تاند – مزمنه بېخوبۍ (Insomnia) یوازې ستاسو د خوب مهالویش نه ګډوډوي، بلکې نوې څېړنې ښيي چې دا د دماغ د زړښت بهیر هم ګړندی کولی شي.
په یوه ساینسي څېړنه کې چې په Neurology ژورنال کې خپره شوې، ویل شوي دي هغه کسان چې زیاته بېخوبي لري ـ یعنې د درې میاشتو یا زیات وخت لپاره په اوونۍ کې لږ تر لږه درې شپې د خوب ستونزه تجربه کوي ـ د هغو کسانو پرتله چې عادي خوب لري، ۴۰ سلنه ډېر د عقل د زوال (Dementia) یا سپکو ادراکي اختلالاتو په خطر کې دي.
د څېړونکو په وینا، دا د دې معنا لري چې دماغ یې شاوخوا ۳.۵ کاله زوړ ښکاري.
ډاکټر دیهګو ز. کاروالهو، چې د دې څېړنې له لیکوالانو او د امریکا د مایو کلینیک د عصبي علومو متخصص دی، وویل:
«دا موندنې هغه زیاتېدونکي شواهد پیاوړي کوي چې ښيي خوب یوازې د استراحت لپاره نه دی؛ بلکې د مازغو د مقاومت او روغتیا لپاره هم مهم دی.»
د کاروالهو ټیم د امریکا پر ۲۷۵۰ ذهنآ سالمو لویانو نژدې شپږ کاله څېړنه وکړه. ۱۶ سلنه ګډونوال د بېخوبۍ ناروغان وو. دوی د حافظې او فکر منظم ټسټونه ورکړل او د ځینو مازغه سکن هم شول. پایلې وښوده چې ۱۴ سلنه د بېخوبۍ لرونکي کسان د عقل د زوال یا سپکو ادراکي اختلالاتو ښکار شول، په داسې حال کې چې دا شمېر په هغو کسانو کې چې بېخوبي یې نه لرله ۱۰ سلنه و.
د بېخوبي په ستونزه اخته کسانو د کلونو په تېریدو په فکر کولو کې چټک ټیټوالی تجربه کړ.
کاروالهو زیاته کړه:
«موږ د فکر کولو د وړتیاوو چټک کمښت او د دماغ بدلونونه ولیدل چې ښيي مزمنه بېخوبي کولای شي د راتلونکي ادراکي ستونزو لومړنی خبرداری یا حتی یو لامل وي.»
دا پایلې هغه مهال هم ثابتې پاتې شوې کله چې نور عوامل لکه عمر، لوړ فشار، د خوب اپنیا، او د خوب درمل په پام کې ونیول شول.
سره له دې، څېړنې نه ده ثابته کړې چې بېخوبي د دماغي ستونزو مستقیم لامل دی، بلکې یوازې د بېخوبۍ او دماغي روغتیا ترمنځ اړیکه ښيي. نورې څېړنې ته اړتیا ده څو د دې اړیکې دقیق علتونه معلوم شي.
مطالعه همداراز ښيي چې مزمنه بېخوبي ممکن په ځینو خلکو د نورو پرتله ډېر اغېز وکړي. هغو کسانو، چې ویل یې کم خوب کوي، د مازغو په سکن کې ډېرې سپینې نقطې لرلې چې د دماغ د زیان نښه ده، او همدارنګه یې د امیلوئید پلاکونه ډېر وو ـ هغه پروتینونه چې د الزایمر له ناروغۍ سره تړاو لري. د دوی د پلاک کچه له هغو کسانو سره ورته وه چې د APOE4 جین لري، هغه جین چې د الزایمر خطر زیاتوي.
کاروالهو وویل:
«زموږ پایلې ښيي چې بېخوبي کولای شي په بېلابېلو لارو په دماغ اغېز وکړي، نه یوازې د امیلوئید پلاکونو له لارې، بلکې د دماغ د وړو رګونو له لارې هم.»
دا څېړنه د خوب او دماغي روغتیا ترمنځ د اړیکې تازه شواهد وړاندې کوي. مزمنه بېخوبي او د خوب ټیټ کیفیت د لوړ فشار، د زړه ناروغۍ، شکر، خپګان او چاغوالي خطر هم زیاتوي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، د عقل زوال په نړۍ کې نژدې ۵۷ میلیونه کسان اغېزمن کړي دي او بېخوبي په هغو هیوادونو کې چې د باور وړ څېړنې پکې شوي، شاوخوا ۱۶.۲ سلنه خلک ځپي.
کاروالهو ټینګار وکړ:
«دا څېړنه د مزمنې بېخوبۍ د درملنې اهمیت څرګندوي، نه یوازې د خوب د کیفیت د ښه کېدو لپاره، بلکې کله چې عمر زیاتېږي د دماغ د روغتیا د ساتلو لپاره هم.»