ما د ناشناس مرکه (له ناشناس سره مرکه، مالمو سويدن ١١ اپريل ٢٠٢٦) چي تر دغه عنوان لاندي خپره سوې ده او د سويډن اوسيدونکى وارث خان مرکه کوونکی دى، تيره ورځ واروېده او بې اختياره خندا راغله چي دا سړى ولي بيا ځان سپکوي او دا راز بې اساسه خبري کوي لکه يو ماشوم حال دا چي دی اوس ٩٢ کلن دى. مرکه اوږده ده خو دوه ټکي يې زه دلته وړاندي کوم.
د مرکې په ابتدا کي وارث خان ځني پوښتنه کوي: ”تا څومره يوه ښايسته سندره ويلې، د رحمان بابا شعر دى هر سړى پيدا دى خپل کار لره که نه.“
ناشناس: ”هر سړى پيدا دى چي خپل کار لره که نه… د رحمان بابا…“
له دې نه ښکاري چى ناشناس نه پوهيږي چي دا شعر د چا دى؟ دا د خوشحال خان خټک شعر دى نه د رحمان بابا چي اوله مصرع يې ”توره چي تيريږي خو گزار لره که نه ده“. (وگورئ د خوشحال خان خټک مرغلري ١٣١٧ش، ٣٠٣ مخ، د قندهار چاب او د خوشحال خان خټک کليات ٢٠٠٨م، ١٧٤ مخ، د پيښور چاپ). د حيرانۍ خبره دا ده چي ناشناس ادعا کوي چي د ده د دوکتورا تحقيق د رحمان بابا پر شاعرۍ او تصوف دی خو دى تر اوسه د رحمان بابا او خوشحال خان د شعر توپير نه سواى کولی او بې ځايه اوريدونکى مغشوش کوي.
د مرکې په څلورمه برخه کي د ناشناس بله ادعا دا ده چي درې يا څلور مياشتې دمخه د مرحوم علامه حبيبى تر مړينې دى د هغه ليدو ته ولاړ او د پټې خزانې په اړه يې پوښتنه ځني وکړه چي حقيقت څه دئ؟ د ناشناس ادعا دا ده چي علامه حبيبي ورته وويل چي د هغه وخت صدراعظم (شاه محمود خان) را وغوښتم او راته وويل: ”ټولې ژبي او دا او دا تاريخ لري. پښتو تاريخ نه لري… او تاسي درانيان او دا او دا واقعى آريائيان ياست. دا ستاسي د ژبي تاريخ نسته. دوى ماته وايي چي تاريخ وليکه… زه په دغه پوهيدم چي دا کار يوازي نه سوای کولی عبدالروف بينوا مي را وغوښتی… ما ورته وويل دغسى شی دئ، دا بايد ما او تا…عبدالکشور رشاد دا هم يو عالم سړى و دا مى را وغوښتی، امين خوگياڼي… دغه څلور نفر کښيناستل… بينوا بيا په لیبيا کي سفير و هلته په سفارت کي يو سړى و، زما يې نوم هير دى، هغه بينوا څخه پوښتنه وکړه ورته ویې ويل دغسى يو شى ؤ… سهار به حبيبى صاحب د يو دوو نفرو سوانح ليکلي وه ما ته ئې راکړه چي دغه شعر، ما به يو بيت دوه بيته وليکل…“
راسئ د ده دا جمله وڅيړو ”ټولى ژبي او دا او دا تاريخ لري. پښتو تاريخ نه لرى…“ ايا دى په داسي بې اساسه او گډوډو جملو غواړي دا ثابته کړي چي پټه خزانه يو جعلى کتاب دئ پرته له دې چي کومه علمي لاره غوره کړي.
د ناشناس ادعا دا ده چي دغه څلور کسانو پټه خزانه وليکله. سوال دا دى که څوک داسي جعل کاري وکړي نو هغه بيا را ولاړيږي او اعلان کوي چي ما خو داسى شهکاري کړې ده چي پټه خزانه مي جعل کړې ده. ايا دا امکان لري چي څوک خپل ځان دا ډول رسوا کړي؟ سربيره پر دې دغه راز يې بل هيچا ته نه دي ويلي پرته له ناشناسه هغه هم په داسى حال کي چي ډير سخت ناروغه و. دا د ناشناس د بيباکه درواغو يو ستر مثال دی.
راغلو د پښتو تاريخ په اړه. په دغو کلونو کي چي ناشناس وايي چي صدر اعظم حبيبى ته وويل چي پښتو تاريخ نه لري علامه حبيبي د پښتو پر تاريخ کار کاوه او په ١٣٢٥ش کال د پښتو ادبياتو تاريخ اول ټوک يې چاپ کړ. ده څه ضرورت درلودى چي پښتو ته بل تاريخ (پټه خزانه) جوړ کړي. ده د پښتو ادبياتو تاريخ مواد درلوده هغه به يې صدر اعظم ته وړاندي کړي وای.
حقيقت خو دا دی چي علامه حبيبي له ناشناس سره دا ډول اړيکې هيڅ نه درلودې چي د هغه سره د زړه خواله وکړي. دوى کوم ادبى نښلون نه درلودی. نه علامه حبيبى دى د يو ليکوال يا عالم په حيث پيژندی او نه نانشانس په خپل عمر کي يوه ادبي يا علمي مقاله ليکلې ده څرنگه چي دى پخپله په دغه مرکه کي اعتراف کوي.
ايا دا د منلو وړ خبره ده څرنگه چي ناشناس وايي چي بېنوا کوم چا ته وويل: ”ما به يو دوه بيته وليکل“ د پټې خزانې شعرونه يو دوه بيته نه دي. داسى ښکاري چي ناشناس دومره ادبي پوهه هم نه لري چي دا وڅيړي چي د پټې خزانې شعرونه څه ډول دي؟ محتوا يې څه ده؟ عروض او طرز يې څنگه دى؟ په کوم وخت او زمان پورې اړه لري؟ د ده د وينا څخه مطلق سادگي او بې خبري ښکاري او خپله هم نه پوهيږي چي څه ډول بې اساسه او بې بنياده خبرې کوي.
خوشحال خان خټک وايي:
هم هزار رنگه دروغ خلاف په زړه کي
هم هزار رنگه په خوله د صدق لاف کا