شنبه, مې 25, 2024
Home+تر کوره یې غواړې؛ نه یې غواړې| حضرت عثمان نوري

تر کوره یې غواړې؛ نه یې غواړې| حضرت عثمان نوري

برېمن ژوند د چا نه دی خوښ؟ څوک دا نه غواړي چې ښه ارام او سوکاله ژوند دې ولري، تر نورو دې ښه وګرځېږي، ښه راکړه ورکړه دې ولري او په ټوله کې دې مړی – ژوندی هم تر نورو په متفاوته توګه وپالي، خو دا اسان کار نه دی او یوازې زموږ ارمان دی، چې لرو یې، خو د عمل لپاره یې بیا هېڅ نه کوو.

ژوند په متقابل درناوي او ارزښت ولاړ دی، خو که یې ونه لرئ، درته یې نه لري، که دې یو وار ورسره ښه پالل، درسره پالي یې، که دې ورسره ونه پالل، ښايي ډېر داسې خلک وي، چې هېڅ یې درسره ونه پالي، مګر په ډېر کم شمېر خلک به داسې وي، چې پښتونولي به شاته اچوي او اسلامیت ته به لومړیتوب ورکوي، چې دا د اسلام حکم هم دی، که چا درسره نه پالله، تاسې یې ورسره پالئ، دا چې یو په ناسمه لار دی، دا نو باید په دې معنی نه وي، چې تاسې هم ورسره له سمې لارې واوړئ او د هغوی د پل د پاسه خپل پل ور کېږدئ، بیا نو توپیر څه شو؟ د ښه او بدو تفکیک بیا له کومه کړو؟

هر انسان چې غواړي، په ټولنیز ژوند کې برېمن شي، بیا نو اړ دی، څو لاس تر زنې کېناستل خو همدا اوس پای ته ورسوي، د خپلو کارونو د ترسراوي لپاره ولټېږي، تنبلي لیرې وغورځوي او په ټوله کې د بوختیاوو لپاره همدا اوس پاڅېږې، سرې کرښې وڅاري او راتلونکي خوښ ژوند ته په هیله مندۍ په چارو لاس پورې کړي.

  که دې ته په تمه یاست، چې بریا دې درته تر کوره راشي او په ټوله کې دې له نورو ښه او متفاوت ژوند ولرئ، بیا نو ښه ده چې دا خبرې روان بحر ته وکړئ، اوبه دي، هسې هم بې درېغه بهېږي، نه ستا پروا کوي، نه ستا د خبرو؛ ته ور ته غږېږه، نه به څه واورې، نه به څه ترلاسه کړې، فقط یو کار وشو او هغه ستا ناوړه فکر و چې ته یې په مخه کړی وې او دې ناسم کار ته یې اړ کړی یې. بحر دی، که ته یې او که ته نه یې، در څخه روان دی، ستا په خبرو هېڅ رپ لا نه وهي، نه ښوروي او نه اوري، په خپل حساب – کتاب بې درېغه روان دی، همدا بېلګه د ټولنیز ژوند هم ده، لکه د روان بحر چې تا ورته خبرې کړي او هغه پرې لا سر نه دی ښورولی، که همدا ډول ته هم د نورو بې ځایه، بې ګټې او ناوړه خبرې شاته وغورځوې، کیسه کې یې لا نه شې او په ټوله کې چټيات وبولې، په ډېرې ارامۍ به مخته ولاړ شې، داسې چې لا وایې به او خپله به اعتراف کوې، چې (دا برېمن او ګټیالي خلک ځکه بریالي کېږي، چې دوی د چا په اخوا دېخوا او کیسو – بودو پسې نه ګرځوي.)

که دا کار وکړې، ایله به د سکون او ارامۍ ژوند خپل کړې؛ بیا به نورو ته هم نصیحتونه کوي، چې دا کار مه کوه او دا کار وکه، دا داسې وکړه او هغه هغسې، دا کار ښه دی او دا ښه کار نه دی. صېبه ژوند به دې ایله د رڼا ګانو کوربه شي، بیا به نو د برېښنا فابریکه يې، نورو ته به رڼا ورکوې، خپله خو به هسې هم نور یې، کوه نور.

نو بریالیتوب او برېمن ژوند ژوند د چا تر کوره نه دی ورغلی، برېمن خلک ورپسې له کوره وتلي، زحمتونه او خوارۍ یې کښلي، پر ځان یې شپه اور ورځ تفرېح حرامه کړې، په ځان یې لا زړه نه دی سېزلی او کار ته یې کار ویلی، بیا توانېدلي، بیا یې ګټې – وټې کړي، بیا یې سکون ترلاسه کړی او ایله د ژوند په خوند او رنګ پوهه شوی. تاسې هم په ځان زړه دومره مه سېزئ، چې له بریاوو مو را وګرځوي، ځان دی د همدې لپاره چې تاسې ترې ګټه واخلئ، انرژي ده لرئ یې، نو بیا ښه ده چې ګټه یې ورڅخه واخلئ.

1 COMMENT

  1. ښه لیکنه ده. کور ودان.
    خبره خو دا ده چی:
    قانونی رسمیات
    معنوی رسمیات
    قانونی رسمیات دیته وائی چی که یو څوک په کومه اِداره یا فابریکه یا بازار کی کار کوی نو جبراً او الزاماً د کار پر محیـط باندی حاکم مقررات ټول باید مراعت کړی څو د ژوند کښتی ئی پر سمه او سیده لیاره همداسی روانه وی او معلومه خبره ده چی د نه مراعت په نتیجه کی به دنده له لاسه ورکړی.
    او
    معنوی رسمیات دیته وائی چی یو څوک باید د والدینو او اولادونو او میړه او ماندینی او نژدی او لیری دوستانو او ګاونډیانو او همکارانو سره خپل مناسبات د ” منفی سیالی ” او ” سوء اماره ” او ” نفسانیت ” پر بنسټ تنظیم نه بلکه د انسانی او پیغمبری اخلاقو پر بنسټ تنظیم کړی چی په هغه صورت کی به د هر ډول روحی ناروغیو څخه په امان او خوښ ژوند ولری چی البته د نه تنظیم په صورت کی به بل هیچا ته بلکه خپل ځانته زیان ورسوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب