تاند (جمعه، د قوس ۳مه) په ټولنیزو رسنیو کې زرګونه افغانانو د کرکټ نړۍ له مشهور افغان لوبغاړي راشد خان سره د هغه د ملا د عملیات له امله خواخوږي ښودلې او د ژر رغیدو دعاوې یې ورته کړې دي.
راشد خان پرون په خپلو ټولنیزو پاڼو د ناروغۍ له یوه عکس خپرولو سره ولیکل چې د ملا عملیات یې په بریالیتوب سره ترسره شول او ډېر ژر به بېرته د کرکټ لوبو ته ستون شي.
د نوموړي له ټپونو هغه وخت خلک خبر شول، کله چې د اسټرالیا د بیګ بېش لیګ په سږني پړاو کې یې د نه ګډون خبر ورکړل شو.
د راشد خان ورور عبدالجلیل شینواري وویل، هغه له ډېره وخته د ملا له دردونو کړېده او بلاخره یې د ډاکټرانو په سپارښتنه پرون پنجشنبه د لندن په یوه روغتون کې عملیات وکړل.
شینواري ويلي، ډاکټرانو د یوه میاشت ارام سپارښتنه ورته کړې او تر هغې وروسته به بېرته خپل کرکټ پیل کړي.
اوس مهال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نړیوالې سیالۍ هم نه لري، خو د کرکټ بورډ ادارې د راتلونکي کال په لومړۍ میاشت کې له هند سره د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ خبر ورکړی دی.
راشد خان پر افغانانو سربېره په نوره نړۍ کې هم د کرکټ د مینه والو ترمنځ ځانګړی محبوبیت لري.