له نن څخه ۱۳۱ کاله پخوا د ۱۸۹۳ د نوومبر په ۱۲ مه د افغانستان د هماغه مهال د پاچا عبدالرحمان خان او په هند کې د بریتانیا د استازي مورتمر ډیورنډ ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شوه چې پر اساس یې د افغانستان په زړه کې په همدې نوم (ډیورنډ) د بېلتون کرښه وایستل شوه.
دا کرښه ۲۶۴۰ کیلومتره اوږده ذه.
د افغانستان حکومتونو هیڅکله دا کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې او ویلي یې دي چې عبدالرحمان خان له انګرېزانو سره په دې موافقه کړې وه چې تر هغو چې انګرېزان په هندوستان کې وي، افغانستان ته به د یو شمېر امتیازونو په بدل کې دا سیمه د انګرېز تر کنټرول لاندې وي خو د انګرېز د استعمار له پای ته رسېدو وروسته به بېرته له افغانستان سره یوځای کېږي.
د ډیورند کرښې د لاسلیکېدو په مهال د پاکستان په نوم هیواد نه و او کله چې انګرېزان له هندوستانه وتل، د پاکستان او هندوستان ترمنځ د یوه د غوره کولو لپاره یې ټولپوښتنه وکړه حال دا چې محکومو پښتنو د درېیم انتخاب غوښتنه کوله یعني په ریفرنډم کې دې یوازې دا دوه انتخابه نه وي چې هندوستان که پاکستان غواړي بلکې دا دې هم وي چې ایا له دواړو خپلواک اوسېدل غواړي او ایا له افغانستان سره یوځای کېدل غواړي.
خو انګرېزانو په سیمه کې د یوې اډې د لرلو په خاطر په ۱۹۴۷ کې پاکستان جوړ کړ او د یورند کرښه یې د دوو هیوادونو ترمنځ لانجمنه پرېښوده.
د ډیورنډ کرښې په نوم د امیر عبدالرحمن خان او د بریتانیايي هند د بهرنیو چارو د وزیر هنري مورټمر ډيورنډ ترمنځ لاسلیک شوی تړون اووه مادې لري. په دې تړون کې هیڅ ځای ډیورنډ لاین د یو دایمي سرحد په توګه نه دي یاد شوی بلکې ټولې مادي یې د هغه وخت د بریتانیايي هند او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ پر دې کرښه د پرتو سیمو په تنظیم او ویش راڅرخي. په دې اووه ماده يي تړون کې، یو ځل د «فرنټیر لاين» یوځل د «باونډری» پنځه ځله د«فرنټیر» یوځل د«باونډری لاین» او یو ځل د«بارډر» ټکی خوندی شوی دي چې دا ټول تناقض او ابهام د دې تړون په موقتوالي دلالت کوي.
بریتانوي څیړونکی هیریس په لندن کی د خپلی ډاکټرۍ په تیزیس کې لیکی: «په واقعیت کې د یو قوم د ویشلو په هکله د [ډیورنډ] د تړون یوازینی ثبوت هغه لیکه ده چی د تړون په نقشه ویستل شوی ده، او امیر[عبد الرحمن] دغه نقشه نه ده لاسلیک کړې.
ګڼ بریتانوي او افغان تاریخ پوهان داسې اسناد او شواهد لري چی بـرتانویانو د پاکستان تر جـوړولو پـوری د ډیورنډ لیکی ته د بین المللی لیکی په سترګه نه وو کتلی.
3- افغان چارواکو له هماغه پیل راهیسې هیڅکله دا کرښه د سرحد په توګه نه ده منلې.
امیر عبدالرحمن خان په خپلو یادښتونو کې دا یوه موقته او پر زور تپل شوې کرښه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې یو وخت به بریتانویان له هند ووځي او افغانان به خپله نیول شوې خاوره بیرته تر لاسه کړي.
په امیر عبدالرحمن خان پسې، امیر حبیب الله خان، امیر امان الله خان او نادرخان راغلل چې هر ځل بریتانوي هند اړ کړي چې د دې تړون دوام تایید کړي، دا کار خپله د دې تړون پر موقتوالي دلالت کوي. دې درې واکمنو هم له عبدالرحمن را وروسته له بریتانوي هند سره د ډیورنډ کرښې د تړون موقت دوام یو ډول تایید کړی خو هیڅ داسې سند نه شته چې دوی دې دا کرښه د رسمي یا دایمي سرحد په توګه منلی وي. بلکې د هماغه عبدالرحمن خان له خوا د شوي تړون دوام ته يې غاړه ايښې.
خو د پاکستان پر جوړیدو هیڅ افغان چارواکي له پاکستان سره دا کرښه د سرحد په توګه په رسمیت نه ده پېژندلي. ان د رباني او طالبانو په څیر حکومتونه چې پاکستان پر افغانستان تپلي وو هم دې ته چمتو نه شول چې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په توګه تایید کړي.
4- پاکستان د بریتانوي هند حقوقي ځای ناستی نه دی
برتانوی هند له رنجیت سینګ، شاه شجاع، امیردوست محمدخان، امیر محمدیعقوب خان، امیر عبدالرحمان خان، امیر حبیب الله خان، امان الله خان او محمدنادر شاه سره حقوقی او سیاسی راشه درشه ساتلی وه، نه له پاکستان سـره. ځکه هغه مهال پاکستان هیڅ (حقوقی، سیاسی، تاریخی، کولتوری) وجود نه درلود. پاکستان چی هیڅ موجود نه و، څنګه به ورنه د ښکیلاکګری برتانیا وارث جوړ شی؟
کله چې په ۱۹۴۷ م اګست کې بریتانوي هند وویشل شو او پاکستان رامنځ ته شو، افغانستان لومړنی او یوازینی هیواد و چې په ملګروملتونو کې یې د پاکستان د غړیتوب مخالفت وکړ او په لومړي ځل یې د ډیورنډ کرښې اخوا د پښتنو او بلوڅو د حقونو ناره او خپله ادعا په نړیوال سټیج راپورته کړه. په همدې وخت کې د لومړي ځل لپاره د برتانیا د مشترک المنافع چارو وزیر نیول بیکر د دې هیواد په پارلمان کې پاکستان خپل میراث خور وباله او د ډیورنډ کرښه یې په لومړي وار لپاره بین المللي پوله وبلله.
5- له ډیورنډ کرښې پورې غاړه پښتنو د پاکستان جوړیدل او دا کرښه نه ده منلې
د ډیورنډ د۲۴۳۰ کیلو متره اوږدې کرښې پورې غاړه پښتنو د ډیورنډ د کرښې په خلاف د هماغه پیل راهېسې وسلوال پاڅونونه پیل کړي وو، د انګریزانو چاوڼۍ یې وسوزولې او کله چې پاکستان جوړ شو د باچاخان په مشرۍ د کوزو پښتنو په میلونونو کسانو مظاهرې او اعتراضونه وکړل او د ډیورند کرښې د له منځه وړو نارې یې پورته کړې، چې د پاکستان د زپوونکو اقداماتو او د افغانستان د ورانونکي جګړې سربیره تر ننه هم په کوزه پښتونخوا کې ددې کرښې خلاف احساسات پر ځای پاتې دي.
6- ظاهرشاه د ډیورند کرښې د له منځه وړلو درې مهم فرصتونه ضایع کړل
په ۱۹۴۷ م کې چې د پاکستان په نوم يو نوی مملکت جوړ شو نو له قبايلي سيمو انګريزان ووتل. د برتانیا هند ټولې چاوڼۍ، ودانۍ پاکستان ته پاتې شوې او په دې توګه پاکستان ځان د بریتانیا او افغانستان ترمنځ د حقوقي تړونونو میراث خور هم وباله. په کابل کې د برتانیا د سفارت ودانۍ هماغه وخت د پاکستان لاس ته ورغله.
تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه وخت د افغانستان د پاچا محمد ظاهر شاه لپاره يوه ښه موقع وه چې پرخپلې سيمې يې دعوه کړی وی. خو د ظاهرشاه حکومت د ناڅرګندو دلایلو له کبله یوازې په بیانونو کې دا دعوه توده وساتله او د خپلې خاورې د نیولو لپاره د پیاوړي پوځ په لرلو سربیره هم عملي اقدام ونه کړ. د هغه وخت د حکومت چارواکي ددې فرصت بایللو په اړه بیلابیل دلایل بیانوي خو یو هم په سمه توګه نه شي توجیه کیدای.
دویم غوره فرصت چې په کې افغانستان پر خپلې خاورې دعوه کولی شوی په ۱۹۶۵ م کال کې هغه مهال چې پاکستان په خپل ټول پوځي توان هند سره په جنګ اخته و، افغانستان په یو پراخ پوځي بريد کې دا سيمې نيولې شوې خو افغان حکومت نه یوازې د خپلې پلرنې خاورې د بیرته تر لاسه کولو لپاره پوځي اقدام ونه کړ بلکې د هندوستان پر ځینو بمباریو یې چې د پېښور پر هوايي ډګر شوې وې د افغانستان له خوا اعتراض هم وشو.
د افغانستان لپاره د ډیورنډ لاین د له منځه وړلو لپاره درییم ښه فرصت په ۱۹۷۱ م کې هغه مهال و چې د پاکستان زيات پوځ په بنګال او وروستو هند کې بند شو، بنګله دیش ازادي واخیسته، خو افغانستان د محکومو پښتو د ازادي لپاره په دې مناسب وخت کې غوڅ اقدام ونه کړ.
7- اسلامي بنسټپالو ډلو په سیمه کې د ډیورنډ د کرښې پر ضد ولسي داعیه وځپله
په افغانستان کې د ظاهر شاه او ورپسې سردار محمد داود په واکمنۍ کې او تر هغې راوروسته موده کې په افغانستان کې او له پولې اخوا په کوزه پښتونخوا کې اسلامي بنسټ پالې ډلې تل د پاکستان د پوځ تر مستقیم اغیز لاندې وې او ځینې یې پاکستاني او بریتانوي استخباراتي ادارو د ډیورنډ لاین پر ضد د ولسي احساساتو د کمزورې کولو لپاره رامنځ ته کړې.
د پاکستان او افغانستان یو شمیر بنسټپالو اسلامي ډلو د افغانستان د ملي ارزښتونو د کمزوري کولو لپاره پرلپسې هڅې وکړې او هڅه یې وکړه چې په کوز او بر پښتنو کې د ډیورنډ کرښې پر ضد شته کرکه راکمه کړي.
په افغانستان کې اسلامي جهادي تنظیمونو د پاکستان د پوځ او مذهبي ډلو سره یو ځای په مستقیم او غیرې مستقیم ډول کوښښ وکړ چې دواړو خواوو ته د ډیورنډ د کرښې نه منونکي ملي خوځښتونه وزپي چې دا چاره تر اوسه هم دوام لري.
په تیرو درې لسیزو کې د شوروي یرغل او د افغانستان له جهاد څخه د پاکستان استفاده او ورپسې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د طالبانو راپورته کول ددې سبب شول چې په سیمه کې ناخوالې دومره زیاتې شي چې خلک د ډیورنډ کرښې پر ضد کرکه هېره کړي.
8- پاکستان له هر افغان حکومت څخه د ډیورنډ د کرښې د منلو غوښتنه کړې
د پاکستان له رامنځ ته کیدو راوروسته پاکستان پر لپسې له بیلابیلو لارو د وخت پر افغان حکومتونو فشار راوړی چې د ډیورنډ کرښه دې د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي سرحد په توګه تایید کړي. دوی د ظاهر شاه او داود خان د واکمنیو پر ضد د حزب اسلامي د هغه وخت غړي لکه حکمتیار، مسعود او نور لا د کمونیستانو تر کودتا مخکې بریدونو او وسلوال مخالفت ته هڅول او دوی ته یې وسلې ورکولې. دې ډلو لا هماغه مهال په افغانستان کې د ښونځیو سوزول او د پلونو نړول پیل کړي و.
کله چې کمونیستانو کودتا وکړه پاکستان ته لا ښه پلمه په لاس ورغله او د مجاهدینو تر شا د همدې لپاره ودرید څو د افغانستان مرکزي حکومتونه کمزوري کړي او دا کرښه پرې ومني.
اسناد ښيي چې پاکستان په تیرو درې لسیزو کې د رباني، طالبانو او حامد کرزي له حکومتونو وخت پر وخت د رسمي سرحد په توګه ددې کرښې د منلو غوښتنه کړې، خو دې نظامونو که غوښتل یا نا غوښتل ددې کرښې د تایید توان یې نه درلود.
پخواني ولسمشر حامد کرزي وخت په وخت دا خبره په ډاګه کړې چې پاکستان ورڅخه په رسمي غونډو کې د طالبانو له ملاتړ څخه د لاس اخیستو په بدل کې په څرګنده د ډیورنډ کرښې د منلو او له هندوستان سره د اړیکو د پرې کولو غوښتنه کړې چې نوموړی وايي نه یې ده منلې. د اشرف غني په مشرۍ اوسنی حکومت هم په دې اړه له د پاکستان له جدي غوښتنې سره مخ دی.
9- د امریکا او بریتانیا په شمول یو شمیر هیوادونه ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ګڼي خو یو شمیر یې نه مني.
د امریکا ، بریتانیا او سعودي عربستان په شمول ځینې هیوادونه ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي سرحد بولي خو ددې سرحد لانجمن وضیعت هیڅ هیواد نه ردوي. له همدې کبله خو د ملګرو ملتونو په شمول نړیواله ټولنه تل د دواړو لورو ترمنځ په دې اړه یوې وروستۍ پریکړې ته د رسیدو لپاره د خبرو اترو او جوړجاړي غوښتنه کوي.
همدارنګه د هندوستان په څیر یوه وړه ډله هیوادونه داسې هم دي چې ډیورنډ لاین ته لکه د افغانانو په څیر د یوې تپلې شوې کرښې په سترګه ګوري او ګرد سره یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توګه نه مني.
10- حکومتونه په یوازې سره د ډیورنډ کرښې په اړه پریکړه نه شي کولی
د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو څخه ډیره د پښتنو د ستر ولس مسله ده چې ددې کرښې په اوږدو تر شپیتو میلونو څخه په زیات شمیر کې پراته دي او دې کرښې په دوو برخو داسې ویشلي چې د یوې کورنۍ غړي یې سره بیل کړي.
ددې کرښې د منلو او یا نه منلو په اړه هره پریکړه هم په همدې پراخو پرګنو یا د دوی په منتخبو استازو پورې تړلې ده.
د نړیوالو حقونو له مخې په سیمه کې یوه پراخه، بې پرې او عادلانه ټولپوښتنه ددې کرښې برخلیک ټاکلی شي، د کومې ټولپوښتنې لپاره چې اوس شرایط نه دي برابر.
له دې پرته که ولسونه په دې اړه پریکړو کې شامل نه وي د حکومتونو ترمنځ هر ډول پریکړې به بیا هم لکه عبدالرحمن خان او بریتانوي هند ترمنځ تړونونو ته ورته وي چې کاغذ کې به وي خو هغه ولسونه به یې هیڅکله هم ونه مني چې پر خیټه یې دا کرښه ښکل شوې ده.
11- ایا د ډیورنډ کرښې د معضلې حل نشته؟
ولې نه. لکه مخکې مو چې وویل که په سیمه کې داسې شرایط رامنځ ته شي چې د کرښې دواړه غاړې میشت پښتانه چې دې کرښې ویشلي په بې طرفه او ازاده توګه خپله اراده څرګنده کړی شي او د هغوی ارادې ته درنښت تضمین شي کولای شي ددې کرښې په اړه یوې دایمي پریکړې ته لاره هواره کړي.
البته افغان حکومت د کوزو او برو پښتونو د یوې لویې جرګې په ترڅ کې د دې کرښې په اړه بحث او خبرې پیلولی شي چې ښايي اوږد وخت ونیسي څو پریکړې ته ورسیږي.
همدارنګه د افغانستان او پاکستان حکومتونه کولی شي پر کرښې د کړکیچ راکمولو لپاره پر ځینو موقتو حل لارو غور وکړي څو د معضلې یو دایمي حل ته لاره هواره شي.
دې کې هیڅ شک نه شته چې ددې کرښې پر سر راپورته شوي کړکیچ د کرښې دواړه غاړه پښتانه ناارامه کړي او دا سمه نه ده چې په اړه دې هیڅ ډول خبرې نه کیږي. خبرې کیدای شي خو دا خبرې باید د دواړو لورو د حکومتونو په صلاحیتونو پورې محدودې وي او د کرښې په اوږدو کې د پرتو ولسونو خوښه او خیر ښیګڼه باید په کې شامله وي.
مینه احمد
دا د برتانیه د ظلم او ستم ورځ وه ، او د یو غریب هیواد او ملت سره د ظلم انتها ، خو سل کاله ورسته هم لا پښتانه ژوندی دی او پدی کرښه لعنت وایی او د برتانیه او نورو تالی سټو هغه شوم پلانونه، چه غواړی پښتون د نړی له نقشی ورک کړی مقابله او مقاومت کوی
د هغی ورځی په هیله چه د واړه خوا ورونه قومونه سره لاس یو کړی او د اشغال دغه پاتی شوی نښی هم ورکی کړی او یو ستر باغزته سر لوړی عظیم هیواد ( لوی افغانستان ) د اسیا په زړه حکومت کولو والا دولت بیا را زرغون کړی )
سلامونه،
+دا تصادفات ګورئ چې د نومبر میاشتې پر نهمه د برلین دیوال پس له ۴۱ کلونو ونړیده هغه هم د دواړو خواوو جرمنیانو په بیلونو او کلنګونو+ اقتصادی ، سیاسی ، مهاجرتی ا.د.ن. لاملونو!په برابریدو!
-د نوامبر پر ۱۲مه ؛۱۳۰ کاله پخوا له ڼن نه د مار ټیمر دیورڼډ کرغیړنه کرخه صرف د برتانوي انډیا او امیر عبد رحمانخان د یوه ټوټه مردار کاغذ پر مخ رسم سوې لاکن، لر او بر ولسونو نه ده منلې او الله ج.دې داسې شرایط برابر کړي چې پوکسټین نه یو بل بنګله دیش (بلوڅستان!!)،او حتی دوه نور د پښتونستان او ګلګت بلتستان جماهیر جوړ سي!!! او یا لوی افغانستان بیرته یو ځای شي( لر او بر یو افغان)
-دریمه توره ورځ هم د ناردرن ایتلاف د ۳۹ بالدارانو پر اوږو اود ب۵۲ په زور د پشتنو په قتل عام ، د کابل نیول و او بیا دا تیر ۲۰ کالونه ې څه اسراییلي ډوله مظالم چې پر پلسطین د کفارو په زور کوي لس چنده زیات وکړل په ملیونونه افغانان ې همسایه!!،سیمې اونړۍ ګوټ ګوټ ته مهاجر او دربدر کړل او دا لړۍ لا دوام لري؛؛ او بیا هم راه ګنجشګ لټوي!!!!!
-او رښتیا د نومبر ۱۱مه د نړیوالې بې وسلو کولو ورځ هم لمانځل کیږي .په داسې حال کې چې تریلیونونه ډالرې پر وژونکو وسلو لګیګي او پر اوکراین، پلسطين ، سوریه، یمن ، لیبیا، سوډان، روهینګیا، کردان، …. استعمالیګی.!؟
مرحوم پوهان حسن کاکړ، ښاغلۍ حميد مبارز او ښاغلی حبيب الله رفيع وايي چې امير عبدالرحمن خان لاسليک په دې سند نشته يانې لاسليک کړی يي نه دی
سلامونه،
د مار تیمر ډیورڼډ د تپل سوی تورې کرښې دادی یو کال نورهم تیر شو! پنجابی استبلشمڼټ او ګوډاګیانو ې په دیکال هم په سلګنو افغانان/پښتانه د تش په نامه ترهه ګرۍ(چې ډیری یی پخپله جرنیل کرنیل…تولید کړی)؛د ویزی او پاسپورت،تجارتی قانون پر خلاف تعرفې؛د دروازو بندولو سره کروړونه مالی زیان؛ دمریضانو وژل کیدل په انتظار کی…او داسی نور مظالم
پر خپل ګاوڼډی روا بولي؛د قیامت په ورځ به د الله ج.سزاوی وی ،او د جرنیل مرنیلانو مړې ټیټې سترګې جهنم ته روان!!!
-د فلسطین،غزې ، لبنان او یمن ،سوریی،عراق،ایران خبرونه او آوازونه خو ټوله نړۍ کې خپریږي
مګر د پښتون/افغان د مظلومانو غږ حتی د تش په نامه پوکسټیین مډیا کې هم بند دی؛ صرف سوشل مډیا ،شخصي سمارتفونز او په تیره بیا د ولسپالو غورځنګونو او کسانو له خوا د باندې راوزي ؛لاکن بیا هم د ټولګټو او د پخوانۍ سنټو ؛ناتوو..هیوادونه پری سر نه ګروی او لا ورته بلیونونه ډالری؛ ریالونه او پوڼډونه ورکوي ؛ هغه د افغانستان له جهاد مخکی او وروسته یی چې وڼډې وهلي او لا اوس هم ،وند خوده میزڼند!!؛لا چا ورسره احتساب ندی کړی!!
دجمهوریت دورې(دا اخری ۲۰کالونو )د شرم پوزه ، ازغن تارونه او سمټي دروازې او دیوالونه دي چې ولسونو ته یی لا زیات مشکلاتونه پیدا کړي؛ ورځ دې /به راشي چې لکه د برلین دیوال ونړیږي اولوی افغانستان ترجهیلم او ایلمه جوړ سي!
تاند والو زما لیکنه مو ولې نده خپره کړې علت یې څه دی کوم شی یې بی قانونی دی !! اخلاق باید تر میجاز پورې نه وي تړل شوي کوم شی چې غلط دي لطفا ماته یې هم دلته ولیکۍ مننه زه حوصله کوم !