تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲ مه) د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو زلزلهځپلو او همداراز وچکالي ځپلو افغانانو سره د مرستې لپاره ګډ اقدام وکړي.
رحمان د سېشنبې په ورځ عمومي اسامبلې ته وویل:
«موږ نړیواله ټولنه رابولو چې د بشري مرستو د رسولو په ځانګړي ډول د وچکالۍ او سختې زلزلې له زیانمنو سره مرسته وکړي.»
تاجکستان د افغانستان په ختیځ کې د روان سپټمبر د میاشتې له سختې زلزلې وروسته بشري مرسته کونړ ولایت ته ولېږله.
تاجک ولسمشر زیاته کړه چې تاجیکستان تل د افغانستان د سولې او ثبات، بشپړ امنیت او ټولنیز ـ اقتصادي پرمختګ پلوی دی.
د تاجیکستان ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې تروریزم، افراطیت، د وسلو او نشهيي موادو قاچاق او نور سرحدي جرامونه د نړیوال امنیت پر وړاندې جدي ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې ګواښونو پر وړاندې باید له نړیوالو بنسټونو سره نژدې همکاري وشي.
رحمان همداراز د ملګرو ملتونو له د تروریزم ضد دفتر څخه وغوښتل چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دې لا ډېر فعال رول ولوبوي.