Homeخبرونهسیګار؛ د مرستو کموالي له امله د امریکا کانګرس ته د فعالیت...

سیګار؛ د مرستو کموالي له امله د امریکا کانګرس ته د فعالیت بندولو وړاندیز کړی

تاند ( یکشنبه د عقرب ۲۰مه) سیګار په خپل تازه راپور کې د امریکا کانګرس ته وړاندیز کړی چې د راتلونکي کال په ستمبر میاشت کې دغه اداره خپل فعالیت پای ته رسوي.

افغانستان بیارغونې د چارو څارونکې دغه امریکایي اداره « سیګار» دا راپور پرون شنبه د عقرب په ۱۹مه خپور کړی دی.

یادې ادارې په خپل دې ۳ میاشتني راپور کې د خپل فعالیت د بندولو سبب له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمېدل ښودلي دي.

په دې راپور کې د سیګار مشرجان ساپکو ویلي، افغانستان کې د طالبانو واک سره سم دې هېواد سره د امریکا مرسته کمه شوې ده، چې په خبره یې د فعالیت بندولو لپاره یې دا وړاندیز جیوپولیټیک واقعیت ښکاروي.

د سیګار د راپور له مخې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې ځانګړې شوې بودیجه ۸۲ سلنه کمه شوې او د ۲۰۲۱ په جون کې له ۶ اعشاریه ۶۸ ارب ډالرو سږ ستمبر کې یواځې ۱ اعشاریه ۲۱ اربه ډالرو ته کمه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...