جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهطالبانو ته تر دې سخت وار ولاړ دی

طالبانو ته تر دې سخت وار ولاړ دی

مولوي عبدالخالق احساني

که د دوحې له غونډې وروسته امريکا سوله اعلان کړي، دا په افغانستان کې جنګ واقعي پای ته نه رسوي. طالب د افغانانو قاتل دی، امريکا يې د بښلو صلاحيت نه لري او که يې و هم بښي، د افغان مظلوم مقتول بچی يې نه بښي. که سوله اعلانېږي، د ټيټې کچې طالبان بايد مطلق بې‌وسلې شي او مشران يې د بې‌پرې محاکمې مېز ته راکش شي او د ذرې ذرې حساب ورسره وشي. په دغو قاتلانو بايد د اعدامونو ياد تازه شي.

طالبان له امريکا سره په داسې حال کې د سولې په نامه د معاملې لپاره چنې ته ناست دي چې دا نن نن يې په ميدان وردګو کې د دوی په وينا «د فدايي مجاهدینو عملیاتو ۳ ساعته وخت ونیو چې په ټولو عملیاتو کې تر ۹۰ زیات د ځانګړې قطعې عسکر وژل شوي اوتر ۱۰۰ تنو ډير نور ټپيان شوي دي.»

د سولې د خټو د پزې تر جوړېدو وروسته خليلزاد او شېرمحمد عباس چې ټول عمر يې د چره‌يي توپک ډز نه دی کړی، دې کورنيو ته څه لري چې نن د خپلو ځوانو پيکرونو پر زنو ور بېرته شول!؟؟؟

طالبان د نورو سياسي جريانونو غوندې ډيپلوماټيک اخلاق نه لري، دا د پاکستان د استحمار هغه مهرې دي چې له امريکا څخه باج اخيستلو ته يې د قطر په ګنج کې درولي دي.

ذبيح الله مجاهد خو به دا نن د سولې په پاس افغانانو ته دغه اخطاريه نه ليکله چې «په یاده قطعه باندې دا برید یو انتقامي برید وو او ان شاء الله دا به ورستی برید نه وي.»

دا کومه سوله ده؟ که حکومت ور وسپارل شي؛ نو هغه د دوی په اصطلاح شهيدان مازې د کرک زامن وو چې تخته شول!؟ دا کوم جرم دی چې حکومت پرې محکومېږي او طالب پرې سرخ‌رويه دی!؟؟

حکومت د صلاحيت په لرلو سره سره سکوت کړی او سکوت يې د ولس د هيلو په خاطر شعوري کړی، که نه چې پر طالب ډله د فشار لپاره لس دوولس قاتل بنديان ور اعدام کړي، بيا به يې نارې د کفري نهادونو تر دفترونو ډېرې ژر ورسېږي او د انساني اصولو د مراعات يادونې ته به اعلاميه وليکي، د افغان د قتل عام اعلاميه به نه‌شي ټايپولای. طالب لکه په پردي کور را لوی شوی نازولی حرامي، له اصليته او حقه ناخبر په احسان کې لغتې وهي.

دوی په خپله اخطاريه کې ليکلي چې ګواکې د دوحې په دې ناسته کې محوري ټکي «د افغانستان د اشغال خاتمه او له آینده افغانستان څخه چاته د ضرر نه رسولو اطمئنان دی.» دا قضاوت خو چې معتوه انسان ته چې طلاق يې هم نه واقع کېږي، په لاس ورکړې لا به مخ ته ناړې ور توفف کړي. ته چې د امريکايي له ډاره سيمکارټ نه ګرځوې، خو پر افغان دې نيمه ورځ رحم نه راځي، چې دغه پردی نګبهان ووځي، خو خپل ټول وحشت به وکاروې.

هيڅ معقوله نه ده چې له طالبانو سره د هغوی ضمانت ومنل شي. طالب د معاملې نه دی، طالب د معاملې جنس دی. اصلي کيسه يې پر لالا د فشار په پروسه کې نغښتې، ړندې ميږې چې هر پټي ته وشړې، هلته څري.

1 COMMENT

  1. ښاغلی ورور مولوي عبدالخالق احساني صاحب
    !السلام علیکم
    وروره خدای ج دی اول د ناپوهه او بی دینه خلقیانو، پرچمیانو او سرو روسانو کور وران کړی، بیا دیی خدای ج د بی دینه اشرارو، او پاکستانیانو کور وران کړی، او وروسته دیی خدای ج دناپوهه او بی دینه چڼو او ملایانو کور وران کړی، او ښه وروسته دیی خدای ج د امریکایانو، پاکستانیانو او ځمونږ د متعصبه ټوپکسالارانو یا لنډه غرانو کور وران کړی، او بیا ښه وروسته دیی خدای ج دکرزیانو کور وران کړی، هغه کرزیان چه لنډه غران یی تر دیی حده راورسول
    اوس د دغو ټولو کړاونو غمونو او پای ته رسوونه، فقط او فقط ښاغلی اشرف غنی ته پاتی دی، مګر افسوس کووم چه د ښاغلی غنی خپی او لاسونه همدا اوس هم د لنډه غرانو، اشرارو، خلقیانو او ناپوهه طالیبانو په جاسوسی او چل ول کی تړل کیږی، او دغه افغان دښمنه خلک نه غواړی چه ښاغلی غنی حقیقی سوله او آمن راولی.
    دا ولی دا ځکه چه ددغو خلکو شخصی ګټی په خطر کی اچول کیږی.
    دا نن چه په میدان وردګو کی ځمونږ په لس هاوو ورونه او کورونه په غم او سرو وینو کی ولمبیدل، دا ټول پلانونه د پورته خلکو په کمک او همغګۍ سره تر سره شوی دی
    خدایه هغه افغانان ددیی ځمکی څخه ورک او پناه کړی څوک چه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب