Homeخبرونه‏خلیلزاد: راپورونه ترلاسه شوي چې طالبانو فاروق اعظم خوشې کړی

‏خلیلزاد: راپورونه ترلاسه شوي چې طالبانو فاروق اعظم خوشې کړی

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۰مه) د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي؛ داسې راپورونه یې ترلاسه کړي، چې ډاکټر فاروق اعظم له بنده خوشې شوی دی.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې: “که رښتیا وي دا مثبت خبر دی.

هغه ډاکټر اعظم یو وطنپال او افغانستان ته د خدمت وړ شخصیت بللی دی.

ډاکتر فاروق اعظم چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار دی، تېره میاشت پر ملا هبت الله د ظاهراً نیوکو له امله طالب استخباراتو نیولی دی.

د راپورونو له مخې هغه د طالبانو نظامي محکمې ته وړاندې شوی و.

طالبانو تر اوسه د فاروق اعظم د نیولو او یا بېرته له بنده د خوشې کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، عباس ستانکزی هم د ملا هبت الله له تګلارو سره د مخالفت له امله له هېواده ایستل شوی او تر ننه یې برخلیک معلوم نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...