پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeروغتیاپر زړه او مغز د مالګې اغېزې/ ژباړه:حمیدالله حمیدي

پر زړه او مغز د مالګې اغېزې/ ژباړه:حمیدالله حمیدي

مالګه تر بل هر څه ډېر د زړه او مغز روغتيا ګواښي. زموږ بدن په ورځني ډول یو یا دوه ګرامه مالګې ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې ډېری خلک لږ تر لږه له اتو تر لسو ګرامو مالګه خوري. پر دې سربېره اویا سلنه هغه خواړه چې موږ یې د ورځې په اوږدو کې خورو، مالګه لري. مالګه د غذایي موادو اوبه ډېروي او په پایله کې د چاغوالي لامل کيږي. که د مالګې خوراک له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې را کم کړی، نو له روغتيا سره مو مرسته کوي. مالګه اشتها ډېروي نو هغه کسان چې غواړي وزن یې کم شي او غذایي رژیم یې نیولی وي، د مالګې خوړل دې کم کړي. په پایله کې که غواړی چې مناسب اندام ولری، مالګه کمه وخورئ. دغه راز نړیوال روغتیایي سازمان وایي، په ورځني ډول ټول لوی وګړي پنځه ګرامه مالګه خوري، که په دوامداره توګه دغه دول مالګه وخوړل شي ۲۳ سلنه د مغز د سکتې لامل کېدای شي او ۱۷ سلنه د دې امکان شته، چې یاد کس د زړه له حملې سره هم مخ شي. وروستيو څېړنو دا هم ثابته کړې چې له کچې زیاتې مالګې کارولو زيان تر سګرېټو څکولو هم ډېر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب