تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲ مه) د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وویل چې د افغانستان د سولې او ثبات ټینګښت د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا لري.
هغه ټینګار وکړ چې د نړیوال او سیمه ییز امنیت لپاره د افغانستان وضعیت له پامه نه شي غورځول کېدای. میر ضیایف وویل:
«د افغانانو د ارمانونو ملاتړ، چې غواړي په سوله ییزه او باثباته فضا کې ژوند وکړي، د نړیوالې ټولنې ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.»
ولسمشر میر ضیایف زیاته کړه چې د افغانستان د انزوا مخنیوی ډېر مهم دی او هیواد یې د افغانستان په خاوره کې د لویو اقتصادي او زیربنایي پروژو د تطبیق نیت لري. نوموړي وړاندیز وکړ چې د ملګرو ملتونو یوه ځانګړی پرېکړه لیک دې د افغانستان له لارې د نړيوالو ترانزیتي او انرژۍ لارو د پراختیا په اړه تصویب شي.
اوزبکستان تر دې دمه له طالبانو سره لسګونه ګډې اقتصادي پروژې لاسلیک کړې دي او غواړي چې د ترانس افغان پروژې په وسیله د افغانستان له لارې له پاکستان سره په ریللار وصل شي.