چهارشنبه, مې 21, 2025
Homeادبشعرراشه بیا په توره شپه کې

راشه بیا په توره شپه کې

سعـادت کلیــوال

په ساندو بدرګه راځي ندا په توره شپه کې
ګیله د کوم مئین ده که دعا په توره شپه کې

تصوير دی که کتاب دی چې له ډیره ورته ګوري
ډیوې سره فریاد کوي تنها په توره شپه کې

مرید لکه چې غواړي ورکه لار د سالکانو
که غواړي کوم مجنون ورکه لیلا په توره شپه کې

تش خوب دې وي یو خیال دې وي چې نوم یی ملاقات وي
تېر وخته بختوره راشه بیا په توره شپه کې

په زړه ډېر راورېږې او په ژبه هم ستا یاد دی
لیمو تصویر نیولی ګرانه ستا په توره شپه کې

حیران یم سعادته عادتونه دې عجیب دي
ته څه کوې او څه کوي دنیا په توره شپه کې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...