یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Home+مصنوعي ذکاوت یا هوښیارتیا پر ادبیاتو څه تاثیر لري؟

مصنوعي ذکاوت یا هوښیارتیا پر ادبیاتو څه تاثیر لري؟

احمدالله مېلمه

 مصنوعي ذکاوت څه شی دی؟

په کایناتو کې تر ټولو پیچلی سیستم د انسان مغزي سیستم دي، چې د نړي تر ټولو پرمختللي سیستمونه هم ور سره سیالي نه شي کولی. مصنوعي ذکاوت د همدې خبرې د ننګولو نیت لري.

په نننۍ نړۍ کې مصنوعي ذکاوت ډېر په تیزۍ پرمختګ کوي او لرې نه ده، چې ډېر څه دې وکولی شي.

مصنوعي ذکاوت د اوسنۍ نړۍ په ډېرو شیانو خپل تاثیر کړی، خو پر ادبیاتو یې تاثیر څه دی؟

په لومړیو کې مصنوعي ذکاوت یوازې کولای شول یو متن ترتیب کړي او د یوې مقالې په لیکلو کې له موږ سره مرسته وکړي، خو اوس کولای شي داستان او کېسه ولیکي، حتا شعر هم ولیکي.

  د مصنوعي هوښیارتیا پرمختګ به په ادبیاتو کې لوی انقلاب راولي، خو پوښتنه او اندیښنه دا ده چې مصنوعي هوښیارتیا به د انسانانو ځای ونیسي؟ دلته دوه نظرونه شته، یو دا چې مصنوعي ذکاوت به په ادبیاتو کې نوښت او نوی والی راولي او بل دا ویره ده، چې دا به د لیکوالانو ځای ونیسي او د استعدادونو د له منځه تګ لامل به هم وګرځي.

له مصنوعي هوښیارتیا څخه موږ کولای شو د متن په منظم کولو، د متن په خلاصه کولو، د مقالې په لیکلو، داستان لیکلو، شعر لیکلو، او د نویو مفکورو په رامنځته کولو کې ګټه واخلو، چې د داسې یو تخلیقي یا تحقیقي متن یا اثر درلودل، چې انسان نه وي لیکلی ادبیاتو ته به نوی رنګ ورکړي، نوي هنري اثار په رامنځته کړي، نوی طرز او نوي مفهومونه به رامنځته کړي، چې دا به په ادبیاتو کې د نوي والي او پرمختګ بل پړاو وي.

اټکل کیږي چې تر ۲۰۵۰م کاله پورې به مصنوعي هوښیارتیا د انسانانو له لاسوهنې پرته کتابونه ولیکي او اثار به تخلیق کړي، خو تخلیقي اثار له ځان سره خیال، عاطفه، درک او احساس لري، چې ایا یو روباټ یا مصنوعي ذکاوت به د دې شیانو چې یو انسان یې لري درلودنکی وي؟ ایا یو روباټ به د انسانانو په رقم اثار تخلیق کړي؟

کله چې پر ادبیاتو د مصنوعي ذکاوت د تاثیر خبره کېږي او که مصنوعي ذکاوت وکولای شي د انسان په شان فکر وکړي او هغه کارونه وکړي، چې یو انسان یې کولای شي؛ نو په نشراتو او ورځپاڼو کې به د انسانانو کار ته ضرورت نه، چې دا به د بېکارۍ لامل شي.

د مصنوعي هوښیارتیا په واسطه رامنځته شوی متن د انسانانو له متن سره توپیر لري. دا چې مصنوعي ذکاوت د انسانانو په شان فکر وکړي او د انسانانو د مغزي سیستم په شان کار وکړي یو څه وخت ته اړتیا ده او د دې پوښتنې په ځواب کې څه نه شي ویل کیدای.

AI ټکنالوژي او داستان/ اجمل پسرلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب