گی دو موپاسان په ۱۸۵۰م کال کې په فرانسه کې زیږیدلی او همالته په ۱۸۹۲ کال کې مړ شوی. دی د نوي لنډې کیسې پلار بلل کیږي. دی د Naturalist یا طبیعت پالو له ډلې و چې په خپلو کیسو کې یې د خلکو حالات داسې بیان کړي چې د دوی له هیلو څخه لوړ او ورته نارسیدونکي وي. دده له اثارو (او هینري) او سامرسیټ موهام په لویه کچه اغیزمن شوي. ده تر دریو سوو پورې کیسې، شپږ ناولونه او نور کتابونه لیکلي. تر ټولو مشهوره کیسه یې (The Neklace) د غاړکۍ تر نامه لاندې چې ایروني پکې کارول شوي ده. دې کیسه کې دی د یوه انسان نه تمامیدونکی هیلې او حرص انځوروي. لوستونکو ته دا پیغام ورکوي چې هر حالت کې شکر پکار دی او ډیرې هیلې سړی له خپل اصلي هدفه منحرفوي.
غاړکۍ
دي یو له هغو ښایسته، زړه راښکونکیو ځوانو میرمنو څخه وه چې د قسمت غلطۍ د منشیانو په کورنۍ کې پیدا کړي وه. نه يې ولور درلود، نه هیله، نه يې دا موخه لرله چې مشهوره شي، یا دې يې قدرداني وشي، یا دې مینه ورکړل شي او یا دې د یوه نوموتي او شتمن سړي سره واده وکړي؛ دي ځان ته ددې اجازه ورکړه چې د تعلیمي هییت د ادارې له یوه عادي منشي سره واده وکړي.
دي ساده وه، ددې توان يې نه درلود چې ځان ته مینه ورکړي؛ د خپلې ډلې د نورو ښځو په څېر خفه وه، ځکه چې ښځې په هېڅ کومه طبقه، نژاد پورې نه وي تړلي او ددوی نرمي، ښکلا او جادو یوازې په خپله کورنۍ او د زیږیدو په ځای کې په کار ورتلل. د دوی ذاتي ظرافت، غریزوي لطافت او په خبرو کې انعطاف پذیري يې یوازینی اشرافیتوب دی چې د ځینو خلکو لوڼې د ښه نوم لرونکیو ښځو سره په یوه کرښه کې دروي. دي په دوامداره توګه له دې احساس زوریده چې د ټولو عیاشیو او مستیو لپاره پیدا شوي ده. د خپل اپارتمانت د بې وزله حالت څخه ځوریده؛ خراب شوي دیوالونه، زړې چوکۍ او په وخت تیر شوي نور شیان. د دي په څېر د مقام درلودونکي یوې بلې ښځې به دې شیانو ته ورکتلي هم نه وای او دې خبرې دي خفه او په غوسه کوله. هغه کوچني بریټون چې دا خړ پړ کور یې جوړ کړی و د دي په افسوسونو او مایوسونکیو هیلو کې راژوندی شو. دي د هغو ارامه کوچنیو کوټو سوچونه وهل چې په شرقي پردو به پوښل شوي، په لوړو برونزي څراغونو به روښانه شوي وې او په لنډیو پتلونونو کې به دوه خادمان په اوږدو چوکیو کې پکې ویده کیدل او د بخارۍ ګرمې هوا به خوبولي کول. د رسامۍ دهغو لویو کوټو په هکله چې په وریښمو به پوښل شوي وې، ښکلي میزونه او چوکۍ چې د نامعلوم قیمت انتیک شیان به پرې ایښي و او د هغو معطرو شیکو اپارتمانتونو په هکله چې د صمیمي ملګرو یعنې پیژندل شویو او پسې ګرځيدلیو خلکو سره د مازیګري بنډارونو لپاره جوړ شوي و او ټولو ښځې يې د توجو غوښتونکي وې، سوچونه وهل. کله چې د هغه ګردي میز تر مخه چې رخت يې درې ورځې کارول شوی و، د ماښامنۍ لپاره میړه ته مخامخ کښیناسته، میړه يې د سوپ له کاسې څخه سر پوښ په خوښۍ پدې ویلو سره پورته کړ: اوه! څه ښه سوپ! له دې بل ښه شۍ نشته» دي د شیکو ماښامنیو، سیلوري لوښیو، د هغو دیوالي نقاشیو چې د پخوانیو نوموتيو خلکو څیرې او د خیالي ځنګلونو منځ کې د نادره مرغیو انځورونو به پرې کښل شوي و، فکر یوړه. د هغو خوړو چې په ظریفو لوښیو کې به تیاریدل، هغه پټ زړه ورتوب ته چې د ماهي ګلابي رنګه غوښه یا د چرګ وزر به يې پرې خوړل، د یوه ناولده مخلوق په څېر به موسک ول، سوچ یوړه. د دي نه جامې وې، نه ګاڼې او له همدې شیانو سره يې مینه هم وه. داسې يې احساسوله چې د همدې شیانو لپاره جوړه ده. دي همدا هیله لرله چې خوشحاله وي، خلک يې وغواړي، هوښیاره وي او مینه ورسره وشي. دي یوه شتمنه ملګرې لرله، د خانقاه ملګرې يې وه، نه يې غوښتل چې ورسره وویني، کله به چې راوګرځيده نو ډیره به ځوریده، ټوله ورځ به يې له پښیمانۍ، سپکاوي، کرکې، او ناهیلۍ له کبله ژړل.
******
یو ماښام يې میړه پاکټ په لاس په خوښۍ کور ته راستون شو. ویې ویل:« دا دی ستا لپاره مې یو څه راوړي» دي په تیزۍ سره پاکټ خلاص او یو چاپ شوی کاغذ چې دا خبرې پرې کښل شوي وې، راوباسه.
« د عامه خدماتو وزیر او میرمن جورج رامپونو احتراماً له ښاغلي او اغلې لویزل څخه د دوشنبې په ورځ د جنورۍ په اتلسمه د وزیر صاحب په ځای کې د ګډون غوښتنه کوي»
د میړه د هیلې خلاف د خوشحالۍ پر ځای يې بلنلیک په کرکې سره په میز واچاوه او ويې ویل: څه فکر کوې چې زه به پدې څه وکړم؟»
میړه يې وویل: زما ګرانې؛ فکر مې وکړ خوشحاله به شې. ته بیخي د باندې نه ځې، دا یو چانس او بیخي غوره چانس! ما ددې د اخیستلو لپاره په ځان ډير تکلیف تیر کړ. هر څوک يې غواړي، خو انتخاب شویو ته ورکول کیږي او کارمندانو ته خو بیخي لږ. هلته به ټوله رسمي خلک ووینې .» دي په خشنو سترګو وروکتل او په غوسې سره يې وویل:« څه فکر کوې چې داسې ځای ته به زه څه واغوندم؟»
ده په دې هکله فکر نه و کړی، په ګېچ انداز يې وویل: ولې هغه کمیس چې تیاتر ته دې اغوستی و، ما ته خو بیخي ښایسته ښکاري.» د خپلې ښځې د ژړا په لیدو خاموشه، خفه او ځان احمق ور معلوم شو. د ښځې له سترګو يې غټو اوښکو د خولې کونج ته لیکه جوړه کړه، په بند بند ډول يې وویل: څه خبره ده؟ څه کیسه ده؟»
په سختې هڅې سره يې خپل خفګان کنترول او د لامده غومبري په وچولو سره يې په غلي اواز کې ځواب ورکړ: هېڅ! زه کمیس نه لرم نو له همدې وجې نشم کولای دې مراسمو ته لاړه شم، خپل یوه ملګري ته چې میرمن يې له ما څخه ښه جوړه وي، دا کارت ورکړه.»
دی بیخي خفه شو خو ځواب يې ورکړ: ماټیلډا، ته ودره چې وګورو یو مناسب کمیس به څومره بیه ولري، داسې څه چې دا ډول موقعو ته پکاریږي او بیخي ساده وي؟»
دي یو څو شیبې فکر وکړ، تقریبي قیمتونه يې وړاندې کول او داسې بیې په فکر کې وه چې دا کنجوس منشي سملاسي ونه ډار کړي او له خپلې خبرې په شا نه شي. بلاخره يې زړه نا زړه اواز کې وویل: دقیقاً نشم ویل خو ممکن څلور سوه فرانکه به بس وي.»
د سړي رنګ لګ سره ژیړ شو ځکه چې همدومره پیسې ده د یو ټوپک لپاره ساتلي وې تر څو راتلونکی اوړۍ وتوانیږي د ښکار له ډلو سره چې په نانتیر دښته کې ترسره کیږي او د یکشنبې په ورځ يې ملګري هم د مرغیو ویشتلو پسې تللي و، یو ځای شي. په هر صورت؛ ځواب يې ورکړ: ډیر ښه، زه به څلور سوه فرانکه درکړم خو هڅه وکړه چې ښکلی کمیس واخلې.»
د مراسمو ورځ په رانږدې کیدو وه؛ میرمن لویزل خفه، ګېچ او وارخطا معلومیده. په هر صورت، کمیس يې تقریباً تیار شوی و. میړه يې یو ماښام ورته وویل: څه در شوي؟ له تیرو دوو درو ورځو راهیسې بدله غوندې ښکارې.»
دي ځواب ورکړ: زه د زیوراتو نه درلودلو بیخي ګنګس کړي یم، د ځان ښکلي کولو لپاره یوه ټوټه زر هم نه لرم. زه به بیخي غربت وهلي ښځه معلومیږم، نو ښه ده چې دې میلمستیا ته لاړه نه شم.»
ده ورته وویل:کولای شی طبیعي ګلان واچوې، دې وختو کې بیخي لوکس ښکاري. د لسو فرانکو په بدل کې دوه درې لوی ګلان اخیستلای شې.»
دي قناعت نه کاوه، ځواب يې ورکړ: نه. له دې بل سپک څه نه شته چې د شتمنو میرمنو تر منځ بې موډه ښکاره شې.»
میړه يې چیغه کړه: څومره احمقان یو! لاړ شه او ملګرې دي میرمن فورسټیر پیدا او زیورات ترې وغواړه. د دې کار کولو لپاره کافي اشنايي ورسره لرې.»
دي د خوښۍ چیغه وکړله او ويې ویل: رښتیا ده! پدې اړه مې بیخي فکر نه وکړی.»
پدا بله ورځ د خپلې ملګرې کور ته ورغله او د خپلې مایوسۍ کیسه يې ورته وکړه. میرمن فورسټير خپلې د شیشه يي دروازو لرونکي المارۍ ته ورغله او د زیوراتو یوه لویه بکسه يې راوخیسته، خلاصه يې کړه او ورته ويې ویل چې زما ګرانې! خوښه يې کړه. لومړی يې بنګړي ولیدل، بیا د ملغلرو امیل، بیا د سرو زرو یو وینسۍ صلیب او داسې نور زیورات چې د ستاینې وړ کار په ترڅ کې جوړ شوي و. زیورات يې د هیندارې تر مخه وازمایل، زړه نا زړه وه، خو پریکړه يې نه شوه کولای چې وايېخلي که پرېيږدي ، بیا يې وپوښتل: نور څه نه لرې؟»
فورسټير وویل: ولې نه! درته ويې ګوره، زه خو نه پوهیږم چې تا به څه خوښه کړي.»
ناڅاپه دي په یو تور ساټن بکس کې د الماسو یوه غټه غاړکۍ ولیده او زړه يې په نه تم کیدونکي غوښتنې سره درزیدل پیل کړل. د راخیستو په وخت کې يې لاسونه لړزیدل. د خپل کمیس خلاف يې په خپلې مرۍ کیښودل او پر وړاندې يې حیرانه پاتې شوه. بیا يې په زړه نا زړه او له تشویشه ډک اواز کې وویل: ایا دا په قرض راکولای شې، یوازې دا؟»
فورسټير وویل:« ولې نه! بلکل.»
د خپلې ملګرې په غاړه يې لاسونه راتاو، په مینې سره ورغاړې وته او بیا ددي له خزانې سره لاړه.
د میلمستیا ورځ راورسیده، میرمن لویزل بیخي کامیابه وه. له ټولو ښایسته، ظریفه، لوکس، خوشاله او له مستۍ ډکه وه. ټولو سړیو به دي ته ورپام کیده، د نوم پوښتنه به يې ترې کوله او غوښتل يې ورسره وپیژني. د کابینو ټولو غړیو غوښتل ورسره ډانس وکړي. د تعلیم وزیر هم لګه توجو ورته وکړه. دي په شوق او مینې سره ګډیده، په خوند کې ډوبه وه، د خپلې ښکلا او کامیابۍ په بري کې يې نور د هېڅ په هکله فکر نه کولو. د خوښۍ دا وریځ چې له احترامه راپیدا شوي وه، ټولې ستاینې، ټولې نا مناسبې هیلې او دا کامیابي په بشپړه توګه ددې ښځې زړه ته خوږه ور لږیده. کور ته سهار په څلورو بجو لاړل. میړه يې له نیمې شيې راهیسې له درو نورو ښاغلو سره یو ځای چې میرمنو یې خوندونه اخیستل، په یوه کوچني سالون کې ویده شوی و.
ده د دي په مټو باندې هغه دسمال واچاوه چې کور ته د تلو لپاره يې ورسره راوړی و، هغه بې موډه شی چې هره ورځ به اغوستل کیدو او غربت يې د میلمستیا له شیکوالي سره بیخي سمون نه خوړ. دي دا احساسوله او غوښتل يې چې په تیزۍ سره لاړه او د نورو ښځو لخوا چې لوکس دسمالونه به ورسره و، ونه لیدل شي.
لویزل دي راوګرځوله او ورته ویل ویل: صبر وکړه، زکام به شې ته ودا چې یوه ګاډۍ راودروم.» خو دي غوږ پر ونه ګراوه او په زینو په تېزۍ سره کښته شوه. کله چې کوڅې ته ووتل، ګاډۍ يې پیدا نه کړه، د یوې په لټه کې شوه او هر ګاډیوان به يې چې له لیرې ولید نو غږونه به يې ورته کول. دوی د سیند تر څنګه په ناامیدی او ساړه نیولي قدمونه اخیستل. بلاخره يې د سیند په ډبرینه لار چې د کښتیو لپاره جوړه شوي وي، هغه زاړه شپنۍ اس ګاډۍ پیدا کړه چې د ورځې يې په پاریس کې هېڅوک هم نه ویني، ته وا چې د ورځې پر مهال له خپلې بدبختۍ شرمیږي. دوی يې په مارټېر کوڅه کې تر خپلې دروازې ورسول او له ستړیاوو ډک خپل اپارتمانت ته پورته شول. د دي لپاره هر څه پای ته رسیدلي و، خو ده ته دا په یاد وه چې سبا لس بجې به بیا دفتر ته ځي. دي د خپل بریالي ځان د وروستي ځل کتلو لپاره د هیندارې تر مخه خپل دسمال لیرې کړ. ناڅاپه يې کریغه کړه؛ غاړکۍ يې په غاړه کې نه وه.
خاوند يې چې له وړاندې نیمه لوڅ و، وپوښتل: څه خبره ده؟»
وارخطا يې ورمخ کړ: زه…زه… د میرمن فراسټير غاړکۍ راڅخه لویدلي!»
په ویرې سره راپورته شو: څه؟! دا څنګه؟ امکان نلري!»
د کمیس او جاکت په کونجونو، جیبونو او هر ځای کې ولټوله خو پیدا يې نشوه کړای.
ده وپوښتل: ډاډه يې چې د کور څخه د راتلو په وخت کې درسره وه؟»
دي وویل: هو، د راوتو په وخت کې مې په داهیلز کې هم احساس کړه.»
ده وویل: که په کوڅه کې دې ورکه کړي وي نو خامخا يې په غورځيدو خبریدو. شاید په ګاډۍ کې غورځيدلي وي.»
میرمن يې وویل: هو، امکان يې شته. شمیره دې ترې اخیستي؟
ده وویل: نه، تا؟ تا خو به نه وي لیدلی؟»
میرمن يې وویل: نه!»
یو بل ته يې بیخي په نا امیدۍ سره وکتل. بلاخره لویزل بېرته جامې واغوستې او ويې ویل: په کومه لار چې راغلي یو، په هغې بیرته ځم، شاید ويې مومم.»
دی لاړو، دي په خپل شپني کمیس کې پاتې شوه. دومره توان يې نه درلود چې کټ ته لاړه شي، په ناهیلۍ او بې فکرۍ سره په یوه چوکۍ ورړنګه شوه.
شاوخوا اووه بجې يې میړه راوګرځيدو. هېڅ يې نه و پیدا کړي. پولیسو ته ورغلی و، د ګاډیوانو دفتر ته ورغلی و، په ورځپاڼه کې يې اعلان خپور کړی و، جایزه يې وړاندې کړي وه؛ هر څه ته يې چې د هیلې کوچنۍ څرک هم ورتلو، ويې کړل.
دي د دې پیښې له کبله د ګنګسوالي او وارخطايی څخه ډکه ورځ تیره کړه. لویزل ماښام رنګ تښتیدلی او مایوسه راغی، هېڅ يې نه و پیدا کړي. ويې ویل: دا به ضرور وي چې خپلې ملګرې ته لیک ولیکې او ورته ووایې چې د غاړکۍ ځنځیر ما ته شوی او جوړوم يې. دا به لګ څه وخت راکړي چې جبران يې کړو.» دي همداسې وکړل او لیک يې ورولیږلو.
دي اونۍ تر پایه يې هره تمه پرې شوي وه. لویزل چې تر میرمنې يې پنځه کاله مشر وداسې وویل: د زیوراتو اندازه به يې واخلو تر څو بدیل يې ورته راوړو.»
پر دا سبا يې د غاړکۍ بکسه را واخیسته او هغه زرګر ته يې وروړه چې نوم يې پرې لیکل شوی و، ده د ثبت کتاب راواخیست: میرمنې، غاړکۍ ما نه ده پرې خرڅه کړي، یوازې مې یې بکس ورته تیار کړی و.
دوی له یوه زرګره بل او له بله بل ته ورتلل تر څو د خپل یاداښت څخه هماغه ډول یو غاړکۍ چې هغې بلې يوې ته ورته وه، پیدا کړي. دواړه ستړي، ناراسته او پریشانه و. د پالیس رویال په زرګرۍ کې يې داسې غاړکۍ پیدا کړه چې هماغې ورکې شوي ته ورته وه. بیه يې څلویښت زره فرانکه وه او په شپږدیرش زره يې اخیستلی شوه. دوی زرګر ته زارۍ وکړې چې تر دریو ورځو يې ونه پلوري. دا ترتیب يې هم برابر کړ چې که هاغه بله یوه يې تر فبرورۍ وړاندې پیدا کړه، نو د څلوردیرش زرو فرانکو په بدل کې يې بیا ستنولی شي. لویزل اتلس زره فرانکه لرل او دا يې پلار ورته پریښي و، دا نور يې قرض کړلې. داسې يې قرض کړلې چې زر فرانکه له یوه، پنځه سوه له بل، سل له بل او داسې نور. وعدې او ورانونکي ژمنې يې وکړلې، له صرافانو او ټولو هغه خلکو څخه يې پورونو واخیستل چې ورکول يې. خپل ټول شتون او لاسلیک يې په خطر کې پداسې ډول واچاوه چې خپله هم نه پوهیدو چې بیرته به يې ورکړای شي کنه؛ د راتلونکي ویره هم ورسره مل وله، تور بخت يې شاوخوا راټول و. خو له دې هر څه باوجود په خپل ټول شخصي محرومیت او اخلاقي زور سره د غاړۍ په اخیستلو پسې لاړ او د زرګر په میز يې شپږ دیرش زره فرانکه ورته کیښودل. کله يې چې میرمنې زیورات بیرته میرمن فراسټير ته وروړل، هغې په سړه لهجه ورته وویل: « باید ژر دې بیرته راوړي وای ځکه که ضرورت مې ورته پیدا شوی وای.» د دي له فکر سره سم يې د غاړکۍ بکس خلاص کړ. که چیرې يې په بدله غاړکۍ پوه شي نو څه فکر به وکړي؟ څه به ووايي؟ ایا غله به يې وبولي؟
******
میرمن لویزل اوس نو د مجبوریت په بدمرغه ژوند وپوهیدله، خو بیا يې هم خپله برخه په بریالیتوب سره ترسره کړله. ضرور وه چې دا ویرونکی پور باید ورکړل شي او دي يې باید ورکړي. د کور خادمه يې رخصت کړله، د اوسیدو ځای يې بدل کړ او په یوه ځمکتلي کې يې واړول. د کور درنې چارې او د اشپاز خانې بد صفته کارونه يې زده کړل. لوښي يې مینځل او په خپلو ګلابي نوکانو به يې غوړ لوښي او دیګونه پاکول. خیرنې جامې او زر دیرشۍ به يې مینځلې او بیا يې لیکه ویړولې. کوڅې ته تګ يې پیل او له هغه ځایه به ېې هر سهار په زینو اوبه راپورته کولې او په هر قدم کې به يې دمه کوله. د نورو ښځو په څېر به يې عادي جامې اغوستې؛ سبزي پلورونکي ، قصاب ، میوه پلورونکي ته به ورتله، ټوکرۍ به ورسره وه، سودا به يې کوله او له هر یوه سره به يې د خپلو بدبختو پیسو په نیمه روپۍ هم چنې کولې.
هره میاشت ضرور وه چې ځیني ژمنې بیا نوي کړي تر څو وخت ترلاسه کړي او ځینو نورو ته پیسې ورکړي. خاوند به يې ماښام هم کار کاوه، د کوم تجار کتابونه يې تنظیمول او د شپې به يې بیا یوه پاڼه په پنځو پیسو کاپي کوله.
دې ژوند لس کاله دوام وکړ. لس کاله وروسته يې ټول قرضونه خلاص کړي و، ټول، د صراف ګټه يې هم ورکړي وه او هغه نورې پیسې هم چې په سود يې ترې اخیستي وې.
میرمن لویزل نو اوس بوډۍ ښکاریده. قوي، سخته او د غریبو کورونو میرمن ترې جوړه شوي وه. ویښتان يې ګډوډ، لباس يې بې موډه، لاسونه يې سره شوي و، خبرې به يې په بم غږ کولې او انګړ به يې د اوبو په لویو سطلونو مینځلو. خو کله وار به چې خاوند به دفتر کې و، کړکۍ ته به کښیناسته، د تېر وخت هغه میلمستیا ته او د نڅا کانسرت ته به فکر یوړه چې دې پکې ډیره ښآیسته او لوکس ښکاریده. اوس به څنګه وای چې هغه غاړکۍ يې نه وای ورکه کړي؟ څوک پوهیږي؟ څوک پوهیږي؟ ژوند څومره عجیبه او له بدلونونو ډک دی! یو ډیر کوچنۍ شۍ يې ژغورلی هم شي او ورانولی هم!
******
یوه یکشنبه يې چې د اونۍ د کارونو د بوج لیرې کولو لپاره په پارک کې قدم وهلو، ناڅاپه يې یوه اشنا ښځه چې یوه ماشوم هم ورسره و ولیدله. دا ښځه میرمن فراسټير وه. لا هم ځوانه، ښایسته او جذابه وه. میرمن لویزل يې تر اغیزې لاندې راغله. ایا خبرې ورسره وکړي؟ هو بلکل! اوس چې يې هر څه پرې کړي نو باید خامخا ورته ووايي. ولې نه؟
ورنږدې شوه:« سهار پخېر جېن.» ملګرې يې ونه پیژنده او بیخي حیرانه شوه چې یو نا اشنا لاروی دې دومره اشنا غږ ورته وکړي. په بنده لهجه يې وویل:« اغلې، ما خو ونه پیژندې شاید غلطه شوې به وې.»
لویزل وویل:« نه، زه ماټيلډا لویزل یم.» ملګرې يې د حیرانۍ چیغه وکړله:« او زما خوارې ماټیلډا! څومره بدله شوي يې!»
لویزل وویل:«هو. له کله مې چې ته لیدلې یې سختې او بدبختې ورځې مې ولیدلې، دا ټول ستا له لاسه.»
ملګرې يې وویل:« زما له امله؟ دا نو څنګه؟»
لویزل وویل:«د الماسو هغه غاړکۍ در په زړه ده چې د کمیشنر د ناڅا میلمستیا لپاره دې ما ته راکړې وه؟» ملګرې يې وویل:« هو بلکل!» دي ورته وویل:« هغه رانه ورکه شوه.»
ملګرې یې وویل:« دا څنګه؟ هغه خو دې بیرته راکړله.»
لویزل وویل:« ما د هغې په څېر یوه بله درکړله او هغې له موږ څخه لس کاله ونیول چې پيسې يې پرې کړو. ته پوهیدای شې چې دا زموږ په رقم خلکو ته چې هېڅ نلري سخته وه. خو وشوه او زه بیخي خوښه یم.»
ملګرې يې وویل:« ته دا وايې چې په بدل کې دې یې ما ته د الماسو غاړکۍ واخیسته؟»
لویزل وویل:« هو، یعنې تا يې فرق ونشو کړای؟ بیخي سره یو ډول وې.» پدې ویلو سره يې په غرور او خوښۍ سره وموسل.
میرمن فراسټير بیخي متآثره شوي وه، د دي دواړه لاسونه يې په خپلو لاسو کې ونیول او ويې ویل:« اه زما خوارې ماټیلډا! زما غاړکۍ خو نقلي وه. له پنځو سوو فرانکو زیاته بیه يې نه لرله!»
ډيره خوندوره وه البته چي زه ستړي هم وم د کار وخت کي مي دمه کوله چي دغه ليکل مي تر سترګو شوول