.

د کیسې اصلي کرکټر یو عمر خوړلی سړی دی چې د خپلې ډېرې پخوانۍ مینې یادونو ارام ترې اخیستی، په خوب يې ویني او خبرې ورسره کوي: “ما په خوب کې درته ویل: راځه باغ ته ځو… تا راته ویل اوس نه بل وخت… ما درته ویل اوس ښه وخت دی، ماښام دی… او تا وویل: اوس خو بیخي تیاره ده، بل وخت… ما درته وویل: بیا به خدایزده سره وینو.”

د کیسې راوي سره له دې چې په دې ډاډه دی چې خپله ورکه مینه یا هغه نجلۍ چې دی پرې مين و، نشي پیدا کولی او نه یې نوم و نښان ورمعلومیږي خو بیا هم لیک ورته لیکي، خبرې او پوښتنې ورسره کوي. په ژوند کې ښايي ډېرې داسې پېښې وي چې ممکن د انسان له ذهنه د تل لپاره کډه وکړي خو مينه بیا داسې نه ده، په دې کیسه کې د لمسیو څښتن سپینږیری اوس هم په خپله معشوقه پسې زړه خوري.

حفیظ همیم په یوه بیت کې وایي:
ته به څه پوه شې چې تللې مینه څه ده؟
ته به څه پوه شې چې مخ ولې ګونځې کیږي
مینه عمر او زمان نه پیژني او نه یې په دې چوکاټ کې را ایسارولی شو چې مين باید ځوان وي او میینه نازکه.
زموږ په اکثریت لنډو کیسو کې د مینې او عشق صحنې بیخي کلیشه وي او لکه پورتنۍ خبره میین مو دواړه د ځوانۍ او ښایست په جوش کې وي، خو په دې کیسه کې د نورو برعکس د یوه بوډا مینه وینو چې له نورو جلا او بېل تأثر شیندي.
د کیسې په یوه برخه کې راځي:

“لمسي راته وويل: – بابا ماته کاغذي بیړۍ جوړه کړه. په کاغذ پسې مې شاوخوا وکتل. لنډ کاغذ هماغه و چې تاته مې پکې خط لیکلی و. کاغذ مې راواخیست. په کاغذ لیکلي خط ته مې خندل او د لیک له پاڼې مې بیړۍ جوړوله. لمسي مې په کاغذي بیړۍ غوټه کړه، بهر يې منډه کړه. شېبه نیمه پس بیا راغی، شونډې او سترګې یې له خوشحالۍ موسېدې، راته ویل یې: “بیړۍ مې اوبو ته واچوله، اوبو یوړه، بل بل ځای لاړه.”

د لیک له کاغذه د بيړۍ جوړل او بیړۍ په اوبو کې اچول له کیسې سره عجیبه جوړ او ښکلی تصویر دی. اوبه د ژوند سیمبول دی، په دې کیسه کې ښایي بیړۍ او اوبه د سیمبول په نيت نه وي را اخیستل شوې خو ځیرک لوستونکي ممکن بېلابېلې ماناوې ترې واخلي. په اوبو کې د کاغذي بیړۍ روانېدل، ښايي یوه مانا دا ورکړي چې څو د انسان ژوندی وي، مینه به هم ورسره مله وي او څو چې ژوند روان وي دا بیړۍ به هم يو ځای ورسره روانه وي.
زموږ کیسو ته چې زه ځیر شوي یم، ځینې وخت د تصویر برخه پکې پیکه وي او لیکوال هڅه کوي یوازې په خبرو او خپلو ویلو لوستونکی له ځانه سره وساتي. زه دا نه وایم چې یوازې د تصویر په برخه دې ټینګار وشي، د کیسې هر عنصر مهم دی خو د دوی تر منځ یو انډول ساتل پکار دي.

په “یو بل وخت یو بل ځای” کیسه کې هم د تصویر د کمي څرکونه وینو. کیسه په وینا پیل شوې ده، همداسې پسې مخته ځي خو په وروستۍ برخه کې یې تصویرونه نسبتا ښه کیږي، له کاغذ نه د بیړۍ جوړول، ویاله او په اوبو کې د بېړۍ روانېدل… بیا هم دا څو د ګوتو په شمار تصویرونه کیسه موږ ته تر ډیر بریده نشي خوندوره کولی. زما مطلب ډېر یا بیځایه تصویرونه راوړل نه دي خو هغه چې د کیسې له محتوا سره اړخ لګوي راوړل یې کیسې ته ښکلا ورکوي. مثلا په دې کیسه کې د کرکټر د خوب د کوټې تصویر نه وینو په داسې حال کې چې دا ځای مهم دی، ځکه دی همدلته خپله لیلا په خوب ویني او هم لیک ورته لیکي، یعني په کیسه کې یې تر نورو ځايونو رول ډېر دی. همداسې د باندې د ویالې یوازې یادونه شوې ده، تر یادولو که دا ځای په تصویرونو ډک شوی وای، د لیکوال خبرو ته به اړتیا نه وه او لوستونکي به خپله هر څه ليدلي او درک کړي وو.

یو بل څه چې زموږ به ډیرو کیسو کې یې وینو هغه د غیر هنري او یا د ژورنالیزم د نړۍ د ځینو وچو کليمو او جملو راوړل دي. په دې کیسه کې چې زه ورته ځیر شوم دوې جملې له دغې ستونزې مالامال وې، لومړی د کیسې د پیل جمله ده: “یو خو مې ستا د لیدلو اشتياق هغومره و، لکه هاله چې و.” د ،،اشتياق،، ښه بديلونه ښایي “مینه” یا “تنده” ولرو چې تر مخکینۍ کلیمې یې راوړل ځکه ښه دي چې دا کليمې د هغې په نسبت داستاني دي.
بل ځای لولو: “زما وروستۍ خبره دا ښيي چې هغه عمر ته کټ مټ نه وم ستون شوی.”

دا ډول جملې ښایي لوستونکي ته د راډیو او تلویزون د میلمنو بحثونه ور ياد کړي او فکر نه کوم چې د داستان مینه دې پرې ماته شي.

د “یو بل وخت یو بل ځای” کیسې پای د ښو کیسو په تخنیک برابر دی. دلته د یوه ژور امید یادونه کیږي خو تر ټولو عالي پکې د یوې پوښتنې راوړل دي چې د لیکوال دا دقت له لوستونکي سره مرسته کوي تر څو له لیکوال سره په ګډه کیسه بشپړه کړي او فکر پرې وکړي: “د لیک د ورکېدو او شړېدو فکر نه کوم. دا غم يې نه لرم چې زه یا بل څوک به یې په ردي ټوکرۍ کې واچوي، یو ناڅرګند خو زورور امېد راته وایي چې په یو بل وخت یو بل ځای کې به زما لیک ولولې. داسې ولې ده؟ ته څه فکر کوې؟ “

دا ژوره هیله او امېد د کیسې له لومړي سره ښه انځور شوي دي، دا کرکتر که څه هم خپل زوال ویني او ليدلی یې دی، بیا هم هر څه ناممکن ته نه پریږي او لا هم هیله من دی. د ده دا ژوره هیله د محمود درویش یو شعر رایادوي چې فکر کوم له خپلې اسرایلۍ معشوقې چې ده به ریټا بلله سره یې تر اړیکې ختمولو وروسته لیکلی و:

هیله من مرم
په اور کې
یا په دار ځوړند
یا پر غاړه خښ شوی خنجر
هغه وخت به وایم
مینه لاړه او پای ته ورسېده
خو زموږ مینه هېڅکله نه مري
ماخذونه:
؛؛د یوه تېر اور ایرې؛؛ اسدالله غضنفر
؛؛محمود درویش؛؛ مقاله/ کامله عزیزي

کیسه
یو بل وخت یو بل ځای
اسد الله غضنفر

تېره مې په خوب لیدلې. هماغه کوڅه وي او ګومان کوم چې وختونه هم هغه وختونه وي. ته خو کټ مټ هغسې وې لکه وې چې او زه هم د خپل عمر د ستنېدو ګومان ځکه کوم چې یو خو مې ستا د لیدو اشتیاق هغومره و لکه هاله چې و او بل مې د کوڅې د سر باغ په خپلو سترګو لیده. که دې یاد وي په باغ کې یو زوړ، سر پوښلی حوض و چې تا به ویل، یوه ورځ به ورځو په کومبزه به یې خپل نومونه لیکو. هماغه ګومبزه مې هم ولیده.

ما په خوب کې درته ویل: راځه باغ ته ځو.

تا راته ویل: اوس نه، بل وخت.
ما درته ویل: اوس ښه وخت دی، ماښام دی.
او تا ویل: اوس خو بیخي تیاره ده، بل وخت.
ما درته ویل: بیا به خدایزده سره وینو!

نور نه ته وې، نه کوڅه او نه خوب. زما وروستۍ خبره دا ښيي چې زه هغه عمر ته کټ مټ نه وم ستون شوی.
په هماغه وخت کې کله دا په زړه کې راتېریدل چې باغ به نه وي، مینه به نه وي، بیا بیا لیدل به نه وي او موږ به دوولس کلن نه یو.

که دې یاد وي چې تاسو کډه کوله ته د بېلتون په فکر کې نه وې، بلکې خوشحاله وې چې بل ځای ته به ځې، زه هم د فراق په غم کې نه وم. چورتي په دې وم چې تاسې به د بل بل ځای سیل کوئ خو موږ به لا دلته پاتې یو.
ته چې د خوب له کوڅې لاړې او زه راويښ شوم نو زړه مې عجیبې نخرې شروع کړې، راته ویل یې چې قلم او کاغذ راواخلم، له تاسره خواله وکړم.

قلم او کاغذ مې راواخیستل او سترګې مې لا له خوبه درنې وې چې لیک مې درته شروع کړ.
ما درته ولیکل چې په خوب مې لیدلې، هورې دې هم ویل، بل وخت، نو اوس خو ډېر کلونه تېر دي، زما سر تک سپین دی، ستا به هم همدا حال وي، له بل وخته دې مطلب څه و؟

زما لیک ډېر اوږد شو، دومره ځنډ شوم چې نږور مې ور وټکاوه، ویې ویل:

«خیرت دی بابا، نن ډېر ناوخته شوې.»

د هغې راتګ له دې خوبه هم راويښ کړم، لیک مې پرېښود، راپاڅېدم، مخ او لاس مې ووینځل، د ږیرې په خریلو مې شروع وکړه. هندارې ته مې کتل، لیک ته فکر وړی وم، د زړه په غوښتنې پورې مې خندل. له ځان سره مې ویل، یو داسې چاته دې د یو خوب په خاطر خط لیکل چې ادرس یې نه لرم، له حال یې نه یم خبر، په دې نه پوهېږم چې اوس به مې پېژني او کنه او په دې نه یم پوه چې اوس به مړه وي، که ژوندۍ، ډېره ناشوده خبره نه ده؟
د ږیرې له خرېیلو وروسته بېرته خپلې کوټې ته راغلم، نږور مې سهارنۍ برابره کړې وه. هغه مې وخوړه او بیا مې د نور کله غوندې خپل لمسي ته اواز وکړ.

لمسي راته وویل: «بابا ماته کاغذي بېړۍ جوړه کړه.»

په کاغذ پسې مې شا او خوا وکتل. لنډ کاغذ هماغه و چې تاته مې پکې خط لیکلی و. کاغذ مې راواخیست. په کاغذ لیکلي خط ته مې خندل او د لیک له پاڼې مې بیړۍ جوړوله. لمسي مې په کاغذ بېړۍ غوټه کړه، بهر یې منډه کړه، شېبه نیمه پس بیا راغی، شونډې او سترګې یې له خوشحالۍ موسېدې، راته ویل یې:

«بیړۍ مې اوبو ته واچوله، اوبو یوړه، بل بل ځای لاړه.»

ده دا د بل ځای خبره په خوند خوند کوله. په زړه مې بیا بل چل وشو او راته ټینګ شو چې راځه وګوره بیړۍ چیرته تللې ده. امسا مې راواخیسته. بهر راووتم. ویالې ته ودرېدم. بیړۍ په اوبو کې روانه وه. وروسته بیا په ویاله کې یوې پرتې لښتې ایساره کړه. شېبه نیمه پس بیرته روانه شوه. یو ځل په یوه اړخ واوښته، بیرته سمه شوه او بیا مې له سترګو پناه شوه. د هغې پناه کېدو ماشوم شوي زړه ته سکون راکړ. لکه څوک چې یو امانت چاته وسپاري او یا د یو وخت لپاره یو شی زیرمه کړي او ډاده شي.

زه نه پوهېږم دا ډاډ له کومه کېږي، موږ څه ته هیله مند یو. موږ چېرته روان یو. اوس ناوخته ماسپښین دی. ډاکتر راته توصیه کړې ده چې تر وسه وسه استراحت وکړم او ماسپښین مهال خامخا ویده شم، خو نن ویښ پاتې یم. بیا هم تاته لیک لیکم. د لیک د ورکېدو او شړېدو فکر نه کوم. دا غم یې نه لرم چې زه یا بل څوک به یې په ردي ټوکرۍ کې واچوي. یو ناڅرګند خو زورور امید راته وايي چې په یو بل وخت، یو بل ځای کې به زما لیک ولولې. داسې ولې ده؟ ته څه وایې!

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب