Homeخبرونهد قرغیزستان ولسمشر د افغانستان د خلکو د ملاتړ غوښتنه وکړه

د قرغیزستان ولسمشر د افغانستان د خلکو د ملاتړ غوښتنه وکړه

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) د قرغیزستان ولسمشر صادیر جاپاروف (جباروف) د منځنۍ اسیا د هېوادونو او اذربایجان د مشرانو په مشورتي غونډه کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

جاپاروف ټینګار کړی چې یو باثباته او ارام افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی او د افغانستان له خلکو سره د ثبات د ټینګښت په برخه کې باید همکاري روانه وساتل شي.

هغه همداراز د ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو د قاچاق، منظمو جرمونو او په انلاین فضا کې د زیاتېدونکو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د قرغیزستان ولسمشر ویلي چې دا امنیتي ګواښونه د سیمې د هېوادونو پر پولو اغېز کوي او د مخنیوي لپاره یې ګډې هڅې او سیمه‌ییزه همغږي لازمه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...