سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد م.م کډوالۍکمېشنري؛ تېرکال ۷۶۱ زره نه ډېر کډوال له پاکستانه راستانه...

د م.م کډوالۍکمېشنري؛ تېرکال ۷۶۱ زره نه ډېر کډوال له پاکستانه راستانه شوي

تاند ( یکشنبه د عقرب ۲۰) د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ستره کمېشنري وايي چې تېر کال له ۷۶۱ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

یادې کمېشنرۍ په خپل راپور کې لیکلي چې له دغې ډلې ۳۶ زره یې په جبري ډول ایستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې په پاکستان کې په سلګونه زره افغان کډوال اوسېږي، چې هلته د پاکستاني پولیسو له لوري ورسره سخت بد چلند کېږي.

ځایي کډوال وایي، د اسنادو په نشتون کې د زندان ترڅنګ وهل او ټکول کېږي.

بل لورته بیا افغانستان کې راغلي کډوال د ژمي په راتګ د اسانتیاوو د نشتون خبره کوي او وايي، هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې.

زرداد چې تازه له پاکستان نه بېرته خپل هيواد ته راغلی وایي، د راتګ پرمهال یواځې لومړنۍ مرستې ورسره شوې او نور هیڅ لاسنیوی یې نه دی شوی.

دوی هیله مندي ښيي، چې په دې سوړ ژمي کې به یې لاسنیوی کېږي او د کډوالو په نامه مرستې به په عادلانه ډول وېشل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب