Homeخبرونهد امریکا د ولسمشر معاش څومره دی؟

د امریکا د ولسمشر معاش څومره دی؟

تاند- که څه هم د متحدو ایالتونو ولسمشر د لوېدیځې نړۍ مشر بلل کیږي، خو هغه بیا هم د فدرالي دولت کارمند دی او په متحدو ایالتونو کې د نورو کارمندانو په څیر معاش اخلي. د هغه معاش د ډیری خلکو پرتله لوړ دی خو دومره هم نه دی چې ښايي موږ او تاسو یې فکر کوو. البته د امریکا ولسمشر د معاش ترڅنګ ځیني امتیازونه لري لکه وړیا کور، خواړه، د سفر لګښت، او وړیا امنیت.

د امریکا ولسمشر ته څومره پیسې ورکول کیږي او د دې چوکۍ د خاوند معاش په تیرو کلونو کې څومره کم یا زیات شوی دی؟ هغه په نړۍ کې د نورو ولسمشرانو پرتله څومره معاش لري؟

د امریکا ولسمشر څومره معاش اخلي؟

که څه هم د متحدوایالتونو د ولسمشر معاش د نورو دولتي کارمندانو پرتله لوړ دی، خو په هیڅ ډول د ګوګل او مایکروسافټ په څیر د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو د اجرايي رییسانو له ملیون ډالري معاشونو سره پرتله کیدی نه شي.

د امریکا د ولسمشر معاش اوس په کال کې ۴۰۰ زره ډالره دی. د متحدو ایالتونو کانګرس دا اندازه په ۲۰۰۱ کې تصویب کړه.

تر دې مخکې د امریکا د ولسمشر معاش د دېرشو کلونو لپاره په کال کې ۲۰۰ زره ډالره وو. د امریکا ولسمشر ته معاش په دې خاطر لوړ ټاکل شوی و چې د امریکا د ولسمشر چوکۍ ته درناوی وشي ځکه چې د ده چوکۍ د نړۍ د موجودو چارواکو په منځ کې تر ټولو د ستر مقام چوکۍ ده.

خو له دې سره سره د امریکا د ولسمشر معاش د نړۍ د سیاسي مشرانو په منځ کې تر ټولو لوړ نه دی. د سینګاپور صدراعظم په کال کې د 1.61 میلیون ډالرو معادل معاش ترلاسه کوي. د هانګ کانګ اجرايي رییس په کال کې د ۶۹۵ زره ډالره معاش په ترلاسه کولو په دوهم ځای کې دی، او د سویس ولسمشر د ۵۳۰ زره یورو معادل معاش په ترلاسه کولو دریم دی. د امریکا ولسمشر په دې درجه بندۍ کې څلورم ځای لري.

د امریکا د ولسمشر تقاعد څومره دی؟

د “پخواني ولسمشر” په نوم د قانون له مخې، د متحدو ایالتونو ولسمشر حتي د دفتر له پریښودو وروسته د فدرالي حکومت د معاشونو په فهرست کې پاتې کیږي او د کابینې له وزیر سره مساوي تقاعد ترلاسه کوي.

د NBC نیوز له راپور سره سم، د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کال کې ۲۳۰ زره ډالره تقاعد ترلاسه کوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر ته څومره پیسې ورکول کیږي؟

څرنګه چې د مرستیال ولسمشر معاش په اساسي قانون کې مشخص شوی نه دی او د مالیې په قوانینو کې هم ورته دقیقه اندازه ټاکل شوئ نه ده، د هغه معاش د ژوند لګښتونو ته په کتو بدلیږي.

اوس مهال د متحدو ایالتونو د مرستیال ولسمشر معاش په کال کې ۲۳۵ زره ۱۰۰ ډالره ده.

سرچینه: یورو نیوز تلویزیون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...