دغه کلمه په پښتو قاموس کې (د ۱۳۳۰ کال چاپ، کابل) نشته. د دریاب په نوم ډکشنري (۱۹۹۴، پیښور) یوازې د نومیالي په معنا رااخیستې ، خو په پښتو، پښتو تشریحي قاموس کې یې دوهمه معنا ( یاد شوی، ذکر شوی ) هم ذکر شوې ده.
داسې ښکاري چې (نوموړی) د یاد شوي او ذکر شوي په معنا پخوانی ویی نه دی، خو څرنګه چې د خبرونو او ژورنالیزم له زیاتیدو سره یې ضرورت زیات شو او هم یې ترکیب روڼ و(یعنې اوریدونکی یا لوستونکی ورباندې په اسانه پوهیږي چې منظور او مراد ورنه نوم اخیستل شوی او ذکر شوی دی) نو ژر عام شو.
د افغانستان په رسنیو کې د( نوموړې) کلمې ډیر استعمال په وروستیو کلونو کې د ځينو کسانو زړه وهلی دی. د غه کسان د نوموړي په ځای (یاد) او (یاد شوی) راوړي. مثلا لیکي : په یاد ولای کې. خو زما په نظر پکار دا ده چې یاد شوی یا ذکرشوی ولایت ووایو؛ لکه څنګه چې(ذکر ولایت) نه وایو ، ( ذکرشوی ولایت ) وایو، دغه راز پکار ده چې (یاد شوی ولایت) ولیکو.
یو چا استدلال کاوه چې که (یاد ولایت) هم ووایو، داسې احساس نه کوو چې مطلب نیمګړی بیان شوی دی، نو د ژبې د اقتصاد د اصولو په اساس تر یاد شوي ولایت ، یاد ولایت بهتره دی. خو دغه استدلال په دې وجه هم زما زړه ته نه لویږي چې (یاد) که صفت شي (لکه په یاد ولایت کې) نو په پښتو کې د مشهور په معنا راځي نه د ذکر شوي . کله چې وایو چې: پلانی په دې سیمه کې یاد سړی دی؛ منظور مو دا وي چې مشهور سړی دی.
که د یو چا یا یو ځای یا بل شي نوم واخلو او ورپسې ولیکو چې : نوموړي کس ، په نوموړي ولایت کې یا نوموړی پوهنتون، دا سمه ده ؛ خو که یې نوم نه وي اخیستل شوی او په ورپسې جمله کې یې (نوموړی) بولو، سمه نه ښکاري. په خبرونو کې ممکن واورو:
یوې ښځې په وزیر اکبر خان روغتون کې پنځه ماشومان وزیږول. نوموړې ښځې خبریالانو ته وویل چې… دلته بهتره ده ولیکو: دې ښځې خبریالانو ته وویل… او یا یې (یاده شوې ښځه) وبولو.
په خبرونو او راپورونو کې ډیر ځله د (نوموړې مظاهره یا نوموړی مشکل) په څیر عبارتونه اورو، حال دا چې مظاهره او مشکل به بې نومه وي.
خلک په خبرو کې د (نوموړي) یا ( یاد شوي ) په ځای ډیر ځله د (دا، دې، هغې، هغو…) اشاري صفتونه راوړي او په استعمال کې یې اشتباه نه کوي. موږ ممکن په خبرونو کې ولولو چې: د افغانستان ولسمشر د نوموړي هیواد پارلمان پرانیست.) چې دلته بهتره ده د (نوموړي) ځای (دغه) ته ورکړو ، ځکه د ژبې په طبیعي حالت کې همداسې وایو او بل (نوموړی) او هغه اسم چې (نوموړی) یې په ځای راغلی دی، که ډیر سره نږدې وي، ښه نه ښکاري.
(نوموړی) که یوازې راشي، ضمیر دی او که له اسم سره راشي، ستاینوم (صفت) دی. مثلا په دې جمله کې ضمیر دی: نوموړي وویل… خو په دې جمله کې ستاینوم (مفعولي صفت) دی : نوموړي کس وویل.
اشاري صفتونه ځینې نورې معنوي باریکۍ هم لري چې د (نوموړي) په کلمه کې نشته. مثلا دا دوې جملې مترادفې دي: (دا سړی وایي.) او: ( دغه سړی وایي.) خو په (دغه ) کې د (دا) په نسبت د تاکید امکان زیات دی. که زه ولیکم چې:(همدې سړي به ویل چې وینې وبهوئ. ) په (همدې) کې د تاکید او خاص ګرځولو معناوې نغښتې دي، یعنې بل چا نه بلکې ده به ویل چې وینې وبهوئ.
یوبل مثال: ځينې کسان ګومان کوي چې دوی تر هر چا ښه پوهیږي اونور خلک باید د دوی ومني. د ارواپوهانو په نظر یاد شوي کسان ممکن له نورو سره په ګوزاره کولو کې مشکلات ولري.
دلته که د (یاد شوي کسان) په ځای (دغسې کسان ) راوړو، د دغو کسانو څرنګه والي ته به مو لا واضحه اشاره کړې وي. د اشاري صفتونو دغسې معنوي باریکۍ د (نوموړي) یا ( یاد شوي ) په کلمو کې نشته. څرنګه چې د (نوموړي، یاد شوي یا ذکر شوي) کلمې نور اړخونه نه لري او په عاطفي لحاظ یې شنډې بللای شو، نو د بې طرفه سبک لپاره مناسبې احساسیږي او شاید همدا وجه وي چې د ژورنالیزم په سبک کې ژر عامې شوې. خو، دقت، تنوع او د ژبې طبیعي حالت له موږ غوښتنه کوي چې په خپلو لیکنو کې که هغه هنري وي یا معلوماتي، د (نوموړي ) او (یاد شوي) استعمال ته یو ځل بیا کتنه وکړو او د (یاد شوي) په ځای (یاد) له یاده وباسو.
غضنفر صاحب ستاسو د علمی لکنی څخه ډيره مننه ،ستاسو دنورو ليکنو په هيله .کامياب اوسی
ښاغلی غضنفر صاحب: د دا، دې، دی، هغه، یاد، یاد شوي په اړه مو ښه دلایل وړاندې کړې. نوموړي ته هم یو څه لاره جوړه کړئ ځکه یو خو عامه شوې او بله دا چې تر ډېره حده سوچه دی. د یاد او ذکر یادونه چې شوې، هغوی دواړه یو فارسي او بل عربي دي چې وار له مخه له دواړو ژبو څخه ډېر متاثر یو. په درنښت