شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهګردجنه پيانو | اکبر کرګر

ګردجنه پيانو | اکبر کرګر

خوب مې وتښتيد اوبيا تر سهاره ويښ پاتې شوم . خو دپيانو اواز مې تر اوسه هم په غوږونو کې بنگارى کوي . کيسه داسې وه  چې دکار له ستړيا نه  چې نوى دخوب ځاى ته ورغلم سملاسي ويده شوم. کوټه تورتم وه ، بهر تورتم و، په خوب کې مې هم تورتم ليده ، درڼا انځور مې نه تر سترگو کيده . کله هم دخوب اوکله هم دخوب او ويښې په منځ کې نااشنا تور اوتورتم  انځورونه وينم . هر څه را ته تور بريښي ، فکر کوم ، دا تور والي طبيعي دى اودژوند رښتوني انځور همدا دى . خو په دې تور اوخړ بخون انځور کې يو بله کوټه وينم . يوه اوږده مستطيل ډوله کوټه  چې په بر سر کې يې  يو تخت پروت دى ، دکوټې دديوال په منځ کې  کړکۍ چې دېوي پلې هينداره يې ماته ده . ماته هينداره په کاغذ پوښلې اوپه ټايپ کلکه شوي ده. دباد په لگيدو سره ترې دټپ ټوپ اواز راځي.کوټه نوره تورتم ده ، په کوز ه برخه کې يوه زړه اوماته پيانو ليدل کيږي. په پيانو دوختونو گردونه پراته دي . بستره هم چې يوه خړه کمپله پرې هواره ده ، دپنډو خاورو گرد پرې پروت دى. د تخت په څنگ کې يو کوچنې ميز ايښودل شوى دى ، پر ميز يوه سپينه چيني پياله ايښې ده ، هغه هم گرودونو خړه اړولي ده .

دپيالي په خوا کې  يو پنډه ديادونو کتابچه هم پاتې ده داسې بريښي چې  کتابچه له نيمايي نه زياته ډکه شويده ، خو تر هغه ځايه چې په کې ليکنه شوي ده همالته  خود کار قلم ايښودل شوى دى. په کتابچه هم خړ گرد پروت دى. له کوټې بهر اسمان نه بريښي ۔ يوازي په تته رڼا په دغه کوټه کې پيانو او  ميز بريښي ، دماتي هينداري سورۍ کړکۍ  مښلول شوى کاغذ دباد په اثر ټپ ټپ کوي.

سترگې مې په يو سيورې نښلي، يوه دنگ او هډور سيوري را ننووځي ، ورو په يوه ماته دړه  پيانو ته کينې، په پيانو گوتې خو ځوې  کښته پورته يې گوري. دپيانو پردې ورو ورو خوځي . حرکت کوي.

يوه شيبه سکوت احساسوم، کوټه تورتم ده. دکړکۍ نه دټپ ټوپ اواز پورته کيږي، بهر هم توره تياره ده. دکړکۍ له ماتې هيندارې دآسمان يوه څنډه ترسترگو کيږي ، دوه درې ستورې بريښي سترگکونه وه ، دسپوږمۍ درک نشته داسمان  شنه کاسه هم رسا نه بريښي. خو کله چې بيرته کوټي ته سترگي را اړوم، سيورې هماغه شان  دپيانو په پردو بوخت دى .دپيانو په پردو گوتې کښته پورته کوي . خو له پيانو  ډېر ورو اونرى اواز را پورته کيږي ۔ د اواز کلمات اومفاهيم نه پيژندل کيږي يوازې لکه گنگوسه احساس کيږي .

يوه شيبه سترگې غړوم، گورم په خپله بستره کې غځيدلي يم، خواوشا گورم سيورې  نه  تر سترگو  کيږي. بيرته خوب ته ورځم خو په ذهن کې مې دپيانو نرى اواز  بنگار کوي. په بيا ځلي خوب کې بيا هماغه گردجنه کوټه ۔ هماغه دکړکۍ شړپ شړپ او دسيورې قامت  چې په ماته دړه پيانو ته ناست دى ، دپيانو په پردو گوتې کښته پورته تېروې ، اواز ترې را پورته کيږي. اواز پلنيږي، اشنا بڼه غوره کوي.  نه يوازې کوټه پر سر اخلي ، بلکې احساس کوم چې په ټو ماحول، په ټوله ځمکه اوپه پاس اسمان کې دپيانو اواز خپور دى ، همدا يو اواز.

په ليارو اوسرکونو کې هم دا اواز اوريدل کيږي دغرونو په سرونو کې  هم انعکاس کوي، په سيندونو او دريابونو کې هم زمزمه کيږي ،بلکې دهر چا په خوله  دپيانو اواز څرخي، دپيانو اواز ، همدا يو بند:

وطن يا کفن –

له درانه خوبه را ويښيږم ، تن مې خوله خوله وي ، سيورې نه وي ، کوټه هم بدله وي ، خو دوطن اوکفن اواز چې دپيانو له پردو يې زما ذهن ته لاره کړې وه همداسې  مې په ذهن کې انگازي کوي .

لندن : سپتمبر  ۲۲ کال ۲۰۱۷

کرگر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب