تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) د «ډیپلومات» مجلې په یوه تحلیلي مطلب کې ویل شوي چې د طالبانو له لوري د بېپیلوټه الوتکو یا ډرونونو زیات کارول د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ترینګلتیا ته نوی امنیتي اړخ ورکړی او اسلاماباد یې له یوې نوې ننګونې سره مخ کړی دی.
د مطلب له مخې، پاکستان ادعا کړې چې د سپټمبر په ۲۳مه یې له افغانستانه ورغلي اته ډرونونه ویشتلي دي. د پاکستان په وینا، څلور ډرونونه د تورخم په سیمه او څلور نور د خیبر پښتونخوا په کواټ کې په نښه شوي دي.
سره له دې چې د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا رد کړه او ویې ویل چې دوی پاکستان ته ډرونونه نه دي توغولي، پاکستان وروسته په افغانستان کې پر لس ځایونو بمباري وکړه چې د دغه هیواد د پوځ په ادعا هم په نښه کړل چې ادعا د ډرونونو د توغولو او ساتلو لپاره ترې کار اخیستل کېده.
«ډیپلومات» وايي، طالبانو له ۲۰۱۶ کال راهیسې د بېپیلوټه الوتکو له ټکنالوژۍ کار اخیستی، خو په لومړیو کې یې د دغو الوتکو ډېره استفاده د څارنې او تبلیغاتي موخو لپاره کوله. د مقالې له مخې، وروسته د ډرونونو کارول پراخ شوي او له چاودېدونکو توکو سره د بریدونو لپاره هم ترې استفاده شوې ده.
په مطلب کې ویل شوي چې د نسبتاً ارزانه او په اسانه د ترلاسه کېدونکو ډرونونو شتون د پاکستان لپاره بله اندېښنه هم رامنځته کړې ده. د مقالې پر اساس، اندېښنه دا ده چې دغه وسایل او اړوند تخنیکي وړتیاوې ښايي د پاکستاني طالبانو په څېر وسلهوالو ډلو ته هم انتقال شي او د پاکستان پر امنیتي هدفونو د بریدونو وړتیا یې زیاته کړي.
خو د تاند معلومات ښيي چې ټي ټي پي په ځلونو له بې پېلوټه الوتکو کار اخیستی دی.
د دیپلومات مطلب زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د نښتو او بریدونو له زیاتېدو سره د ډرونونو موضوع د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پر یوې مهمې امنیتي مسئلې بدله شوې ده. پاکستان له طالبانو غواړي چې له خپلې خاورې د دغه ډول بریدونو د ترسره کېدو مخه ونیسي، خو طالبان په وار وار د پاکستان ادعاوې رد کړې دي.
«ډیپلومات» ټینګار کوي چې د دې وضعیت د کنټرول لپاره یوازې پوځي اقدامات کافي نه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو او د باور جوړونې اقداماتو ته اړتیا شته. د مطلب له مخې، که د ډرونونو او سرحدي بریدونو موضوع د خبرو له لارې حل نه شي، دا ستونزه کولی شي د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترینګلتیا به نوره هم زیاته کړي.