سید محمد د لویې کوټې په دېوال د وطني ټوکر په منځ کې ځوړندې اوږدې هیندارې ته ودرېده، سر تر پایه یې خپلو وطني جامو او واسکټ ته پکې وکتل، په خامک جوړه شوې خولۍ ېې چې ورېښمینه لونګۍ پرې تړلې وه په سر کېښوده. لنډ هغه مېز ته ور وګرځېده چې له پخوا پرې د وچې میوې رنګارنګ بېلګې اېښې وې : چڼې، پلي، بادام، ممیز او …
کېناست، پیاله یې د شیدو له چای ډکه کړه، څو غړپه یې له ستوني نه و تېر شوي. چې د اختر د لمونځ وخت په زړه کې ور وګرځېد، دیوالي ساعت ته یې وکتل، ژر له ځایه پورته شو، څونډي دار څادر یې په اوږه کړ، له کوټې نه د وتلو په وخت کې یو ځل بیا د لویې هیندارې پر لور ورغی، هینداره کې یې ځان ولېد، ځان ښه ورته ښکاره شو، برېتو کې موسک شو، په تازه خریلي مخ یې لاس کش کړ.
له دهلیزه د وتلو پر وخت یې له پورتني پوړ نه د مېرمنې او لور تر منځ د ګډو وډو او تېزو خبرو په اورېدلو پښه ونیوله، په لوړ اواز یې غږ کړ:
څه ټکه راولیدلې ده؟
میرمن یې په تېزۍ سره له دویم پوړ ه په زینو کې راښکته کېده، د وطني سور کمیس لمن یې زینې جارو کولې.
په داسې حال کې چې ډوبه ډوبه ساه یې اخیستله، یو لاس یې پر سینه او بل یې پر خوله د چوپ پاتې کېدو د اشارې په دود ایښی و.کوچ ته یې اشاره وکړه چې کېني او له دباندې وتلو له تګه راوګرځي.
سیدمحمد حیران ور وکتل:
ـ ولې څه خبره ده؟
د میرمن ېې خوله خبرو ته نه خلاصېده، سترګې یې ټیټي ونیولې، رنګ یې ژېړ راواوښت، لینګي یې ورپېدل. سیدمحمد پر اوږه لاس ورکېښود:
ـ ولې ګونګۍ شوې؟ څه خبره ده؟
میرمن یې سر راپورته کړ، په ورو غږ تا به ویل چا په ستوني کې نیولې ده ، وویل:
ـ کور پریږدي !
سید محمد لاسونه وغورځول:
ـ څوک؟
دسردارې ژبه ونيښته، په تړتړي غږ ېې ځواب ورکړ:
ـ زرغونه!
ـ ولې؟
سرداره لکه ګونګۍ چې شي او ژبه یې ونښلي، بې ځوابه شوه. سترګې یې ټیټي شوې، زړه یې دربا
شروع کړه.
سیدمحمد له ځایه ورپورته شو، د دې له زنې یې لاس ور تېر کړ:
ـ ولې څه خبره ده؟
سرداره پړینګ په ژړا شوه:
ـ حمل لري!
لکه بم چې وچوي. د سید محمد خوله وازه پاتې شوه، اه یې کړ. غبرګ لاسونه یې سر ته واچول،
لونګۍ یې له سر وړاندې وغورځوله.
سردارې لونګۍ ته وکتل د خامک خولۍ ترې جلا شوې وه، له دروازې سره ول، ول پرته وه.
درب شو، په دهلیز کې ولاړ یخچال یې په لغته وواهه، سرداره نېغه ولوېده.
سیدمحمد له سردارې ګرد چاپېره تاوېده، ناڅاپه د پښو پر سر کېناست، سر یې په غبرګو لاسونو کې ونیو.
سرداره د هغه د رام کولو او ډاډ په خاطر ور لنډه شوه، کرار یې وویل:
ـ د خدای روی ته وګوره.
سیدمحمد ناڅاپه پرې غوټه کړه، غبرګ لاسونه د مېرمنې په ټټر ور برابر شول، مېرمنه زانګې وانګې د شاه په تخته پرېوته.
سردارې ټیکری په سر سم کړ او په یوه منډه یې ځان تر کوټې ورساوه.
سیدمحمد چې لېونۍ غوسې نیولی و، په چټکو ګامونو کوټې ته ورغی.
کوټه کې یوه شېبه درنه چوپتیا حاکمه شوه، یوازې د سردارې یوه نیمه سلګۍ د ساعت له ټک ټک سره تر غوږونو کېده.
سردارې له سلګو سره مل په خبرو دا درنه او ځورونکې چوپتیا ماته کړه:
ـ نو څه غواړې دا خو مو خپل هېواد نه دی؟
سیدمحمد نیمې ډکې پیالې ته لاس ور وړاندې کړ، سرداره په خپل ځای کې سره ننوته، ډب شو. پیاله مخامخ په دېوال ولګېده.
ـ وژنم یې، اول هغه مرداره او بیا تا!
سرداره یې مخ ته ودرېده:
ـ که په دې له دې شرمه اوغوسې خلاصېدی شې ،دا دی ما همدا اوس ووژنه .
سیدمحمد په یوه منډه تر پخلنځي لاړ. سردارې چې پسې وکتل، هغه لویه چاړه په لاس په منډه دویم پوړ ته په زینو پورته کېده.
د زرغونې د کوټې دروازه ېې په درز پرانیستله، سرداره پسې را ورسېده. د دواړو سترګې په تشه کوټه ولګېدې.
سیدمحمد د کوټې منځ ته لاړ، لومړی یې تشناب او بیا یې د خوب د تخت لاندې ځای ولیده.
په یوه ساه لاندې پوړ ته لاړ، کړپ شو دروازه یې پرانیسته، و یې لیدل چې زرغونه موټر ته پورته شوې ده او چې تر څو دی ور رسېده، ټکسي په خپله مخه رهي او د ده له سترګو په یوه شېبه کې پناه او الونېا شوه.
سیدمحمد چاړه په لاس ځوړند سر را وګرخېده، سرداره په خونه کې د شیندلو ښیښو په جارو کولو بوخته وه، له شاه یې کلکه لغته ورکړه، پړمخې پرېوته ، خو ځان یې و نه بایلود، راپورته شوه، مخې ته یې ودرېده، زنې ته یې لاس وروړ، د ګاونډي کور ته یې لاس ونیو:
ـ که چیغې مو نورې پورته شي پولیس راخبروي.
سېدمحمد د دې په خبره هیڅ غوږ ونه ګراوه، لکه هیڅ یې چې نه وي اوریدلي، له وهلو یې لاس واخیست خو له ګواښلو او کنځلو راونه ګرځېد:
ـ د سپي لورې وژنم دې!
میرمن یې بیا غاړه ورکږه کړه:
ـ واخله چې زما په وژلو دې د زړه لمبه کېني، ما خپل خون دربخښلی دی.
سیدمحمد ارام شو په کوچ کې کېناست.
ـ چې دا ووژنم ستا چاره اسانه ده.
میرمن خوارې سترګې ور ونیوې:
ــ ولې ما څه ګناه کړې ده؟
د سېد محمد سترغلي بیا وپړسېدل، په میز ایښی ریموت کنترول ېې راپورته کړ، ښځه ولړزېده، سر یې له ډاره ټیټ ونیو، بیرته یې ریموت کنترول پر میز کیښود:
ـ که ته سمه ښځه وای، هغه هیڅکله نه بې لارې کېده.
میرمن چې سر یې لا هم ځوړند نیولی و، بیا وویل:
ـ ولې ما څه کړي دي؟
دی له غوسې بیا سور واوښت:
ـ څو ځلې مې درته وویل چې د بې شرمه او کچه خلکو سره راشه درشه مه کوه!
ښځې سر راپورته کړ:
ـ ما له خپلوانو او وطندارانو پرته له بل چا سره راشه درشه کړې ده؟
سړي د ځواب په ځای بیا په کنځلو خوله ورخلاصه کړه:
ـ لعنت دې په داسې خپلوانو او وطندارانو شي، چې ښځو یې یوه ورځ زړوکی وانه غوست او نارینه و یې خپلې وطنۍ جامې.
میرمن یې په چوکۍ کې رانېغه شوه:
ـ زه نو د کلي خلک دلته له کومه کړم؟
سیدمحمد برګ وروکتل. دې بیا وویل:
ـ که له دوي سره مې ناسته، ولاړه هم نه وای کړې، دا دې له مکتب او پوهنتون څنګه راګرځوله؟
سیدمحمد لاسونه پورته وغورځول:
ـ پوهنتون هم تا پرې وواېه، درته ومې نه ویل چې همدومره تعلیم یې بس دی، زه ېې وراره ته ورکوم، هم هغه پرې راولم او هم دا په کور کېنوم. که زما دې منلی وای هم به مې وراره پرې راغوښتی وای او هم به دا له پوهنتون نه راګرځېدلې وای.
د سردارې سترګو ته یې مخامخ ګوتې ونیولې:
ـ خو تا د سپي لور راته وویل چې اوس یې نه د کوژدې وخت دی او نه د واده، پریږده چې اول پوهنتون خلاص کړي.
سرداره لکه پړه چې شي، سترګې یې ټیټې ونیوې، په ورو یې سر راپورته کړ:
ـ ښه دا دی زه ملامته.
هغې د ټولو هغو افغانو ښځو نومونه قطار کړل چې له میړونو یې طلاق اخیستی و، او یا یې د دوی د لور په څیر په خپله خوښه له بهرنیانو سره ودونه کړي و، سرته ېې ټس ورکړ:
ـ ځه ، دا دی زه ملامته .
له کوچه را پورته شوه، دهلیز ته لاړه، له ېخچال ېې د اوبو کوچنی بوتل راوکېښ، بیرته راوګرځيده، بوتل ېې خولې ته ونېو، مخکې له دې چې خوله پرانیزي اوسېدمحمد زغم ته راوبلي اوبه ېې وڅکلې :
ـ ګوره لیونی کیږه مه، اوس چې هر څه شوي، نه راګرځي، راځه اوس په دې فکر وکړو چې څنګه په دې شرم پرده واچوو!
سیدمحمد په فکر کې لاړ، په میز اېښې لوې چړې ته ېې وکتل، راپورته شو، بېرته کېناست، چاړه ېې راواخېسته ، دسردارې زړه بې واره په ټوپونو شو.
پخلنځي ته ورغی، چاړه ېې پر هغه ځای بېرته کېښوده له کومه ځایه ېې چې راخېستې وه، سردارې د ارام ساه واخیسته، په کوچ کې بېرته کېناست، ناببره ېې وویل:
ـ حمل یې له چا اخیستی دی؟
ـ له کوم اطریشي.
سیدمحمد په کوچ کې نیغ ټوپ واچاوه:
ـ اطریشی!
سردارې ورسره غبرګه کړه:
همدا خو یې غټه بدي ده، کاشکې عرب وای، ترکی وای، پاکستانی، ایرانی …وای
سیدمحمد وپوښتل:
ـ اوس چیرته لاړه؟
ـ بل یار ته.
ـ بل یار؟
سردارې سر وښوراوه:
ـ هو، بل یار ته.
ـ هغه لعنتي د کوم ځای دی؟
ـ ترکی دی.
د ترکي په اوریدلو سره د سېدمحمد په زړه کې د پوښتنو لوی قطار جوړ شو، له څه وخته به یو بل پیژني؟ څه کاره دی؟ غوسه یې په ورو کېناسته ، له سردارې یې ورو وپوښتل:
ـ نو هغه نه پوهیږي دا له بل دله حمل لري؟
سردارې ځواب ورکړ:
ـ په هر څه پوهیږي، خو په هغې یې داسې زړه بایللی چې په هر څه یې تیږه ایښې ده.
د سید محمد غوسه بیرته راوپاریده، له ځایه را پورته شو، لاسونه یې وغورځول ، په میرمن بدګمانه شو، د پوښتنو بل قطارېې جوړکړ:
ـ ته د سپي لور په دې هر څه له کومه پوهیږې؟ ته لکه چې د هغه بل خنځیر په یارانې هم ښه خبره وې؟
سرداره پاڅيده، په دیوال کې له راځوړندې هندارې سره ودرېده .
ـ په خدای قسم خورم که تر پرون پورې په هیڅ پوه شوې یم. پرون شپه یې په دې ټولو مرداریو اقرار وکړ.
هغه غلی شو، فکر کې لاړ، لکه سودایې په کوټه کې ښکته او پورته لاړ او راغی د سردارې مخ ته ودرېد.
ښه نور یې څه درته وویل:
سردارې په ورو ځواب ورکړ:
ـ وایي چې واده ورسره کوي.
سید محمد حیران شو:
ـ ددې د حمل باوجود؟
سردارې سر وښوراوه:
ـ هو، خدایزده نجلۍ څه کوډې پرې کړې دي، چې داسې یې زړه ترې وړی دی.
هغه وپوښتل:
ـ نو بیا څه ته ګوري؟
سردارې ځواب ورکړ:
ـ دې ته ګوري چې د واده پیسې وګټي.
د سیدمحمد رنګ وغوړېد، لکه د شرم پيټې ېې چې له اوږو وغورځیږي، په خوشحالې یې میرمن ته وویل:
ـ او که مونږ یې د واده لګښت په غاړه ومنو؟
د سردارې سترګې و ځلیدې، له خوښۍ یې په شونډو موسکا خپره شوه.
ـ له دې به غټ د خیر او خوشحالۍ کار چیرې وي چې هم مو په شرم پرده خدای واچوي، او هم زرغونه له کور فراري نه کړو.
سیدمحمد غاړه هسکه ونیوه، نېغ ودرېد، په غرور یې وویل:
ـ بس چې داسې ده ورته ووایه سر له سبا دې دواړه د واده تیاری ونیسي، خو په یو شرط!
سرداره هکه پکه شوه، د شرط په اوریدو په فکر کې لاړه، خو سړي اندیښنې ته پرینښوده، ورلنډه یې کړه:
ـ شرط به یې دا وي چې له هغه خنځیره به د خپل حمل په راز برغولی ږدي. او هیڅکله به چا ته دا نه وایي چې له هغه ېې حمل اخیستی دی.
د سردارې زړه له خوښۍ نه په ټوپونو شو.
ـ ولې به یې وايي مونږ به دومره ښه ورسره کوو، او دا به ستا پګړۍ په ځمکه ولي. دومره خو کمعقله او لیونۍ هم نه ده.
د سېد محمد په تندي کې را ټوکیدلې ګونځې محوه شوې، لاړ له کړکۍ سره ودرېده، د باندې د وریځو لیدلو ته چې د لمر سترګه ترې د ځان د رایستلو هڅه کوي، همداسې تر ځنډ ولاړ و.
سوله مل صاحب، ګوتې دي خوږې دي، چې داسې خوږې، خوږې کیسې پري لیکی.
زما سلام او درناوی هم ومنئ
مهربان ېاست ، ستاسو سترګې هم خوږې دی چې د دومره اوږدې کېسې له لوست نه خوند اخلئ .