تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۰مه) د بشري حقونو سازمان (هه نګاو) وایي چې، ایران په تېره سپتمبر میاشت کې شاوخوا ۱۰ تنه افغانان اعدام کړي دي.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې، تېره میاشت ۱۸۷ تنه د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.
په راپور کې دغه راز راغلي چې، ایران کې د اعدامونو اندازه د تېر کال همدې مودې په نسبت ۱۴۰ په سلو کې زیات شوی دی.
د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې دا لس افغانان د ایران د محکمو په حکم اعدام شوي دي.
په راپور کې یوازې د یوې افغانې «حدیقې ابادي» هویت په ډاګه شوی چې د نشهيي توکو په جرم اعدام شوې ده.
ایران تر دې مخکې هم لسګونه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي دي.