شنبه, جولای 27, 2024
Home+د پښتو د استېدل او اوسېدل مصدرونو تحول او تکامل

د پښتو د استېدل او اوسېدل مصدرونو تحول او تکامل

څېړندوی شریف الله دوست سرواني

    پښتو ختیځه آریاني ژبه ده، په دې ژبه کښي لاهم داسي ګرامري توکي (نوم، صفت، مصدر، قید) او نورې ژبنۍ ریښې، تاړي او وندونه سته چي زرګونه- سلګونه کلونه یې خپل هویت خوندي ساتلی، په دې برخه کښي یو هم د (اوسېدل- استېدل) مصدرونه دي. داسي څرګندیږي چي په لرغونې پښتو کښي یې تاریخي ریښه یوه خو وروسته په بیلو بڼو اوښتي او مفاهیمو یې توپیر کړی دی. اوسېدل او استېدل د اوسنۍ پښتو ژبي د (ېدل/edәl) والا مصدرونو په ډله کښي راځي چې تاریخي تحول/Evolution او تکامل/involotion یې اند-اروپايي، اندو-آریاني او آریاني ژبو  ته رسیږي. پروفیسور پکورني/Pokorny د دې مصدر تاریخي ریښه په فرضي اندو-اروپايي مورینه ژبه کښي (سېد/*sed، *sitسیت) ښوولې ده:

د اندو-اروپايي ژبموریني څخه تحول او تکامل:

*sed: اندو-اروپایي ریښه English meaningانګریزي:) to sit (سېد، اوسېد،اوسېدل، کښېناستل/<

آلماني ‘sitzen”<  Grammatical information:  ګرامري حالتoriginally only aoristisch, punctual ‘sich:placeځای/” (O.Ind.زړه اند- اروپايي)< later as ,durativestative verb with ē – suffix وروستاړی ‘sit” <(Lat.لاتینGmc. balto-Slavسلاوي.)

Material: 1. O.Indزړه- اند اروپايي/. /سدsad – ( sátsiاوسېدل/, ásadat , Pf. sasuvda ,sēdim a , sē divas – , compare )Avپه اوستا کښي(.<hazdyü -t

Opt.) Avاوستا: ap. had – (with Prāverbien) ‘sich: place”ځای ( nišaŋhasti for *nišastiنیشستي ); Kaus. (lengthened grade) O.Ind. südayati“placesد ناستي ځای “, Avنوې اوستا/. ni – šüδayeitiläßtniedersitzen, /کښته ځای places low, base”, ap. niyašüdayam “I setzteکښېناستل/”; Arm./ناستهnstim ‘sitکښېناستل: put mich” (perhaps i̯ o -Praes. * ni – z di ̯ō); hecanim ‘sit auf, reite” ( c from d + aor. – s )،Gkیوناني:. ἕζομαι ‘/کښېناستلsit,< put mich” (Aor. εἷσαHom.<ἕσσαιPind.); Kaus. ὁδεῖν, ὁδᾶν“sell “, lit. “placeځای:” <(Specht KZ. 62, 51)Latلاتین/.<sedeō , – ēre , sēdi ‘sitاوسېدل، کښېناستل (present due to of originally außerpräs.< stem ،sedē – ; perf.

* sezd – ai ), Umbr. sersitu ‘sedētō”, zeřef ‘sedens”, andersesust “intersiderit”, Latلاتین/. sēdō ,- üre:beruhigen”< (perhaps = M.L.G. süten “beruhigen”, Wissmann nom. <postv. 112, 1); O.Ir. sa(i)did (*seریښه:(i)did), <اوسېدل ‘sitzt”, Fut.<seiss(*sed – s – ti). < (Kaus. * sodeiet; otherwise through Denom.<suidigud “placeځای:” verdrängt); Welsh seddu ‘sit”; <Maybe Alb.Gheg me shitë “to sell in a placeد اوسېدو ځای:”. O.Ice. sit, Inf. sitiaاوسېدل: O.S.<sittiu< O.H.G. sizzu ‘sit” کښېناستل (= ἕζομαι, πι-έζω; Goth[1]ګوتیک ژبه/. sitan is probably. reshuffling from *sitjan ;Praet.< satناسته,sētum), Kaus. Goth.<satjan , O.Iceزړه ایسلانډي/.<setiaسیتیا/<د استوګني ځای, O.H.G.sezzen<placeد اوسېدو ځای” ( *sodei-ō )([2])

د یادولو وړ ده چي د اندو-اروپايي ژبموریني څخه د*sedریښې/د/ په ځینو اروپايي، اندو-آریاني او آریاني ژبو کښي په /ت/ اوښتی دی، لکه:

*dhon<(اندو-اروپايي) :(to goتلل) <) then (تلل: یوناني<) آلماني: tau (تلل < (باختري:tsanتلل)<Pashto/پښتو(/تللtlәl)

د آریک ژبښاخ په اندو- آریاني (هندیک) ژبو کښي تحول او تکامل:

 [cp, Vedicویدي متون/<sattva: living beingاوسېدل/, fr.sant]Satta<پالي ژبه(اوسېدل){Satta}  1.Sanskritسنسکریت/:(vāsin ,اوسېدنهvāsa:living/اوسېدل)< (m.) a living beingاوسېدل/, creature, a sentient & rational being, a person D I.17, 34, 53, 82;< II.68; A I.35 sq.< 55 sq.; S I.135; V.41; Vin I.5; Miln 273; <Vism 310 (thus=satta1اوسېدل).([3])

په آریاني ژبڅانګه کښي یې تحول او تکامل:

*staH<(آریاني فرضي ریښه)‘to placeاوسېدل/, set/استوګنه;< [intr.] stand’< •AVESTANاوستا:stā– ‘to placeاوسېدل/, setاستوګنه/; (intr.) stand’ || (+ *asa-اسا) ‘to enter; to settle (downاوسېدل/) < || (+ * ā- ) ‘to take place/اوسېدل’ |<| (+ *upa– ) ‘to tread on’ |<| (ریښه+ *us-اوساوسېدل=) ‘to get up, rise/پاس’ <Liste: 64  Pres. them. red.: IND. med. 2sg. <YAv.نوې اوستا: hištahe (V 3.29), 3sg. YAvنوې اوستا:hištaiti (Yt 8.9, Yt 8.32), YAv. paitihištaiti.•MIDDLE PERSIAN: منځنۍ فارسي< (+ *abi-) MMP ‘ystایست/-<(cease) ,BMPyst- , ’(y)st– ( YK ‘YMWN- ) / ­st– / ‘to stayاوسېدل, standاستوګنه/, be’ (also aux.)< MMP ‘ystynیستین- اوسېدل,< BMP ’styn– ( YK ‘YMWN- )< / ­stēnستین<اوسېدل- / (sec. caus.) ‘to placeاوسېدل/, put, set’, MMP ‘ystyhیستیه- (caus. pass.اوسېدل ?) ‘to be placed’استوګنه |<| (+ *a āua- ) BMP ’wst ’- / ōstā– / ‘to set out’اوسېدل |<| (+ *upa- ) MMP ’byst ‘place of refug([4]) کډوالو Pashto.پښتو/<osedәlاوسېدل/.

پروفیسورکنټ/G.kent یې  د داریوش په کتیبه(DB1.85) بند کښي فعلي ریښه (stā) راوړې ده او ایستادن، استېدل یې معنا کړې ده.([5]) د ښاغلي(s.m.katre) په پاڼیڼي ډیکشنری کښي د دې کلمې فعلي ریښه (وسvas:) راغلې او د (vasānivasa :1054) فعلي ریښې یې څخه یې راوتلې بللې، د (اوسېدلو، استېدلو=to stay) معنا یې ورته لیکلې ده.” ([6])پوهاند،علامه رشاد د جغرافیایي یاداښتونوپه ۵۷۰ مخ کښي د (آسي او واسي) ورستاړو په اړه لیکلي: ” واسي/vasi په هندي ژبه کښي د ځای د اوسېدلو معنا لري. لکه: دمر+اسي= دِمراسي او رمب+اسي= رمباسي په کندهار کښي ، بګراسي په بلندشهر کښي. د هند د بِهار په شېخپوره کښي د کماسي/kamasi کلی، همداسي د هند د لنداسي/landāsi سیمه.([7]) دا کلمه”د پاڼیڼي د اښټ ادهیايي په ۱۷۲ او ۱۷۳ مخونو کښي د (amāvasya) مرکبې کلمې او د پالي ژبي (واسي:mahindasina- vāsa)په بڼه راغلي دي. (vāsa:واسا) یې د ظرفي ورستاړي په ډول راوړی دی. ستوپه(topa- معبد) چي په پښتو ژبه کښي یې (سs/) لوېدلی او تپه پاته ده هم همدا ریښه لرلای سي. منیر ویلیامز د ستوپې سنسکریت بڼه (sthitvā/ستهیتوا) راوړې او ” Having stood or stayed or stopped or waited- استېدل، اوسېدل او دېره کېدل یې معنا کړې ده.”([8]) په سنسکریت متونو کښي راځي: ”  tam sthitvānagaropakaṇthe/ژباړه: هغه ښار ته نژدې استېدل غوره کړه.”([9]) منیرویلیامز د ستوپې او استېدلو لپاره په سنسکریت کښي د (asya,sthagita, stabhāyati) بڼي او ریښې هم راوړي دي. د انګریزي  stayد زړې فرانسوي estai، د لاتین stare، د ایټالیايي:stare، د اسپانوي: estar، د منځنۍ انګریزي(۱۵۷۰م):cease ټول د اندو-اروپايي ریښې څخه د اوسېدلو او استېدلو معنا لري.([10])

په منځنیو ختیځو آریاني ژبو کښي:

د دې مصدرونو ریښې په منځنیو ختیځو آریاني ژبو کښي هم لیدل کیږي. په منځنۍ ساکي ژبه کښي uaiṣṣa/اوسېدل، بیدار اوسېدل. Ústāna درېدل، اوسېدل، استېدل.([11]) ). د باختري ژبي د سرخ کوتل په کتیبه کښي nisto/نیستو د دریم شخص لپاره د استېدلو په معنا راغلی دی. په لوېدیځه آریاني پهلوي ژبه کښي په مرکب ډول (*adi-stā) او (óstātan/ایستادن). په منځنۍ آریاني سغدي ژبه کښي wāfs/استېدل، skwāt/استوګنه  په معناوو راغلي دي.([12])

په معاصرو آریاني ژبو کښي

د استېدل او اوسېدل مصدرونو تحول/Eulotion او تکامل/invlution په معاصرو آریاني ژبو کښي چي شمېر یې تر څلویښتو پوري رسیږي څرګندیږي. فارسي- دري د معاصرو آریاني ژبو څخه ده، د فارسي – دري ژبي (ایست، ایستادن، استادن هم د همدې ریښې څخه ښکاري: استادن/istādan، ایستادنestadan  د دېره کیدلو او استېدلو په معنا،  مضارع یې (ایستم-est-am). د پاول هرن په باور د فارسي – دري ایستادن/estādan مصدر د زړې فارسي د *adi sta له ریښې څخه نه دی راوتلی ځکه دا بڼه باید په فارسي کښي په aištana واوړي، نه پهestādan ، له دې ښکاري چي د فارسي ایستان په فارسي کښي له پښتو څخه دخیله کلمه ده. د فردوسي په شهنامه کښي (اېست د نېست) سره قافیه سوی دی داسي څرګندیږي چي تر پنځمي هجري پېړۍ پوري لا (اېستest) و، نه (ایست ist)، ([13]).په لوېدیځه معاصره ژبه بختیاري کښي (دیسنیدن disnidan/) د استېدو په معنا له همدې ریښې ښکاري.([14])

د (اوسېدل، استېدل) کلمې – مصدرونه اوس هم په پښتو ژبه کښي ژوندۍ او معمول دي. اوسېدنه، اوسېدل، استوګنه، استېدنه، استېدل، وسېدل، هوسېدل وسېدنګ، استوګنه… یې نوري ژبنۍ بڼي دي. په لوېدیځه آریاني ژبه بلوڅي کښي د (استېدل/vuštag)په بڼه او په بهدیني لهجه کښي یې د (uštādmun) په بڼه راغلې ده. په ختیځه آریاني اوستي ژبه کښي estar[15] او (stin,istun) د ایستادن او استېدلو معنا ورکوي.([16]) د پښتو ژبي په لوېدیځ ویښت(لوی کندهار لهجه) کښي د استېدل کلمه اوس هم کارېدنګ لري په پښتو کلاسیکو متونو کښي اوس هم کارېدنګ لري: د بایزید روښان په خیرالبیان کښي د (اَستَل/astәl) مصدر په بڼه راغلې کلمه ده: ” ترو به و گورو ته کړم فرمان چي وایه و ګنهکارو ته چي ته په مځکه باندي په غفلت ګرزېدې، کښېناستې،څملاستې، د خدای ج بې یاد استېلې“([17])… دلته (استېلې) د مخاطب ضمیر لپاره د (د استېدلې) فعل په معنا راغلی دی. آخوند دروېزه په مخزن الاسلام کښي د (اوسي) فعل په ډول هم راوړی: ” سکه بایده دي مومنان لهر رنګ بداعتي، بداعت بیارته اوسي. ” ([18]) خوشحال خټک (استېدلی) کارولی:

: ګوره چېرې وې په چېرته استېدلې _ چې فراق كړې هونبره اوښيې راخبرې.

رحمن بابا ویلي: په توده ځمکه استوګنه ده مشکله ـ څه به زيست شي له رحمان سره د چا.

یا هم : د غفلت له خوبه پاڅهـ څوبه اوسې خواب الود

پایله دا چي پښتو ژبه که تر اسلام مخکي لرغوني متون او لیکلي سندونه نه لري او لا تر دا مهاله لاسته نه دي راغلي خو د نورو همکورنیو او همڅانګو ژبو سره یې په څنګ کښي خپل ټینګ علمي او تاریخي هویت او ماهیت ساتلی دی. د استېدل او اوسېدل ریښو ته په کتلو له دې نوري رغېدلي کلمې لکه استوګنه که هم په همدې بڼه(استوګنه) ولیکل سي نه په (هستوګنه) ځکه په ځینو پښتو متونو کښي هستوګنه هم لیکل سوې او یا اوس کله کله لیکل کیږي. اندو-اروپايي ریښه یې *sed او *sit >ast>osاوسېدل، استېدل ده، په کلاسیکو پښتو متونو کښي هم د استوګني په بڼه خوندي ده اوس هم که استوګنه ولیکل سي غوره به وي. مننه

اخیستلیک او لمنلیک

  • [1]. ګوتیک ژبه په شپږمه میلادي پېړۍ کښي په Codex Argenteus باندی یادېدله.
  • [1]. Pokorny.Proto-Indo-European Etymological Dictionary.edition,2007, p2575.
  • [1].T.W. Rhys Davids and William Stede.Pāli-English Dictionary.India,2001,p:1514.
  • [1]. Johnny Cheung. Etymological Dictionary of the Iranian Verb.Edited by Alexander Lubotsky,LEIDEN • BOSTON 2007.P 358.
  • [1].Roland.G.kent.Old Persian lexicon.1950,p:210
  • [1].S.M.KATRE.DICTIONARY OF Paṇifirst Edition,London,1968,p505.
  • [1] . https://www.mapsofindia.com/villages/bihar/sheikhpura/sheikhpura/kamasi.html.
  • [1]MonierWilliam’s.Sanskrit – English Dictionary. (s) part.
  • [1].https://learnsanskrit.org/ends/verbs/perfect.
  • [1].https://www.etymonline.com/word/stay.
  • [1] Adictionary of khotan Saka pp:36,42.
  • [1] .Gharib.Sogdian Dictionary.Farhang Publication 1995,p:397.
  • [1] .د رابرټ ګوبل په مرسته د پروفیسور هلموت همباخ لیکنه، د باختري ژبي په باره کښي نوي مواد، ژباړن:اکاډمیسین ظاهر افق،کابل مجله، ۴ګڼه، ۱۳۴۴ل،۱۸مخ.
  • [1] . Dictionary of English Bakhtiari.online/https://glosbe.com/en/bqi.
  • [1] . https://glosbe.com/en/os/to%20stay.To Stay:English-Ossetic Dictionary.Online.
  • [1]. پاول هرن، هوبشمان.اساس اشتقاق فارسي، ترجمه جلال خالقي، جلد نخست،ص ۱۱۱.
  • [1] . آخوند دروېزه. مخزن الاسلام، خطي نسخه، ۹۹ مخ.

[1]. ګوتیک ژبه په شپږمه میلادي پېړۍ کښي په Codex Argenteus باندی یادېدله.

[2]. Pokorny.Proto-Indo-European Etymological Dictionary.edition,2007, p2575.

[3].T.W. Rhys Davids and William Stede.Pāli-English Dictionary.India,2001,p:1514.

[4]. Johnny Cheung. Etymological Dictionary of the Iranian Verb.Edited by Alexander Lubotsky,LEIDEN • BOSTON 2007.P 358.

[5].Roland.G.kent.Old Persian lexicon.1950,p:210

[6].S.M.KATRE.DICTIONARY OF Paṇini.first Edition,London,1968,p505.

[7] . https://www.mapsofindia.com/villages/bihar/sheikhpura/sheikhpura/kamasi.html.

[8]MonierWilliam’s.Sanskrit – English Dictionary. (s) part.

[9].https://learnsanskrit.org/ends/verbs/perfect.

[10].https://www.etymonline.com/word/stay.

[11] Bailey.Adictionary of khotan Saka pp:36,42.

[12] .Gharib.Sogdian Dictionary.Farhang Publication 1995,p:397.

[13] .د رابرټ ګوبل په مرسته د پروفیسور هلموت همباخ لیکنه، د باختري ژبي په باره کښي نوي مواد، ژباړن:اکاډمیسین ظاهر افق،کابل مجله، ۴ګڼه، ۱۳۴۴ل،۱۸مخ.

[14] . Dictionary of English Bakhtiari.online/https://glosbe.com/en/bqi.

[15] . https://glosbe.com/en/os/to%20stay.To Stay:English-Ossetic Dictionary.Online.

[16]. پاول هرن، هوبشمان.اساس اشتقاق فارسي، ترجمه جلال خالقي، جلد نخست،ص ۱۱۱.

[18] . آخوند دروېزه. مخزن الاسلام، خطي نسخه، ۹۹ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب