تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲ مه) یو شمېر افغان هزاره ګانو د یکشنبې په ورځ د جرمني په فرانکفورت کې د هزارهګانو د نسل وژنې په یاد مراسم جوړ کړ. په دې مناسبت په غونډه کې یو شمېر افغان پوهانو او فرهنګي څېرو ګډون کړی و.
د غونډې جوړوونکو د ېد ناستې هدف د «چوپتیا ماتول او د هزاره ولس غږ پورته کول» وباله.
د پروګرام په پیل کې ګډونوالو ۱۳۳ دقیقې چوپتیا غوره کړه، چې د دوی په وینا د ۱۳۳ کلونو تاریخي رنځ نښه ده.
یوې امریکايي مېرمن ملیسا سکای دې غونډې ته په آنلاین وینا کې وویل: «د هزارهګانو ځورونه د امیر عبدالرحمن خان له وخته تر نن ورځې دوام لري، او قربانیان یې تر ډېره ښځې او ماشومان دي.»
په علمي میز کې عبدالعزیز دانش د حقوقي اړخونو او د پېښو د مستندسازۍ پر اړتیا ټینګار وکړ؛ مریم واحد د هزارهګانو پر جوماتونو او ښوونځیو بریدونه د نسل وژنې څرګندې بېلګې وبللې؛ او بسمالله تابان د غرامت او د پېښو د دقیق ثبت لپاره د اورګانونو او ادارو پر ګډ کار ټینګار وکړ.
د پوهنتون استاد او د غونډې اصلي ویناوال محمدامین احمدي، وویل چې د نسل وژنې د پېژندنې لپاره باید حقوقي معیارونه مراعات شي او خبرداری یې ورکړ چې د دې موضوع طرحه کول باید قومي نفرت ته لمنه و نه وهي.
په غونډه کې همداراز د بریدونو عیني شاهدانو، په ځانګړي ډول د دهمزنګ او افشار له پېښو ژوندي پاتې شویو، خپلې کیسې وړاندې کړې. همدارنګه یو شمېر لیکوالانو خپلې څېړنیزې لیکنې هزاره مدني مرکزونو ته وسپارلې.