Homeخبرونهد کابل په کوټه سنګي کې څو چاودنې شوي

د کابل په کوټه سنګي کې څو چاودنې شوي

تاند (جمعه، د قوس ۳مه) راپورونه وایي چې د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې نن ناوخته د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

یو شمېر ځايي خلکو دا خبر تایید کړی، خو له نورو جزییاتو یې ناخبري ښودلې ده.

د طالبانو پر ضد یوې وسله والې ډلې چې ځان د افغانستان د ازادۍ جبهه بولي په یوه خپره کړې ویډیو کې د ډزو او چاودنو د غږونو له خپرولو سره ویلي چې په کوټه سنګي کې یې د طالبانو پر پوستې برید کړی او د ۴ تنو د وژلو ترڅنګ یې ۳ تنه نور ټپيان کړي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...