Homeخبرونهد کرکټ نړیوالې شورا تازه درجه بندۍ کې راشدخان لومړي مقامونه خپل...

د کرکټ نړیوالې شورا تازه درجه بندۍ کې راشدخان لومړي مقامونه خپل کړي

تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۱۶مه) د کرکټ نړيوالې شورا (ICC) لخوا تازه د پنځوس اوريزو او شل اوريزو لوبو د توپ اچونکو درجه بندۍ اعلان شوې.

په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې افغان نړيوال ستوري “راشد خان” د دواړو فارمټونو د توپ اچونکو په سر کې لومړي مقامونه خپل کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې راشد لومړي مقامونه خپلوي بلکې، ځلونه او کلونه کېږي راشدخان دا لومړي مقامونه په ښې وړتیا ساتلي دي.

د کرکټ نړيوالي شورا (ICC) د يو ورځنيو لوبو د آلرونډرانو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې يو ځل بيا عظمت الله عمرزي لومړی مقام خپل کړی.

په دغه درجه بندۍ کي محمد نبي ۳م او راشد خان ۵م مقام له ځان سره لري.

دغه راز بیا د شل اوریزو لوبو کلنۍ درجه بندۍ کې افغان لوبډلې یوه نومره بايللې ده او اوس مهال د ۲۲۰ نومرو سره په لسم مقام ده:

هند:

مخکینۍ نومرې: ۲۷۳

اوسنۍ نومرې: ۲۷۵

انګلینډ:

مخکینۍ نومرې: ۲۵۹

اوسنۍ نومرې: ۲۶۱

استراليا:

مخکینۍ نومرې: ۲۵۸

اوسنۍ نومرې: ۲۵۸

نيوزيلينډ:

مخکینۍ نومرې: ۲۴۸

اوسنۍ نومرې: ۲۴۷

سویلي افریقا:

مخکینۍ نومرې: ۲۴۵

اوسنۍ نومرې: ۲۴۴

پاکستان:

مخکینۍ نومرې: ۲۳۸

اوسنۍ نومرې: ۲۴۰

ويسټ انډيز:

مخکینۍ نومرې: ۲۳۵

اوسنۍ نومرې: ۲۳۷

بنګله‌دېش:

مخکینۍ نومرې: ۲۲۴

اوسنۍ نومرې: ۲۲۵

سريلانکا:

مخکینۍ نومرې: ۲۲۷

اوسنۍ نومرې: ۲۲۱

افغانستان:

مخکینۍ نومرې: ۲۲۱

اوسنۍ نومرې: ۲۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...