ویاند تور مایک خولې ته نیولی و او د بازار په منځ کې ولاړ و.
— درنو لیدونکو! اوس به یو بل ځوان راودروو، چې خپل نظر راسره شریک کړي.
په همدې وخت کې یې په لاره روان یو ځوان ودرو. په بیړه روان و او تورې عینکې یې پر سترګو وې.
ویاند وپوښتل:
— نوم دې څه دی، او ښار ته د څه لپاره راغلی یې؟
ځوان وویل:
— نوم مې کریم دی. ښار ته د زده کړو لپاره راغلی یم؛ ورسره په یوه هوټل کې کار هم کوم.
ویاند لږ موسکی شو او ویې ویل:
— ډېره ښه! یوه پوښتنه درنه لرم. کله چې پلار دې پیسې ګټلې او اوس چې ته خپله پیسې ګټې، ترمنځ یې څه توپیر وینې؟
کریم خپلې تورې عینکې له سترګو لرې کړې. څو شېبې چوپ پاتې شو؛ بیا یې په ټیټ غږ وویل:
— کله چې پلار جان پیسې ګټلې، زه هېڅکله وږی ویده شوی نه یم…
— خو اوس چې خپله پیسې ګټم، اکثره وخت وږی ویده کېږم.
پای