شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد یوه پاکستاني پوځي لخوا د افغانې نجلۍ اختطاف

د یوه پاکستاني پوځي لخوا د افغانې نجلۍ اختطاف

تاند (جمعه، د قوس ۳مه) د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د رژیم کونسل د یوه پاکستاني پوځي لخوا د یوې افغانې نجلۍ د اختطاف او بیرته یې د خوشې کیدو خبر ورکړی.

عبدالجبار تخاري ویلي چې دا پېښه شخصي بڼه لري او دوی د سند د ایالتي حکومت په مرسته د اختطاف کوونکي پوځي او تښتولې نجلۍ په موندلو او خوشې کولو بریالي شوي.

سرچینه زیاتوي چې یاد شوی پوځي د پاکستان حکومت نیولی او بندي کړی دی.

په وروستیو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني ځواکونو د ناوړه چلند خبرونه تر بل هر وخت زیات شوي.

دغه هېواد له څو میاشتو راهیسې د څو میلیونه افغان کډوالو د اېستو اعلان کړی او دلیل یې دغو کډوالو سره د استوګنې د اسنادو نه موجودیت ښودلی.

پاکستان کې مېشت اسناد لرونکي افغان کډوال بیا دوی سره هم د ناوړه چلند خبر ورکوي او د مخنیوي لپاره یې له نړیوالې ټولنې مرسته غواړي.

3 COMMENTS

  1. کندهاری یی چی سپین بولدک کی بی عزته کړه چا یی قصد واخیست چی د دی جلی واخلی. فوځی کس بیغمه ګرځی هیچا بندی کړی ندی د بیغرته طالبانو له وجی د افغان عزت پایمال دی. د طالب مشرانو کورونه اوس هم اسلام آباد کی د طالب پلار څه کولی نشی. د جمهورتی د وخت د سفیر لور یی چی اختطاف کړه چا یی پروا وکړه چی د دی وکړی.

  2. دا دافغانستان په تاریخ کښی د بینګی خبره ده چی دیو کثیف هیواد له خوا را پورته کښی چیری یې بی غیرته او بینګه هیبت لکه خینزیر په سوری کښی پټ یې او له ناموس نه دی خبر نی چی څه ورباندی کښی دا خو شاید د یو بیوځله لور وی بی بی غیرته هیبتی له ښځی او لورګانو سره پاکستانی جنرالان په هوټلونو کښی وید کیږی چی دخپل ناموس نشی ګټلی نو د غریب څه پروا لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب