Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏د افغانستان او پاکستان ترمنځ د انګور اډې له لارې سوداګري بیا...

‏د افغانستان او پاکستان ترمنځ د انګور اډې له لارې سوداګري بیا پیل شوه

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۰مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې سوداګري له دوه کلن ځنډ وروسته بیا پیل شوه.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د ملي لوژسټیک شرکت د څرګندونو له مخې دغه راپور ورکړی دی.

رسنیو ویلي چې، د جنوبي وزیرستان په سیمه کې یاد شرکت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دې لارې بیا پرانیستې د سوداګریزو توکو د تبادلې لپاره لار اواره کړې ده.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

انګور اډه هم د نورو سوداګریزو لارو په څېر د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوه مهمه لار ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د یو لړ ستونزو له امله تړل شوې وه.

د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...