تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲ مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په خپلو خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې په واکمنۍ کې دې ټولشموله چلند غوره کړي او د انساني ارزښتونو درناوی دې وکړي.
اردوغان د سېشنبې په ورځ د عمومي اسامبلې په لومړۍ غونډه کې یوازینی بهرنی مشر و چې په ځانګړي ډول یې د افغانستان موضوع یاده کړه.
هغه څرګنده کړه:
«زموږ اساسي غوښتنه دا ده چې اوسنی حکومت د ټولنې د ټولو قشرونو په وړاندې پراخ دریځ خپل کړي او انساني ارزښتونو ته پاملرنه وکړي.»
د ترکیې ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان د خلکو ملاتړ د نړیوالې ټولنې لپاره یوه اړتیا ده.
اردوغان زیاته کړه چې ترکیه به تل د افغانانو تر څنګ ولاړه وي.
په تېرو څلورو کلونو کې د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، خو طالبان ادعا کوي چې اوسنی حکومت یې ټولشموله دی.
طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د زده کړو په شمول د ښځو حقونه یو په بل پسې اخیستي او د نړیوالو غوښتنې یې چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، په اړه دي، رد کړې دي او وايي هر څه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې عملي کوي.