چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونههند کې افغان سفارت ولې په بشپړ ډول تړل کیدو ته اړ...

هند کې افغان سفارت ولې په بشپړ ډول تړل کیدو ته اړ وت؟

تاند (جمعه، د قوس ۳مه)په هند کې د افغانستان سفارت دا ځل په دویم ځل او بشپړه توګه سر له پرون (پنجشنبې) څخه د بندېدو اعلان وکړ.

 د یاد سفارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې د دې پریکړې دلیل یې د هندي حکومت فشار او د ډیپلوماټیک ملاتړ نشتوالی دی.

د سفارت په اعلامیه کې راغلي چې وار له مخه یې د اکتوبر له لومړۍ په هند کې خپل فعالیتونه ځنډولي وو او هیله یې درلوده چې د هند حکومت داسې یو دریځ غوره کړي چې ددوی د فعالیتونو د دوام لپاره اغېزمن تمام شي.

سفارت ویلي چې برعکس په دې وروستیو اتو اونیو کې د کنټرول د پرېښودو لپاره دواړو لوریو هندي حکومت او طالبانو تر فشار لاندې راوستی وو او بلآخره له یوه ستونزمن انتخاب سره مخ شول.

په اعلامیه کې افغان سفارت له هند غوښتي چې د سفارت د سرپرستۍ په برخه کې خپل مسوولیت په غاړه واخلي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان د سفارت ټول اموال، موټر او په بانکي حساب کې شاوخوا پنځه لکه ډالره په خوندي توګه ساتل کېږي.

سفارت سپارښتنه کړې چې د افغانستان دری رنګه بېرغ په ودانۍ باندې رپانده پاتې شي.

د هند حکومت او طالبانو سمدستي د سفارت په اعلامیې باندې غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د سفارت د فعالیتونو تر ځنډېدو وروسته ویلي وو چې ځینې افغان قنسولګرۍ به فعاله وي.

یو شمېر شنونکي باور لري چې هندوستان په تدریجي ډول د طالبانو رژیم ته د افغان سفارت د سپارلو تمرین کوي او د جمهوري نظام پر دیپلوماتانو یې فشارونه د همدې لپاره وو.

هندوستان په ښکاره په دې اړه سپینې خبرې نه کوي.

ځینې نور خلک بیا د افغانستان په سفارت کې له جمهوري نظام څخه د ور پاتې دیپلوماتانو خلاف د فساد ادعاوو او خپلمنځیو ناندریو ته ګوته نیسي چې په وینا یې هندوستان یې له دوی څخه مخ اړولو ته اړ وایستی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب