Home+ټولپوښتنه او ټول پوښتنه| رهیر سپېڅلی‎

ټولپوښتنه او ټول پوښتنه| رهیر سپېڅلی‎

«ټولپوښتنه» ښځينه نوم دی او ګډ ليکل کېږي. 

«ټول پوښتنه» بيا جلا او بېله ليکل کېږي. “ټول” ضمير دی او “پوښتنه” ښځينه مفرد نوم دی.
په ځينو مسايلو کي چي د خلکو رايه اخلي او د ملت په رايه فيصله کېږي؛ ټولپوښتنه ئې بولي.
په انګلش کي [Referendum] ورته وايي.
څلور- څلور څپې لري.
ګډ او بېل ليکل ئې معنا او شکل بېلوي.
د دواړو توپير په مثالونو کي:
په دې اړه ټولپوښتنه [Referendum] وکړئ.
په دې اړه ټول پوښتنه وکړئ. يعني هر يو له ما پوښتنه وکړئ، چي هر يوه ته بېل- بېل ځواب ووايم.
د ټولپوښتني پايله اعلان شوه.
په يو ځل ټول پوښتني مه کوئ، نوبت مراعتوئ!
د دوو ټولپوښتنو پايلي يوه اوونۍ وروسته اعلانېږي.
د ټولو پوښتنو ته ځواب وايو.

1 COMMENT

  1. د یو څه پر هکله باندې د یوه ولس له ټولو وګړو څخه پوښتنه. دا ټولپوښته ده. دلته پوښتنه کول کړنویی دی. او
    ټول پوښتنه څه نه شته. دلته یواځې دوه نومځاینیوي یو پر بل پسې لیکل شوې او کوم کړنوی په کښې نه شته. دلته څه نه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...