تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) د سعودي عربستان چارواکي وايي، د دغه هېواد د پلازمېنې ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په دوو بریدونو کې درې سعودي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د دغو بریدونو مسوولیت د یمن حوثي وسلهوالو منلی دی. د راپورونو له مخې، په بریدونو کې یوې مسافر وړونکې الوتکې ته هم زیان اوښتی او د نړیوالو الوتنو بهیر له پراخو ګډوډیو سره مخ شوی دی.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، تایید کړه چې هوايي ډګر د پنجشنبې په ورځ دوه ځله په نښه شوی و. د دې ادارې په وینا، په لومړي برید کې د هوايي ډګر تاسیسات او په دویم برید کې د سعودي د دولتي هوايي شرکت «سعودیه» یوه الوتکه په نښه شوې ده.
د ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د درېیو سعودي وګړو ترڅنګ یو شمېر بهرني وګړي او په سعودي عربستان کې مېشت کسان هم ټپیان شوي دي. د ټپیانو روغتیايي وضعیت له سپکو ټپونو څخه تر سختو ټپونو پورې ښودل شوی دی.
د سعودي عربستان هوايي شرکت «سعودیه» هم ویلي چې د دغه شرکت یو پیلوټ د وژل شویو کسانو په ډله کې دی. شرکت تایید کړې چې یوه الوتکه یې د ریاض په هوايي ډګر کې د تم کېدو پر مهال زیانمنه شوې، خو د برید پر مهال په الوتکه کې هېڅ مسافر نه وو.
د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي وسلهوالو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر یې په بالستیک توغندي ویشتی دی. له بریدونو وروسته، په خواله رسنیو کې داسې تصویرونه خپاره شول چې د ریاض په هوايي ډګر کې اور، لوګي او لوخړې ښيي.
سعودي چارواکي وايي، د هوايي ډګر فعالیتونه بېرته پیل شوي او الوتنې عادي حالت ته ګرځېدلې دي؛ خو د بهرنیو هوايي شرکتونو په الوتنو کې لا هم ګډوډۍ روانې وې.
د لوفتانزا او ایر انډیا په ګډون ځینو هوايي شرکتونو د سعودي عربستان پلازمېنې ته خپلې الوتنې ځنډولې دي. د الوتنو د څارنې د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې تر ماسپښینه د ریاض له هوايي ډګره تر ۱۵۰ ډېرې وتونکې الوتنې لغوه شوې وې او له ۱۰۰ څخه ډېرې نورې الوتنې ځنډېدلې وې.