دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکوډګر ریالیزم | پوهنیار عبدالسمیع وحدت‎

کوډګر ریالیزم | پوهنیار عبدالسمیع وحدت‎

کوډګر ريالیزم د انګليسي د ( Magic Realism) معادل دی. دغه ادبي مکتب ته د شلمې پېړۍ په وروستيو کې د اديبانو او لیکوالانو پام واوښت او په دې مکتب کې یې ګڼ شهکار اثار ولیکل. تر دې وړاندې چې د کوډګر ریالیزم په اصطلاح خبرې وشي، لومړی باید د همدې ادبي حوزې هغه مکتب وپېژندل شي، چې کوډګر ریالیزم ترې راوتلی دی، هغه د ریالیزم مکتب دی.

ریالیزم په ادبي حوزه کې د یوه داسې ادبي مکتب نوم دی، چې په هغه کې هنرې اثار د ټولنیزو پېښو پر بنسټ پنځول کېږي، په دې مکتب کې لیکوال خپله شخصي سلیقه او قضاوت په اثر کې نه ننباسي، بلکې د خپلې ټولنې پېښي د یوه راوي په څېر کټ ـ مټ منعکسوي او  واقعي سوژې د داستان په قالب کې د لوستونکو مخې ته ږدي.

 که په لنډه ووایو، دا مکتب د رومانسیزم برعکس دی، په دې مکتب کې د تخيیل په ځای واقعیت ته ډېر پام کېږي او د لیکوال ټول کوښښ او تلاش دا وي، چې خپل هنري اثر په بشپړه توګه د ټولنیزو پېښو واقعي ایینه کړي.

خو ددې ادبي مکتب یو بل بېل ډول (کوډګر ریالیزم) دی. دا مکتب د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې چې عموما لاتیني امریکا یې بولي را دود شوی دی. “که د دې مکتب شالید ته وکتل شي؛ نو د محتوايي حوزې په اساس، د کوډګر ریالیزم په هنري اثارو کې تر ډېره، سياسي اخ و ډب، فقر، ظلم، دیکتاتوري، نژادي تبعیض او د ملي هویت تپ و تلاش شامل دي.”

(۷: ۱۰)

دا ادبي مکتب له یوه لوري چې د ټولنې واقعي پېښو ته پکې انعکاس ورکول کېږي له ریالیزم سره اړخ لګوي، له بل لوري د داستان ځینې برخې یې اسطوري او عامیانه خرافاتي برخې را نغاړي.” په کیسه‌يیز ادب کې کوډګر ریالیزم دا معنا لري، چې د کیسې نورې ټولې برخې طبعي او ریالیستکې خواوې لري، خو تنها یو یا دوه عنصره پکې غیري طبعي یا کوډګرانه راغلی وي”

(۵: ۲۴۰)

په لنډه ویلای شو، چې کوډګر ریالیزم د لویدیځې نړۍ یا د درېیمې نړۍ د هیوادونو محصول دی، ځکه لاتیني امریکا د ګڼو بومي فرهنګونو داسې غني زېرمې درلودې، چې له یوې خوا د امریکا، اروپا، اسیا او افریقا نوي ادبي سبکونو پکې هممهاله وده وکړه او له بل لوري د خپل سرشار بومي فرهنګ د خوندي پاتې کېدا بیخې بېل ادبي مکتب اساس پکې کېښودل شو.

په دې مکتب دوی د کوډګر ریالیزم نوم کېښود، په دې مکتب کې خیال او واقعیت داسې سره غاړه غړۍ شو چې بیلیدل یې نشته. ګابرېل ګارسیا مارکیز ویلي وو چې د لاتینې امریکا د خلکو ژوند له نکلونو، کوډو او اساطیرو سره اخښلی دی او د دې ��یمې د خلکو واقعیتونه له ذکر شویو خیالي عناصرو نه بیلیږي.

رښتیا خو دا وه، چې ددې سیمې له خلکو څخه خپل ملي هویت ورک و، دوی د ملي هویت په لټه کې و، دوی څخه د ازادۍ فکر اخستل شوی و، په دوی داسې دېکتاتورۍ حاکمې وې، چې د روڼ اندۍ او د اذهانو د روزنې او بیدارۍ واک او اختیار یې هم نه لرل، په دې وخت کې ددوی ځینو لیکوالو وانګیرله چې له موجوده دیکتاتورۍ څخه د ژوغورنې، د ټولنیزې بې عدالتۍ څخه د ثبات او روادارۍ او له ظلم څخه د ارامۍ په لور باید داسې کار وشي، چې هم خپل بومي اعتقادات او ساحرانه بارونو اصالت ته درناوی وشي او هم ددې سیمې رښتونې څېره بیان شي،پای یې دا شو، چې په ادبي اثارو کې د واقعیت او تخييل ترمنځ پرتې پولې حذف کړې، د تاریخې ټولینزو پېښو  واقعیت ته د افسانوي کرکټرنو او اسطوروي توکو په مرسته روایت ورکړي، همدې روایت ته یې کوډګر ریالیزم وویل

 اروپا چې لا د درېيمې نړۍ هېوادونه، نه وو مستعمره کړي، ددې سیمې وګړو د لویديځ له کلتور او تمدن سره زیات واټن درلودل، نو په خپلو سیمو کې یې له خپلو پخوانیو باورنو او عقایدو سره ژوند تېرول او همغسې اسطوروي ادب یې درلود.

“دا هغه باورنه او دودونه و، چې اوسنی انسان یې خرافات ګڼي، خو ددې نړۍ خلکو همدا خرافات ډېر په شدت سره نمانځل او ساتنه یې ترې کوله، کله چې دا سیمه د اروپا او نورو پرمختللو ټولنو له لورې مستعمره شول، د پرمختللې نړۍ وګړو ورسره تعاملات پیل کړل، راشه درشه یې د مختلفو فرهنګونو له وګړو سره وکړه، نو ددې سیمې خرافات او دې سيمې ته ورغلی نویتوب سره ټکر شول، دوی مجبور شول، چې هم خپل فرهنګي اصالت وساتي او هم د نويتوب لار کې له نورې نړۍ سره ملګري شي. دوی دواړه وپالل د اسطوريي بارونو او د متمدني نړۍ فرهنګ یې غاړه غړۍ کړ، او دېته یې کوډګر ریالیزم وویل”

(۴: ۳۱۸)

څنګه چې مخکې وویل شو، د کوډګر ریاليزم لیکوال هڅه کوي، چې په کیسه کې له یوه داسې عنصر څخه ګټه واخلي، چې هغه ته اړوند پېښې او کارونه غیري طبعي ترسره شي. ” ددې عنصر یوه لاره په کیسه کې غلو او مبالغه ده، خو دا غلو باید په داسې مهارت پکې ځای په ځای شي، چې مبالغه هم وي او د باور وړ هم. دویمه لاره یې داده، چې پېښه په جزيي توګه داسې بیان شي، چې لوستونکی د لوست په مهال هېر کړي، چې دا پېښه ګواګي غیري طبعي ده.”

(۳: ۵)

په کوډګر ریالیزم کې کرکټرونه او پېښې په دواړو نړۍ‌ګانو ( طبعي او غیري طبعي) کې ژوند کوي، له طبعي نړۍ څخه غیري طبعي نړۍ ته د لېږد په مهال د هیجان وېره ورسره نه وي. په کوډګر ریالیزم کې موږ نه شو کولی چې د واقعي او خیالي نړۍ تر منځ سرحدونه او پولې وټاکو. له بل لوري په دې دواړو نړۍ‌ګانو کې پېښې باید داسې راوړل شوي وي، چې لوستونکی یې په واقعیت بشپړ باور وکړي.

(۲: 254)

په دې مکتب کې کوښښ کېږي، چې خیالې، غیري عادي او نادرې پېښې داسې بیان شي، چې خيالې پېښي لوستونکی متحیر نه کړي، یا خپله لیکوال د خيالي پېښو وضاحت ته اړ نه شي، ترڅو د ترديد لحن په واقعي لحن تبدیل کړي.

(۶: 109)

کوډګر ریالیزم کې د صحنو دوګانګي‌والی وي، مثلا: کليوالي او ښاري صحنې، واقعي او خیالي نړۍ، طبعي او مافوق طبعي قوت. په دې مکتب کې که له یوې خوا کلیوالي او بومي خرافات خوندې کېږي، له بل لوري د ښاري او متمدین جهان رنګ و بوی هم ورسره یوځای کېږي، که له یوه لوري د کیسې اتل انساني ځانګړنې لري، له بل لوري مافوق طبعي قوت هم ورسره مل دی، یا که یوه پېښه په واقعي نړۍ کې پېښېږي، همزمان خیالي نړۍ ته هم کیسه ځي، نو ددې مکتب هنري اثار د صحنو د دوګانګۍ تعادل هم وساتي.

جون رولفو (Juan rulfo) د خپل مشهور رومان (پدرو پارامو) کیسې کې یو مړ انسان د کیسې کرکټر ټاکلی، خو مړي ته منسوبې پېښې او صحنې داسې ترتیب شوې، چې نه پکې اغراق شوی، نه ترې د رعب او وېري احساس کېږي. په دې کیسې کې یو سړی د جون پرسیادو په نوم چې هماغه مړی کرکټر دی، غواړي خپل پلار پیدا کړي، دی د پلار په تپ و تلاش کې د (کمالا)کلي ته ځي، په کلي کې هرڅه مړه وي، حتی خپله جون پرسیادو هم ځان مړ ویني. نوره کیسه د مړي له دیدګاه لیکل شوي، خو ډېره طبعي په مخ ځي، لوستونکی په اساني کولای شي، چې پېښي طبعي درک کړي. جون پرسیاد په کلي کې پاتې کېږي او له خپلې مور سره خبرې کوي، هغه ورته وایي:

” زویه! ژر ده چې اسمان کې به تالنده او برېښنا شي، باران به وشي او پسرلی به د ژېړو او سرو ګلونو له وږم سر راشي، ته مه خپه کېږه، هماغه وخت به له هرڅه سره اشنا شې” (۹: ۲۳)

“د کوډګر ریالیزم اصطلاح لومړی ځل کيوبایي لیکوال کارپن ټي‌ير د خپل کتاب (ددې نړۍ حکومت) په سریزه کې راوړه او له هغه وروسته دا اصطلاح ټولو هغه اثارو ته، چې د ریالیزم او اسطوروي ادب ګډوله پکې شوي وي وکارېده.”

(۱: ۶۱۶)

ځینې وایې، چې د کوډګر ریالیزم اصطلاح په لومړي ځل (۱۹۲۵ ع) الماني منتقد فرانس روه (Franz roh) د پست اکسپرسیونیسم (post –expresionismo) لپاره وکاروله. فرانس روه چې د اکسپرسیونیسم او پوست اکسپرسیونیسم لپاره د تمایز کومې ځانګړتیاوې وټاکلې او هغه یې د نقاشۍ په هنر کې مطرح کړي، له همدې ځانګړتیاوو څخه په ادب کې هم کار واخيستل شو او ددې مکتب اساسات ترې ورغېدو، چې تر دې اساساتو وروسته د امریکا د اسپانياوې ژبې لیکوالو له لورې دود شوو. تر فرانس روه ۲۳ کاله وروسته (۱۹۴۸) ونزويلايي لیکوال ارتور اوسلار پیتري هم، د کوډګر ریالیز اصطلاح په خپل کتاب (ادبیات او د ونزويلا سړي) کې راوړه، خو دا مکتب په لاتيني امريکا کې د همدې پېړۍ په ۵۰ او ۷۰ لسیزو کې وغوړېده، نړيوال شهرت یې پیدا کړ، هنري اثار پکې وپنځيده او اصول ورته وضع شوو او د خورخه لويس بورخس، مایکل انخل استوریاس، کارلوس فوينتس ،آلخو کارپنتير، ایتالو کالونیو،گونتر گراس او خورخه ماریا په څېر مشهورو لیکوالانو پکې هنري اثار وپنځول، خو تر دې ټولو مشهور یې ګابریل ګارسیا مارکېز دی، چې “سل کلن یوازیتوب “One Hundred Years of Solitude یې د نوبل جایزه واخیستله.

ګابریل ګارسیا مارکېز د جنوبي امریکا په کولمبیا کې دنیا ته راغی. په ماشومتوب کې یې له نیکه او انا څخه د سیمې ولسي نکلونه او د پیریانو، دیوانو او ارواګانو کیسې واورېدلې. دغو نکلونو ژور اثر ورباندې وکړ. البته، مارکېز دومره ساده سړی نه و چې په افسانو کې ایسار پاتې شي. دی سترګور بنیادم و او چاپیریال ته یې په دقت سره کتلای شوی. ده د خپل وطن تاریخ ته په ځیر وکتل او استبداد یې له خپلو ټولو بدرنګیو سره احساس کړ. پلار یې غوښتل چې حقوق ورباندې ولولي خو دی، چې په نوې ځوانۍ کې یې ګڼ ادبي آثار ولوستل، د ادب او ژورنالیزم شوقي و. د کیسو لیکلو ته یې مټې راونغښتلې او ورو ورو یې خپل سبک چې په کوډګر ریالیزم مشهور دی، پوخ کړ د لاتیې امریکا ډېر ستر لیکوال اسپانیایي ژبه د نوموړي احسانمنه بولي، په دې اړه د لاتیې امریکا د لومړۍ کرښې بل لیکوال کارلوس فوینتس وایي”د اسپانیاي ژبې په بډایولو کې مارکېز له سروانتس څخه ډېر خدمت وکړ او زموږ اسطوره یي ژبه یې بیا ژوندۍ کړه”

1 COMMENT

  1. د کوډګر ریالیزم د عینی تمثیل ډګر زموږ د نن او پرون ورځی کوډګرانه تاریخ او جغرافیا ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب