نجلۍ سر پر سپي کیښود. د اورګاډي له جمپونو سره وښوریده خو بیرته یې سر د سپي پر غاړه تکیه کړ.
سپي ځان وخوځاوه، لکه چې غاړه یې وچه شوې وه. نجلۍ هم سر پورته کړ. ورته ومې ویل:
– ډیر درباندې ګران دی؟
دې سپی ښکل کړ:
– له ( هروي) سره نن خدای پاماني کوم
– څرنګه؟
– روزنتون ته یې سپارم
– ګران شی څوک له ځانه لرې کوي؟
نجلۍ سپی په ټټر پورې کلک ونیو، په غریو نیولي غږ یې وویل:
– ( هروي) دوې میاشتې مخکې ماته ملګري راکړی و هغه زه پرې ښودم
– نو چې هغه پرې ایښې یې د سپي څه ګناه ده
نجلۍ په چوکۍ کې ځان لږ سره ټول کړ. لاشتیک یې له جیبه راوایست، ویښته یې پکې بند کړل. اورګاډي د نوي تمځي د رارسیدو اعلان وکړ. نجلۍ د سپي څټ وګیراوه، ولټیده، ماته یې مخ راواړاوه:
– زه هم دغه وایم که زه ( هیروي) پریږدم نو زما او د هغه څه فرق شو؟
ما سر ورته وخوځاوه، دې لاس وښوراوه، سپی یې په غیږ کې کلک کړ او چې له اورګاډي کوزیده په لوړ غږ یې وویل: « مننه ».
پراګ
ډېره ښکلې کیسه ده او ښکلي تصویرونه لري.