(۳ برخه)
د طوفان اوج
بهرام د شبرغان له افغان ترک څخه فارغه سو، په کانکور کي د پلار په ټينګار د کابل طب ته کاميابه سو، خو د ده له ماشومتوبه له اردو او نظامي ژوند سره جوړه وه، پلار يې هر څه خوارۍ کولې د دې له پاره چي دی خپل طب ووايي، مګر ده هره ورځ نوي نوي بهانې کولې، بالاخره دوه کاله يې طب ووايه، يوه ورځ چي يې کتل بهرام په کور کي وو او وچ وجوړېدی چي زه ملي اردو ته ځم. پلار يې مجاهد ټيپه سړی وو، ورته ويې ويل: زويه! دا اردو جنګيږي، يا به څوک وژنې يا به دي څوک وژني.
ده ورته وويل: ګوره بابا جانه! تا شل کاله جهاد د دې وطن له پاره ونه کړی؟
پلار يې ورته وويل: هغه د وطن او اسلام مسئله وه.
ده وويل: وطن هغه وطن دئ او اسلام هم هغه اسلام دئ، تر څو وطن قوي اردو ونه لري، نه وطن جوړيږي او نه اسلام ساتل کيږي، دا که ته هم خپل زوی نه پرېږدې، بل يې هم نه پرېږدي، نو اسلام او وطن مو دواړه د خدای (ج) کرم ته پرېښودل؟
پلار يې ورته وويل: د دوی تمويل کفار کوي.
بهرام وويل: ګوره پلاره! دا يويشتمه پېړۍ ده د خلګو تمويلونه اوس د ګټو پر اساس دي او تقريبًا د يوې تجارتي معملې په توګه ده، چي زه خپله ګټه کوم دی خپله، داسي نه ده چي کيسه يو طرفه ده، آيا! اسلام هم عيني معملات نه کول، تړونونه له کفارو سره نه دي سوي؟
پلار يې بيا وويل: نو د دې خلګو وژل څنګه کېږي؟
بهرام وويل: ګوره پلاره! خدای (ج) فرمايلي چي انسان تر خپله وسه پړ دئ، زه تر هغو چي يو حيوان لا ژغورلای سم ژغورم يې، انسان خو لا لېري خبره ده، خپله کوښښ کوم.
پلار يې وويل: نو دا فساد څنګه کيږي دا رتبې چي خرڅيږي، ته په دې خبر يې؟
بهرام بيا وويل: ګوره بابا جانه! په دې ملک کي که پاک او سپېڅلي خلګ وي، هغه به اردو وي، البته! کښته طبقو کي يې (يعني سرتيري)، ځکه دوی پوليس نه دي چي خلګ په عذاب کړي او نه هم بله اداره والا دي چي له خلګو سره يې سر وکار دئ، موږ يوازي د مځکي بشپړتيا او د هيواد عمومي جګړې ته ساتل کېږو، په جنګونو او جرائمو کي موږ نه يو، نو موږ ته د غلا هيڅ زمينه مساعده نه ده، پاته سوه د لوړ پوړو خبره د هغو د اصلاح له پاره به ورګډېږو چي ليري يې کړو، چي وياله پاکوې بايد ورکښته سې.
پلار يې په زړه کي د خپل زوی پر پوهه سخت خوشحاله سو، ويې ويل: ښه نو چي نه پاتېږې، ځه خدای (ج) دي مل سه، زما دعا درسره ده.
بالاخره بهرام ملي اردو ته ثبت نام وکړی، له تمريناتو وروسته يې له څلويښتو نورو نفرو سره د مزار فرقې ته سوق کړل، بهرام ډېر يو اجتماعي ځوان وو، په اوله ورځ يې ياران او انډولان پيدا کړل، خو دوه ياران يې تر نورو خاص وه او ټوله ورځ د دوی بحثونو او ټوکو ته ټوله ډلګۍ ناسته وه.
نصير احمد او طاريق د بهرام خاص ياران وه، زړګی د هلمند د ناوې وو، ښائسته ځواني خدای (ج) ورکړې وه، اصلي نوم يې نصير احمد وو، خو په زړګي مشهوره سوی وو. د دې کيسه داسي وه چي نصير احمد او طاريق په ټرنينګ کي سره ياران سوي وه، يو او بل ته يې خپلي ټولي کيسې کړي وې.
نصير احمد د خپلو پنځو خويندو يواځنی ورور وو او هغو دی له نازه زړګی بللی، دی اردو ته هم له مجبوريته راغلی وو، ځکه د کار بل څوک يې نه درلودل، نو دوی ټولو به هر وخت ډېر هم نازوه او هم به يې د خوږ له ځايه کاته، ځکه پوهېدل چي کورنۍ په مېراتيږي، نو نصير په دې زړګی وو.
او د طاريق دا هم تقريبًا عيني کيسه وه، د هغه پلار بيا له روسانو سره په جهاد کي شهيد سوی وو، دی د مور يو زوی وو، نو د کلي خلګو دی د کونډي زوی بلی، دوی دوه له خپله تقديره ناراضه، يا هغه د چا خبره په درد يو داسي کلک سره ياران وه، چي ټوله فکر کوی چي وروڼه دي.
لنډه دا چي د بهرام، نصير او طاريق يارانه خورا مشهوره وه، د اردو يوازيني خلګ وه چي له سياست او سياستوالو سره يې کار نه وو، يوازي تر خپل فوج او خلګو محدود وه. طاريق او نصير چي به له کوره زنګ راتلی، چورتي به وه، د بهرام زړه کوچنی وو، چي له شبرغان څخه زنګونه راشروع سول د دوی اوازونه سره پورته سول او د بهرام مايوسوونکي خبري دننه را شروع سوې، هغه ورځ خبره ډېره ګرمه سوه چي د فرقې مشر بيانيه ورکړه او ويې ويل: اردو همېشه د سياستونو قرباني وو، نور موږ څوک نه پرېږدو چي اردو انحلال کړي، موږ به واک خپل په لاس کي واخلو، خو څوک د اردو منحلولو ته پرې نږدو. له دغه خبري او بيانيې وروسته په فرقه کي کيسې تر پخوا ډېري احساساتي وې او هر چا به ويل: اردو انحلال ته نه پرېږدو، يو ځل خو د فرقې د مشر د تبديلۍ مکتوب هم راغلی، خو د فرقې اتفاق هغه بيرته راوګرځوی، له دغي پيښي وروسته ځيني کسان هم فرقې ته راوستل سول، چنداني به له نورو سره نه کښېنستل، ځان به يې ګوښه ګوښه کوی، ټول شکمن وه چي دا نوي کسان ولي داسي دي.
يوه ورځ بهرام، نصير او طاريق يو ځای سره ناست وه، نصير چورت وړی وو، طاريق ورته وويل: زړګيه! چيري چورتو وړی يې، څه د نيکه باچاهي دي چپه سوې ده؟
نصير ډېر حاضر جوابه وو، ويې ويل: هغه خو تاسي هغه وخت راچپه کړه چي ترکى مو راوستئ، مګر اوس بل شي تشويشي کړی يم، خو زموږ او ستاسي تر منځ دي وي، زه چي دې نوي راغلي خلګو ته ګورم، پر سور نه رامعلوميږي، دا نفوذي وژني خورا ډيري سوي دي، زموږ فرقه يوازنۍ فرقه ده، چي ټول قومونو او هره ژبه پکښې ده او سخت اتفاق پکښې دئ، د فرقې مشر مو هم چنداني ډېر لړلی سړی نه دئ، د هغه بيانيې وروسته دفعتًا د مکتوب راتګ او بيا د دې خلګو راتګ ما ته شکونه را اچوي، تاسي څه فکر کوئ؟
بهرام وويل: زه خو نظامي فکره سړی يم، بل شي ته مي سم پام نه وي؛ خو خبري دي بې منطقه نه دي.
طاريق ويل: ما تېره ورځ وليدل ټوله يو ځای په مسجد کي ناست وه، چي زه ور ننوتم ټول سره وپاشل سول.
بيا دوی صلاح وکړه چي وبه يې څارو، نصير وويل: زه خپل د ملکۍ چم ورسره کوم، تاسي مازي ورته ګورئ!
بله ورځ چي ټول بهر راټول وه، له نوو راغلو کسانو څخه يو يې هم ولاړ وو، نصير بهرام ته سترګه ووهل، بيا يې له هغه کس څخه پوښتنه وکړه: د کاکا زو! د کوم ځای يې؟
هغه وويل: د هلمند يم.
ده ورته وويل: نه به يې، خو زه هم د هلمند يم، د هلمند د کوم ځای يې؟
هغه وويل: د واشېر.
ده ويل: بيا خو نو مجاهد يې. له دې سره يې وخندل، (هدف يې قصدًا دا وو چي دوی احساساتي کړي او خبري په وکړي)، هغه د خندا پر ځای په قهر سو، ويې ويل: مجاهد کېدل اسانه نه دي، غټ ايمان غواړي، جهاد فرض دئ، دا چي موږ ځان ځني کښلی دئ، دا بېله کيسه ده. طاريق پوه سو چي ګډوډي جوړه نه سي، په زوره يې ناره کړه: واه! څه ښه زېری، د لغمان شمشاد قطعې اووه سوه د ملي اردو سرتيري چي اووه مياشتي محاصره وه، کمنډويي ځواکونو يې محاصره ماته کړه، د مرکز پر لور وخوځېدل، جالبه لا دا ده چي څو تنه يې په دا درو مياشتو کي د قرآن شريف حافظان سوي هم دي.
نصير بيا وويل: دا څه مانا لري چي د مرکز پر لور وخوځېدل، نو هغه منطقه يې ايله کړل؟، په دې کي حتمًا يو چل سته. طاريق هر شي ته لنډ کتل و يې ويل: د سياسي زو! تا بيا سياست شروع کړی، اووه سوه تنه خلاص سول، دا غټه خبره ده.
نصير وويل: د سرتيري ځای يا قبر يا سنګر دئ، خلاصېدل يې يا تېښته ده يا ماته او يا بې غيرتي. هغه کس چي مخکي يې د جهاد خبري کولې، وغمبېدی ويل: څوک چي د خدای (ج) پر لاره نه ځي هغه به ټول تښتي او بې غيرتي به کوي. او روان سو.
بهرام او طاريق له نصير سره په منډه خپل کاشوغ ته راغلل، نصير وويل: حتمًا بايد د استخباراتو شعبه خبره کړو، دا خلګ نفوذيان دي. د فرقې مشر په رخصتي تللی وو، دوی د معاوين اطاق ته ورغلل، هغه ورته وويل: بچه ها پشت ای ګپار نګردين برين سر وظيفه.
دوی داسي حس کړه لکه هغه چي خبر وي.
بيا د استخباراتو شعبې ته ورغلل، هلته هيڅوک نه وه. لنډه دا چي هيڅوک يې نه کړل پيدا، نو بهرام وويل: زه په مرکز کي يو څوک پېژنم، هغه ته زنګ وهم. هغه ته يې زنګ وواهه، وروسته يې وويل: استخباراتو ته احوال ورکوي.
نيم ساعت وروسته يې بيرته زنګ راوواهه ويې ويل: خپله عسکري کوئ په هر غار سر مه چيخئ. دوی مايوسه سول، خو بيا هم په هغو خلګو يې پام وو.
نن د جمعې ورځ وه، اکثرو عسکرو د جمعې د لمانځه تياری نيولی وو او ټول مسجد ته راتلل، بهرام د ټولو دمخه مسجد ته راغلی، مسجد له عسکرو ډک وو، لس دوولس نفره قرآن شريف ته ناست وه، ځيني پر سنتو ولاړ وه. د دوی د مسجد خطيب په قرائت کي د هيواد په سطحه دوهم قاري وو، ډېر فصيح او بليغ عالم هم وو؛ خو د فوج يو سرتېری هم وو، هغه ممبر ته وختی، غاړه يې تازه کړه او پېل يې له اطيع الله واطيع الرسول والامر منکم څخه وکړی او خبره يې دا وه چي په يويشتمه پېړۍ کي تر ټولو مهمه مسئله د دولتونو بقاء ده، چي موږ او تاسي عملًا د دغه عظيم جهاد د برخي يو او قرآن شريف کي امر دئ چي بنده تر خپله وسه پړ بولي. موږ له نړۍوالو سره اړيکي لرو؛ خو د خپلو ګټو پر اساس معلومه ده چي هغوی به هم خپلي ګټي لري؛ مګر په اسلام کي د انسان مکلفيت تر توانه ويل سوی، زموږ توان اوس همدومره دئ.
په دې وخت کي بهرام وليدل چي يو څوک په خصوصي کالو کي له وسلې سره مسجد ته ننوتی، بهرام چي ورته وکتل د نوو راغلو کسانو څخه وو، دا ورته جالبه وه چي د فرقې دننه بيا په مسجد کي اسلحه څه مانا لري، معمولًا دوی له وظيفې وروسته وسلې سلاح کوټ ته، چي د فرقي په اداري برخه کي دئ، سپارلې، دننه يوازي له ګذمه کوونکو او موظيفو کسانو څخه وسلې وې.
بهرام احتياطاً تلواري بهر ووتئ، ويې ليدل چي طاريق او نصير په بله دروازه مسجد ته ننوتلي دي، په منډه د سلاح کوټ خوا ته ولاړئ، له ځان سره يې په لاره کي دوه درې کسان نور هم ملګري کړل؛ مګر هغه لاره چي د اوسېدو ځايونه يې له اداري برخي څخه بيله کړي وه بنده وه، د بهرام شک په يقين بدلېدی چي يو څه پېښيږي، په منډه له يوې بلي خوا د نوکريوالانو پر خوا ورغلی، په نوکريوالي کي هيڅوک نه وه، داسي معلومېده لکه اداري برخه او لوړ پوړي هيڅوک چي نه وي.
په دې وخت کي يې د مسجد له دننه څخه ډزي او ټکان واورېدل، بېله فکره يې سلاکوټ ته وروځغستل، هغه هم قلف وو، هره لاره پر ودرېدل او بيرته يې د طاريق او نصير په خاطر مسجد ته ور منډه کړه، کله چي مسجد ته ننوتی څو تنه يې وليدل چي پرله پسې پر لمانځه ولاړو او نورو باندي ډزي کوي، د ډزو کوونکو ده ته شا وه او مخامخ يې طاريق او نصير ولاړ وه، بهرام د شا له خوا ورحمله کړه، چي اوس يې هغه چپه کوی، ناڅاپه د شا له خوا بل وسلوال راغلی او بهرام يې ضربه کړی، نصير په ځغاسته د هغه توپک حمله کړی او هغه د شا کس يې وويشتی، طاريق هغه بې درېغه په سوکونو واهه، په دې وخت کي درنه چاودنه وسوه، نصير له توپک سره د هوا څپې تر کلکين دباندي وغورځوی.
نصير له هم هغه شاجور سره له کلکين څخه نښه ونيول، يو وسله وال کس يې ووشتی، خو ډزي لا رواني وې، انسانان د خدای (ج) په کور کي داسي لوېدل لکه پاڼي، طاريق شاجور وکتی، فقط اووه مرمۍ پاته وې، درې ډزې يې نوري وکړې، يو دم يې شاته د بوټونو ږغ سو، يو دم يې توپک ور وګرځوی، خو چي ويې کتل د فرقې معاوين او د سلاکوټ مسول توپنچې په لاس ولاړ دي، دی خوشحاله سو او ويې وويل: معاوين صاحب! کومک وکړه! ټول يې ووژل.
معاوين د دې پر ځای چي د مسجد دننه وسلوال وولي، نصير يې پر لاس وويشتی، د نصير له لاس څخه توپک ولوېدی، د سلاکوټ مشر په يوه منډه توپک ځني حمله کړی، معاوين تر کلکين دننه وکتل، وسلوال پر سرتېرو ګرځېدل، يو يو يې کتی چي ژوندی خو به نه وي پاته.
معاوين دننه وسلوالو ته ورژغ کړه: نفر اول مه معاوين استم نفر اخير که اندواليت کشتن پيش مه است دا خل ميارميش. وروسته يې نصير په ټېله دننه کړی، نصير هېښ پېښ پاته وو، د فرقې قوندان په ماته ماته ژبه د وسلوالو مشر ته وويل: زما امکانات خو انتقال سوي دي؟
هغو ورته وويل: هو! په فلانکي ځای کي په يو بېک کي پراته دي. په دې وخت کي نصير په زخمي حالت کي معاوين ته وويل: يعني ته له دې کيسې څخه خبر وې؟
معاوين په پسخند سره وويل: ای شعا جنرالي ومعاويني خو مفت نيست، امکانات مي خواهد. نصير چي ځان جوړ کړی، چي معاوين ته ورحمله کړي، سلاکوټ والا د شا له خوا وويشتی، نصير پر مځکه ولوېدی او معاوين په خپله توپنچه دو ډزه نور پر سر وويشتی او ښکنځل يې وکړل ويې ويل: شما اوغان غول هيچ انسان نشدين.
يوه وسلوال، چي سرتي يې کتل، وويل: ټول مړه دي.
قومندان وويل: څو نفره به وي؟
وسلوال وويل: يو نيم سل مي حساب کړل نور مي په وسه نه وه. معاوين او د سلاکوټ مشر په ځغاسته تر مسجد ووتل او وسلوال ټوله پر بله دروازه وتښتېدل.
معاوين د دروازي په خوله کي د سلاکوټ مشر ته وويل: يوه مرمۍ مي پر اوږه ووله او يوه مرمۍ مي پر پښه ووله. هغه د توپنچې دوې ډزي پر وکړې.
د سلاکوټ مشر چي ځان ښوراوه، معاوين درې مرمۍ پر سر وويشتی، سپک ښکنځل يې وکړل ويې ويل: تو بی ناموس از من ونډ می خواستی، امک تو سر خود ثبوت نمی مانه.
ـ********
د طاريق مور تلوېزون ته ناسته وه او خبرونه يې اورېدل، بېړنی خبر تېر سو، د دې زړه ولړزېدی، لنډ وليکل سول چي په دحه کي د مذاکراتو ليست اعلان سو.
د طاريق نيکه، چي د شاه د وخت متقاعد ډګروال وو، ورو ورو له ځان سره لګيا سو ويې ويل: په ټېکه دارانو او ماشومانو که جوړېدای، ولي به دا حال وای، دلته اوس د ملت نماينده څوک سو؟
بيا تقريبًا يو نيم ساعت پر دې عاجل خبر د ګوندونو، قومندانانو او وکيلانو ناندارې وې، يوه ويل چي زما برخه نه سته بل ويل چي زما برخه نه سته.
د طاريق نيکه د طاريق مور ته مخ کړئ ويې ويل: دا ميدان له دوی څخه طالبانو وړی دئ، هغوی به يې سبا ورځ په قطار کي ولاړ وي، دوی د پوهي او ډيموکراسۍ دعوې هم کوي، مګر هيڅوک د ملت او دولت خبره نه کوي، ټول د ګوند د ډلي او قوم خبره کوي.
له اږدو خبرو وروسته نطاق وويل: د معمول په څېر نن يو بد خبر دا هم دئ چي په مزاره کي په پامير قول اردو کي، شاوخوا دوه سوه تنه ملي اردو سرتيري په مرموز ډول وژل سوي دي. د طاريق نيکه وويل: خوله دي ماتيږي چي شهيدان ووايې، د طاريق مور يو ناڅاپه چغه کړه ويې ويل: آه! طاريق خو په همدې فرقه کي دئ. او ولوېده.
د دې لنډ خبر وروسته بيرته موضوع د دوحې پر ليست پېل سوه، د وطن د شهيدو بچيانو ياد يوازي کورنيو ته ورپاته سو او د طوفان بلا د سقوط پر لور يو بل ګام واخيستی.