جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهجي۷ هېوادونه: د افغانستان بریالي راتلونکي لپاره ټولګډونه حکومت اړین دی

جي۷ هېوادونه: د افغانستان بریالي راتلونکي لپاره ټولګډونه حکومت اړین دی

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۰مه) ‏د برتانیا حکومت وايي، چې روانه اوونۍ د جي۷ هېوادونو او د افغانستان لپاره د ګڼ شمېر نورو هېوادونو ځانګړو استازو ګډه ناسته د لندن په ښار کې ترسره شوې ده.

د اعلامیې له مخې، دې دوه ورځنۍ ناسته کې د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، د کوریا جمهوریت، ناروې، سویس، ترکیې، برتانیا او د امریکا استازو ګډون کړی و.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال جارجیت ګاګنون هم ګډونوالو ته د افغانستان د حالاتو په اړه معلومات ورکړي دي.

اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان د راتلونکي بریالیتوب لپاره سیاسي تنوع او ټولګډونه حکومت اړین دی. هغوی ویلي، طالبان باید نړیوالې ټولنې سره رغنده او د ښه نیت پر بنسټ ښکېل شي.

په دې ناسته کې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو د حقونو نقض په ځانګړي ډول د زده کړو، کار، روغتیايي خدماتو او له ټولنیز ژوند د هغوی د محرومولو برخه کې ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.

د دغې ناستې ګډونوالو د سپتمبر میاشتې زلزلې، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو پراخ شړل کېدل او د ژمي له رارسېدو وړاندې د مرستو د ځای پر ځای کولو اړتیا مهمه بللې ده.

د برتانیا حکومت له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د جي۷ هېوادونو او ځانګړو استازو له افغانستان د راولاړېدونکو ترهګریزو ګواښونو او امنیتي اندېښنو په اړه هم خبرې کړې دي.

طالبانو تر اوسه په برتانیا کې د جي۷ هېوادونو او د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو د ګډې ناستې او غوښتنو په اړه څه نه کوم غبرګون نه دی ښودلای.

د هېوادونو استازي ټینګار کوي، چې طالبانو له څه باندې څلورو کلونو راهیسې له افغان ښځو او نجونو هر ډول حقونه اخیستي او د واک په انحصار سره یې نړۍ سره د دوحې هوکړه کې کړې ژمنې عملي کړې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب