جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکرکټ: بنګله دېش سره لوبې نن پیلېږي؛ تر دې لوبلړۍ وروسته زمبابوې...

کرکټ: بنګله دېش سره لوبې نن پیلېږي؛ تر دې لوبلړۍ وروسته زمبابوې سره لوبلړۍ پیلېږي

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۰مه) ټاکل شوې چې نن ماښام د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ اعلان شوې لوبلړۍ پیل شي.

لومړۍ شل اوره لوبه نن ماښام ۷ بجې پیلېږي.

بل لورته د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان لوبډله به د بنګله‌دېش سره تر لوبلړیو وروسته، زمبابوې سره د یوې ټسټ او درېیو شل اوریزو سیالیو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي.

د کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او زمبابوې ټسټ سیالۍ به د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۰مه او شل اوریزه لوبلړۍ به هم د دغې میاشتې په ۲۹مه پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب