HomeخبرونهGIZ په احتجاجي ډول افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول

GIZ په احتجاجي ډول افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول

تاند (جمعه، د قوس ۳مه) د جرمني مشهورې موسسې GIZ په افغانستان کې د هغه څه له امله چې د طالبانو له لوري یې د خپلو ۴ کارکوونکو نیول کیدل بولي، د خپلو فعالیتونو د ودرولو خبر ورکړی.

یادې موسسې ویلي، دغه کارکوونکي یې طالبانو د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د موسسې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان ۴ واړه افغانان دي.

یاده موسسه زیاتوي چې په افغانستان کې تر ۲۵۰ پورې کارکوونکي یې پر دندو بوخت وو.

د طالبانو رژیم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دغه جرمنۍ موسسه وایي چې طالبانو یې په تېر اکتوبر میاشت کې هم ۴ کارکوونکي په ورته تور نیولي وو، خو بیا یې د دوی په هڅو یبرته پرېښودل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...