جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+په اروپا کې د جګپوړو سیاستوالو د معاش اندازه

په اروپا کې د جګپوړو سیاستوالو د معاش اندازه

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۱ مه) «څومره معاش اخلي؟» دا هغه پوښتنه ده چې د جګپوړو سیاستوالو په اړه د ډېرو خلکو په ذهن کې راګرځي. د اروپا د بروت (BRUT) په نوم رسنۍ په خپل تازه راپور کې دې پوښتنې ته ځواب ویلی دی. که څه هم د سیاستوالو معاش د ځینو ورزشکارانو، هنرمندانو او د کاروبار د لویو څېرو د میلیاردونو عایداتو په پرتله ډېر لږ ښکاري.

د لویدیځو هېوادونو د جګپوړو چارواکو کلني معاشونه تل د رسنیو د بحث توده موضوع وي او د عامه افکارو پام ځان ته اړوي. یوه ډېره تکرارېدونکې پوښتنه د خلکو دا ده چې هغه کسان چې د دوی د مستقیمو یا غیرمستقیمو رایو په پایله کې واک ته رسېږي او د یوې مودې لپاره د هېواد چارې په لاس کې اخلي، څومره عاید لري.

په ځینو هېوادونو کې، په ځانګړي ډول د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو، یو شمېر چارواکي د ټول عمر لپاره له معاشونو او امتیازونو برخمن وي. خو په وروستیو کلونو کې د عامه لګښتونو د کمولو لپاره د دغو امتیازونو د بیاکتنې، کمولو یا حتی د ختمولو وړاندیزونه هم مطرح شوي دي.

د امریکا د ولسمشر معاش څومره دی؟

د فرانسوي رسنۍ بروت د راپور له مخې، د ځینو اروپايي هېوادونو د لومړیو وزیرانو کلنی عاید داسې دی:

  • لوکزامبورګ – د لومړي وزیر تر ټولو لوړ معاش دی: میاشتنی ۳۲ زره یورو.
  • ایټالیا – د لومړي وزیر تر ټولو لږ معاش دی: شاوخوا ۷۳۰۰ یورو په میاشت کې.
  • جرمني صدراعظم: میاشتنی ۳۰ زره یورو.
  • بلجیم (د اروپايي اتحادیې سیاسي زړه): میاشتنی ۲۲ زره یورو.
  • فرانسه (د اتحادیې دوهم لوی اقتصاد): میاشتنی ۱۶ زره یورو، چې نژدې ورته کچه په بریتانیا کې هم ده.
  • پرتګال: د لومړي وزیر معاش شاوخوا ۸۷۰۰ یورو.
  • هسپانیا: تر دې لږ څه کم.

په ځینو هېوادونو لکه هسپانیا او ایټالیا کې، سیاستوال کولای شي د لومړي وزارت تر څنګ د پارلمان د غړیتوب معاش هم ترلاسه کړي. له همدې امله د سیاستوالو وروستي عایدات د هر هېواد په سیاسي جوړښت او قوانینو پورې تړلي وي او تل یې مستقیمه پرتله ساده او دقیقه نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب